تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: افغان ځواکونو د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ایښودل شویو اتو ماینونو د کشف خبر ورکړی دی چې د اردو ژبې لیک پرې لیکل شوی دی.
په دې ماینونو باندې په اردو ژبه لیکل شوي دي: ((ورشه او په کفارو تباهي جوړه کړه، زما لپاره د جنت وسیلې ورشه))
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، دا اته کړۍ ماینونه په سیمه کې له څو ورځو راهیسې په عملیاتو بوختو افغان ځواکونو نه ایښودل شوې وو چې له چاودېدو وړاندې کشف شوي دي: (( افغان ځواکونه دخلکو د ژوند ساتنې ته ژمن دي او زموږ پولیسو یوازې په تېره عقرب میاشت کې نږدې ۶۰۰ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.))
بلخوا په دې اړه په فیسبوک او ټویټر کې د افغانانو ګڼ غبرګونونه هم لیدل کېږي.
نجیب ننګیال لیکي، دا هغه ماینونه دي چې هره ورځ د کلیو او بانډو په لارو کې کېښودل کېږي. د سورلیو موټر پرې الوځي. ښوونځي ته تلونکي ماشومان پکې شهیدانېږي او ډېر کله د ښادیو او ودونو موټرو ته کېښودل شوي. مکملې کورنۍ یې تباه کړې:
((سوله به وشي، یا به ونشي. خو طالب په دې وطن کې په جیګو سترګو ولاکه ژوند وکړي. د دې وطن ذره ذره به یې په خیانتونو شاهدي وایي. دوی به د پنجاب کومه کومه نښه پټوي.))
طالبانو لا څه نه دي ویلي چې دا ماینونه د دوی وو که نه؟ خو د سړک د غاړې ماینونه د یوناما لخوا په دې وروستیو کې د طالبانو هغه ړندې وسلې بلل شوې دي چې له ملکیانو تر هر څه زیات قربانیان اخلي.
بلخوا مؤثق راپورونه وايي، چې طالبانو ته دا ډول ماینونه یا پاکستاني ماین سازان جوړوي، یایې هلته ټریننګونه ویني او بیا یې چاودېدونکي توکي هم له پاکستانه ورته راځي.
طالیب خپله د آی ایس آی پښتو ژبی ماین دی؛ چې دا پښتوژبي ماینونه ولې د خلکو غبرګونونه نه راپاروي؟