تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د خوست ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په علیشیر ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو څارنوال او درې پولیس وژلي، دوه نور پولیس ژوبل دي.
تاند ته د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، پېښه تېره شپه شوې او طالبانو د علیشیرخېلو ولسوالۍ پر یوه پوسته برید کړی چې امنیتي ځواکونه یې مرستې ته ور روان شوي خو په لاره کې د پولیسو یو رینجر موټر ماین وهلی چې له کبله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ لخوا ویل شوي چې تېره شپه علیشېرو ولسوالۍ کې د دوی یو څارنوال هم له پولیسو سره دندې لپاره وتلی او وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، په علیشیرو ولسوالۍ کې یې ۸ پولیس، یو څارنوال وژلی او ۹ پولیس یې ژوبل کړي دي.