خوست ولايت مقام

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد په کچه دساختمانونو يو تکړه اوپيژندل شوى انجنير او اوس مهال دخوست ولايت دپېښو پرضد دمبارزې درياست رئيس انجنيرمحمد اکبر دورپېښې ناروغۍ له امله د٥٨کالونو په عمر  ددې فاني نړۍ څخه سترګې پټې اوله دې نړۍ سره يې دتل پاره خداى پاماني وکړه.

انا لله و انا اليه راجعون

انجنير محمد اکبر په ١٣٣٤ لمريز کال کې دخوست ولايت داسماعيل خيلو مندوزيو ولسوالۍ په ارخيلو کلي کې په يوې درنې ،متدينې او روښنفکره کورنۍ کې  دې نړۍ ته سترګي پرانيستلې ،له لومړي ټولګي څخه تردولسم ټولګي پورې يې دسړبن په عالي لېسه کې زده کړې وکړې اوپه ١٣٥٨لمريز کال کې دکابل پوليتخنيک پوهنتون دساختماني پوهنځۍ څخه  لوړو نومرو  او غوره درجې په ترلاسه کولو  سره فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شو ،مرحوم دخپل خوږ عمر په اوږدو  کې  دکابل په پما ،دکابل دخانه سازۍ په رياست ،دخوست ښاروالۍ رياست ،اقتصاد رياست او دخوست ولايت دپېښو پرضد مبارزې په رياست کې په ډيره ايماندارۍ ،صداقت ،وطن دوستۍ او بشپړه وړتيا سره خپل هېواد ،ولس او تاريخ ته خدمت وکړ،دنوموړي خدمتونه به دتل لپاره دافغانستان دخلکو او دخوست دولسونو په حافظه کې ددرناوي په خاطر ژوندي وي.

مرحوم انجنير محمد اکبر دانجنيرۍ په ډګر کې دغوره وړتيا ترڅنګ يو زړه سوانده ،ټولنيز او په غوره اخلاقو سمبال شخصيت وو ،دټولنې په دردونو زيات ځوريدلو اوتل به يې په ټولنه کې دشته دردونو ،ناخوالو اوستونزو يادونه کوله ،کله به يې په شفاهي توګه دشته دردونو يادونه کوله او کله به يې دقلم په ژبه ورته انعکاس ورکولو، ټولو ته درناوي وړ شخص وو او دتل لپاره به ولسونو ورته دعا کوي.

زه دخوست ولايتي ادارې اوټولو دولتي ارګانونو په استازيتوب خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب دمرحوم درنې کورنۍ ،دوستانو ،دپېښو پرضد دمبآرزې دملي کمېټې مشرتابه ،دهېواد انجنيرانو ،دخوست شريفو ولسونو او دمحلي حکومت ټولو رئيسانو ته وړاندې کوم ،دانجنير محمد اکبر مړينه د هېواد او ولس  لپاره يوه لويه ضايعه بولم ،مرحوم ته دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم.

روح يې دې ښاد وي

عبدالجبارنعيمي

دخوست والي

2 thoughts on “خوست: د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام”
  1. چه په ژوندون می قدر نکړی پکا ر می ندی پس له مرګه صفا تونه
    د مر حوم مړ ینه لکه دمرمی ګزار په زړه سوری کړم د یو اله نظا م ده کل نفس ذایقه الموت منزل دټولو یو ده خو سفر جدا جدا مرحوم اکبر دخدای وبخښی فا میل او دوستا نو ته ی صبر جمیل غواړم:

  2. دخوست جنا ب محتر م وا لیصا حب نه ډیره ډیره مننه چه د مرخوم اکبر په ویاړ دده کا رنا می دده دښو صفا تو یادونه ی کړ یده مرګ راپسی ده خو خو شبخت هغه څوک وی چه پس له مرکه په ښو او صا فو یا دشی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *