په اروزګان کې د کابلبانک منېجر ووژل شو

تاند نیوز ډیسک: چارواکي وايي، د خوست د ګربزو ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان او په ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي ورور د ګربزو د برحاله ولسوال د کورنۍ له غړو سره په نښته کې وژل شوی.
ځایي چارړاکي وایي، قديرالله له خپل يوه ساتونکي سره د خوست په مرکز څارن کوټ ښارګوټي کې د ولسوال عبدالحي ځاځي پر کور نن سهار ورننوتلی، لومړی يې د عبدالحی ځاځي ساتونکی ويشتلی او بيا يې د کور پر نورو غړو ډزې کړې دي.
د ډزو په پایله کې د ولسوال ساتونکی زخمي شوی، خو د ښځو له لوري په متقابلو ډزو کې د ګربزو ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان او د ولسي جرګې د غړي کمال ناصر اصولي ورور قديرالله وژل شوی او ساتونکی يې ټپي دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل پېښه کې یوازې د قدیرالله وژنه تاييد کړې ده.
بلخوا د ګربزو ولسوال عبدالحي ځاځي ویلي دی په کور نشته خو ورته ویل شوي چې وژل شوي پخواني امنيه قوماندان قديرالله يې پر کور بريد کړی.
نوموړي، قديرالله د نشه يي توکو په اعتياد او په ځينو جنايي پېښو کې په لاس درلودو تورن کړ او دغه راز يې وويل، غوښتل يې چې د بيا ځل لپاره ځان د ګربزو امنيه قوماندان مقرر کړي، خو ده يې مخالفت کاوه.
تر دا مهاله د وژل شوي پخواني امنیه قوماندان کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *