د ١٣٩٢ يم لمريز کال د سنبلې يا وږي مياشت چې د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه ونومول شوه، پدغه مياشت کې به دخوست په مرکز او ولسواليو کې د دولتي ادارو، ولايتي شورا ، سولې ولايتي کمېټې، علماوو شورا ، د پوهنې او پوهنتون ادارو، ښځو چارو رياست ، مدني او کتلوري ټولنو او قومي مخورو مشرانو په ګډون به د رايې ورکونې دکارتونو اخېستو  او د ټولټاکنود ښه ترسره کېدو په موخه په پرلپسې توګه کمپاينونه، د عامه پوهاوي  او تفريحي پروګرامونه پيل شي.همداشان پدې موده کې به د ټاکنو د سيمه ايز افتر له لوري ګرځنده ټيمونه جوړ شي،ترڅو په مرکز او  ولسواليو کې په ښوونيزو مرکزونو وګرځي او هغه خلک چې د کارتونو د اخېستلو پاتې وي اويا يې همدا اوس د کارت اخېستلو قانوني عمر پوره کړى وي، ترلاسه کړي.

پدې مياشت کې به د ګټورو پروګرامونود لارې خلک د ټولټاکنو په ارزښت او اهميت باندې وپوهيږي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او د خپل ملت سرنوشت په خپله وټاکي.

د دغې مياشتې د لمانځلو لپاره ځانګړى کميسيون وټاکل شو، ترڅو  په مرکز او ولسواليو کې د عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه دايير کړي او دخوست د هرې سيمې او بانډو خلک پدې وپوهوي، چې ټولټاکنې د هېواد  راتلونکى ټاکي او پدې سره ولسواکه نظام رامنځته کيږي او هغه کسان انتخابيږي، چې دخلکو خوښ وي او خپلې خاورې  او ملت ته کار کولى شي.

دغونډې برخوالو په ادارو کې د سمون په موخه پرېکړه وکړه،هر مامور بايد خپلې دندې ته ژمن وي او هېڅ مامور بايد دوه دندې وانخلي، چې دا ډول کړنې په ادارو کې د پرمختګ، بهبود او په چارو کې د سمون مخه نيسي.

دغونډې برخوالو وويل ټولټاکنې يوه ملي پروسه ده او هر مامور چې پدغه پروسه کې کار کوي، بايد په ملي مسووليت او ايماندارۍ سره ورسپارل شوي دنده سرته ورسوي او پدې لاره کې د هېچا د تاثير لاندې رانشي.ترڅو راتلونکي ټولټاکنې په بشپړه توګه په بې طرفۍ او د ولس د غوښتنو پر اساس په شفاف ډول ترسره شي.

په پرېکړه کې د دې يادونه هم شوي، چې که چېرې پدغه پروسه کې کوم مامور په درغليو او يا نورو غيرقانوني کړنو کې په لاس لرلو تورن وپېژندل شي، نود سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

مبارزمحمدځدراڼ

نېټه:١٣٩٢-٥-٢٤

ورځ:پنج شنبه-خوست

د خوست د ښار جوړونې رياست ته  نوى ريس وروپېژندل شو.

انجنير محمدرسول مسافر چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون په چوکاټ کې د ازاد رقابت د لارې دخوست ولايت د ښارجوړونې رياست ته د ريس په توګه مقرر شوى، نن د زمري په ٢٤ مه نېټه د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې دولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ له خوا ديادې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

انجنيرمحمدرسول چې لوړې زده کړې يې د انجنيرۍ په برخه کې سرته رسولي،  تر دې پخوا يې په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کې کار کړى او پدې برخه کې کاري تجربه لري.

د نوموړي د معرفت په موخه په جوړو شويو مراسمو کې دخوست ولايت مقام په استازيتوب وياند مبارزمحمدځدراڼ په ادارو کې ادلون بدلون حتمي دى او دغه بدلون په ادارو کې د چارو د سمون او پرمختګ په موخه رامنځته کيږي.

ده وويل د تېرو دريو کالونو راپدېخوا دخوست ولايتي اداره پدې هڅه کې وه،چې پدې ولايت کې ځينې امريتونه د شته  ضرورت له مخې رياستونو ته ارتقاع وکړي.چې پدې برخه کې يې پلازمنې کابل ته په څو وارې ګډ پلاوي لېږلي ، چې په پايله کې يې دغې ادارې له امريت څخه رياست ته ارتقاع وکړه.

ښاغلي ځدراڼ وويل خوست ولايت په هره برخه کې دې ته چمتو دى، چې له دريمې درجې څخه دويمې درجې ته ارتقاع وکړي، نو په همدې اساس ولايتي ادارې د ولايتي شورا ، مدني ټولنو ، قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکارۍ سره وکولى شول، چې دغه موضوع له ولسمشر سره شريکه او د خوست ولايت د ارتقاع په هکله رسمي  حکم ترلاسه کړي.

د ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ وويل د دغې درجې په ارتقاع سره به دخوست ولايت په ټولو ادارو کې تشکيل زيات شي اوځينې امريتونه به رياستونو ته ارتقاع وکړي.چې په پايله کې به مامورين دخلکو د ستونزو په هواري بريالي او ولسي ستونزې به په وخت سره حل او فصل کيږي.

نوموړي د ښارجوړونې رياست له کارکوونکو وغوښتل چې د نوي ريس تررهبرۍ لاندې ورسپارل شوي دندې په همغږۍ سره سرته ورسوي او په ټولو قانوني کړنو کې  يو له بله سره همکاري وکړي.

((کليپ))

د ښارجوړونې رياست پخواني سرپرست ريس انجنير محمديوسف په خپلو خبرو کې وويل ،يوازې يې د ماموريت له دندې هدف خلکو ته خدمت کول دي،چې لدې وروسته به هم په همدې شعار  سره د نوي ريس به په پوره همغږۍ او  دصميميت په فضا کې په مشترکه توګه دنده پرمخ وړي.نوموړي د نورو همکارانو په استازيتوب ډاډ ورکړ، چې په ټولو قانوني چارو کې به يې ملاتړي وي.

د ښارجوړونې رياست نوي ريس انجنيرمحمدرسول مسافر  هم په خپلو څرګندونو کې د ولايت مقام استازي مبارزمحمدځدراڼ او دهمدې ادارې کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولايتي ادارې د رهبرۍ د لارښوونو سره سم به ورسپارل شوي دنده په ايماندارۍ او صداقت سره پرمخ وړي او پدې لاره کې به هېڅ ډول هلې ځلې او ستړيه ونه سپموي.

نوموړي ورسپارل شوي دنده يو ستر ملي او اسلامي مسووليت وباله او پدې برخه کې يې د خپلې ادارې له کارکوونکو د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه ، ترڅو د ده په خبره په ورسپارل شوي دنده او مسووليت کې بريالى راووځي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

خبر ليکوونکى :فدامحمدساحل

نېټه:١٣٩٢-٥-٢٤

ورځ: پنجشنبه

2 thoughts on “خوست: راتلونکي مياشت د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه ونومول شوه”
  1. دا جوته خبره ده، چې د خوست ځایی چارواکي هر وخت په دی لټه او هاند کې دی چې د ښې ولسواکۍ له لاری خوست میشتو ته غښتلي حکومتوالې ډاډمنه لکړي، د غښتلي حکومتوالی په چوکټ کې یې خوست میشتو ته په ټولو امورو کی تر یوه حده او تر خپلې وسعې روڼتیا ښودلي ده، په تصامیمو او پریکړو کې یې ټولنه شریکه کړیده، دولایت په کچه په پریکړو کې یی دولایت ټول پنسټونه دخیل کړیدي،د ولایت د پاره د ټولو بنسټونو په مشاوره شریک یا ګډ لوری ټاکل کیږي، او ولایتي اداره کوښښ کوي چې د موجوده زیرومو (بشری او مالي) څخه سمه څارنه وکړي او نوری زیرمې را جلب کړي.

    فلهذا، څومره چې ولسواکی غښتلي کیږي، هغومره خکومتوالي پیاوړي کیږي، بالاخره، د ښې حکومتوالۍ په رنا کې ټولنه د هوساینې او ښیرازۍ ساه اخلي..

  2. دا جوته خبره ده، چې د خوست ځایی چارواکي هر وخت په دی لټه او هاند کې دی چې د ښې ولسواکۍ له لاری خوست میشتو ته غښتلي حکومتوالې ډاډمنه کړي، د غښتلي حکومتوالی په چوکټ کې یې خوست میشتو ته په ټولو امورو کی تر یوه حده او تر خپلې وسعې روڼتیا ښودلي ده، په تصامیمو او پریکړو کې یې ټولنه شریکه کړیده، دولایت په کچه په پریکړو کې یی دولایت ټول بنسټونه دخیل کړیدي،د ولایت د پاره د ټولو بنسټونو په مشاوره شریک یا ګډ لوری ټاکل کیږي، او ولایتي اداره کوښښ کوي چې د موجوده زیرومو (بشری او مالي) څخه سمه څارنه وکړي، په مؤثره او ګټوره توګه د خلکو د خیر او ښیګړي د پاره ګټه ورڅحه اوچته کړي، او نوری زیرمې را جلب کړي..
    فلهذا، څومره چې ولسواکی غښتلي کیږي، هغومره حکومتوالي پیاوړي کیږي، بالاخره، د ښې حکومتوالۍ په رنا کې ټولنه د هوساینې او ښیرازۍ ساه اخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *