د ا فغانستان يو مشهور ديني عالم مولوي عبد الرحيم “اعظمي” له نړۍ سترګې پټې کړى. نوموړی د روسانو سره د جهاد پر مهال د پکتيکا ولايت جهادي امر او د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د سرحداتو د وزارت معين و.

د يکشنبې په ماسختن 2013-12-15 يوې باخبرې سرچينې د تلفون په کرښه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې د پکتيکا ولايت اوسيدونکى ديني عالم او جهادي شخصيت مولوي عبدالرحيم “اعظمي” نن 2013-12-15 د ورپېښې ناروغۍ له کبله خپل روح حقيقي مالک ته سپاره.

سرچينې زياته کړه (څو کاله وړاندې مولوي صاحب عبد الرحيم په افغانستان کې د مېشتو يرغلګرو لخوا ونيول شو، او د بګرام په زندان کې يې د بند موده تېره کړه، هغه ته په زندان کې د زياتو شکنجو له کبله ناروغي ورپېښه شوه، چې ډېر زيات يې ځوراوه، له همدې کبله نن وفات شو.)

دغه سرچينه وايي چې د مولوي “اعظمي” جنازه همدا نن د پکتيکا ولايت د سروبي د ولسوالۍ په خپله پلرنۍ هدېره کې خاورو ته وسپارل شوه، چې په جنازه کې يې زرګونو خلکو ګډون درلود. د پکتيکا يو تن مخور د مولوي عبد الرحيم وفات د هيواد لپاره ستره ضايعه وبلله او ويې ويل چې دغه تشه به په ډېره مشکله سره ډکه شي. هېره دې نه وي چې د افغانستان د مشرانو جرګې په ننۍ عمومي غونډه کې د پکتيکا د خلکو استازو د سروبي د ولسوالۍ د دې علمي او جهادي شخصيت د وفات يادونه کړې، او د هغه روح ته يې د دعا لاسونه پورته کړې دي.

بايد وويل شي چې د پکتيکا ولايت د سروبي د ولسوالۍ اوسيدونکى مولوي عبد الرحيم “اعظمي” د حاجي محمد اعظم خان زوى، په قوم خروټى د لويې پکتيا په کچه يو پېژندل شوى علمي او جهادي شخصيت و، چې د شوروي اتحاد په وړاندې د جهاد پر مهال د مرحوم مولوي محمد نبي “محمدي” په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د ګوند لخوا د پکتيکا ولايت جهادي امر و. د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد له برياليتوب وروسته مولوي عبد الرحيم د جهادي ګوندونو تر منځ د اصلاح په موخه د هيواد د علماوو او مخورو څخه په جوړه شوې شورى کې مهم کردار درلود، چې په هيواد کې يې د مصالحې، ارامۍ او سوکالۍ لپاره کوښښ کاوه.

هغه د مجاهدينو د حکومت په دوره کې د عدليې د سرپرست وزير په توګه دنده تر سره کړې، او د ملا محمد عمر “مجاهد” په مشرۍ په افغانستان کې د (اسلامي امارت) د واکمنۍ پر مهال نوموړى د مرکزي احصايې او سرحداتو د وزارت د معين په توګه ټاکل شوى و، دا هغه مهال و، چې مولوي جلال الدين حقاني د دې وزارت وزير و.

مولوي “اعظمي” څو کاله وړاندې نيول شوى او د بګرام په زندان کې يې څو کاله د بند شپې ورځې تېرې کړې، خو له خوشې کېدو وروسته ډېر زيات ناروغ و او د همدې ناروغۍ له کبله وفات شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *