دغه ټکى د تلې مياشتې په ٢٨ مه د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت دخوست ولايت د ګډې همغږئ په نظامي مرکز په اونيزه امنيتي جلسه کې په ډاګه کړ.
د نوموړي په خبره دغه درې واړه چې د پکتيا ولايت د زرمت، د کابل د خاک جبار او د کابل د سروبي ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفينو له لوري نومول شوي ولسوالان ول، هغه مهال د وسلو سره يو ځاى ونيول شول، چې د لومړئ پلي لوا سرتېرو د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې چڼيز عمليات کول.د ده په خبره د ملي اردو سرتېرو د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ کې هم د عملياتو پرمهال ((٢٠٠)) دوه سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي او له منځه يې وړي دي.
د ملي امنيت ريس جنرال محمدحسن شهيدزوى په اونيز راپور کې وويل چې په تېره اونۍ کې يې د حقاني شبکې پنځه تنه مهم وسله وال نيولي،چې د تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو، منظم کولو او رهبري کولو کې يې مهم رول درلود، د ده په خبره يادو پنځو واړو کسانو په خپلو جرمونو هم اعتراف کړى دى.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د ملي اردو، ملي پوليسو،ملي امنيت، سرحدي پوليسو او نورو امنيتي قواوو ستاينه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې يې په ښه شان سره سرته رسولي او د افغانستان پدغه حساس ولايت کې يې هېچا ته د دې موقع ورنه کړه، چې د لوى اختر نېکمرغه مراسم ګډوډ کړي او خلک دې د خوشالۍ پرځاى د وير په ټغر کښېنوي.
ښاغلي نعيمي دوى ته سپارښتنه وکړه، چې خوست د هېواد لپاره د يوې مهمې دروازې حيثيت لري، نو په همدې اساس امنيتي او کشفي ځواکونه بايد هره شېبه ځير او ويښ واوسي او هېڅ وخت چا ته د دې چانس ورنه کړي، چې دغه ولايت د ناامنۍ خواته بوځي او خلک يې له ستونزو سره مخامخ شي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر