له ډېرې مودې راهیسې د خوست ولایت مسافرین د کابل خوست لارې د جنجالونو او دغې لارې د ستونزو څخه پوزې ته راغلي دي.

خو له نېکه مرغه په نږدې راتلونکي کې له خوست څخه ملکي پروازنونه پېلېږي او خوست ميشتي مسافرین به له ډېرو ستونزو څخه بې غمه شي.

په افغانستان کې د بريز سياحتي شرکت په دوامداره توګه هڅې وکړې، چې په پلازمېنه کابل او يو شمېر ولایتونو سر بېره  له خوست ولايت څخه هم ملکي پروازونو ته زمينه برابره کړي.

د دغه شرکت مسؤل نعمت الله احمدي او یو شمېر نورو ملي سوداګرو په ډېره کمه ګټه دغه قرارداد د افق شرق هوايي شرکت سره لاسليک کړی.

د دغه شرکت مسؤلين وايي، چې له دې وروسته د خوست مسافرينو ته د اسانتياو رامنځته کولو په موخه يې دا ګام پورته کړی دی.

د خوست ولا يت اوسېدونکي او ټول مسافرین به له دې وروسته کولی شي، د دغه شرکت د پروازونو له لارې په اسانتيا سره خپل سفرونه تر سره کوي.

4 thoughts on “خوست میشتو ته په زړه پورې زيری”
  1. دا زېری د هغه چا له پاره ښه دی چي افغانستان یې استعمار کړی دی او د هغو څو کسانو له پاره ښه دی چي د دې استعمار څخه یې خوندونه اخستي دي، دا په سر کي د افغانستان، خوستوالو او بیا د ټولني په سل کي د ۹۹ غریبانو له پاره بد زېری دی ځکه چي دوی به نور کابل ته اسانه نسي تللای، هغه زورور خلګ چي مو درلودل هغوی نور په الوتکو کي کابل ته ځي نور خپلو وطنوالو ته زېری ورکوو چي ستاسو له پاره نور پخه لار تر کابل پوري نسته ، امنیت مو څوک نور پر دې لار نه ساتي. او د تیارې د ټکیس پیسې خو تاسي بیخي لری نه.

  2. په دری ژبه کی وای ! در دشت وبیابان کفش کهنه غنیمت است
    خوستوال څوک چه پو هیږی پر مختګ ښه ده ولی دټولو امتیازاتو ددروازی کیلی دپرادیو سره وی نن خوست ته وګوری کوم ډول بازی ور با ندی ونشوه ټول خلک مطلق اسیر ژوند کوی دخپپل روا او جاری غو ښتنو جر ات نشی کولی او کهی وکړی سمد ستی بندی کیږی نو چه ژوند په اسارت کیوی پر مختګ څه معنی لری؟ راشی دسړک غم وخوری تل تر تله به سړک وی نه طیاری او پر وازونه.

  3. میرویس جانه،

    رشتیا خبره کوی د هوایی لاری تګ دځینی خاینانو او ځورواکانو لپاره غوره او بهتره ده
    هغه بیوزله او ناداره خلک به سه کوی چی د تیاری له لاری نه شی کولی سفر وکړی
    دکرزی دولت کی خو له پشتنو سره ستره جفا وکړه، لاری، کوڅی، سهولتونه خو د تاجکو او هزارګانو لپاره برابری شوی
    پشتانه خو یی تباه کړل، ځه د خوست د لوړ پوړو چارواکو څخه په کلکه دا غوشته کوم چی د خوست نه تر پکتیا پوری دغه لویه او تجارتی لاری د پخولو هسی ګړندی کړی ترڅو د خوست د غرییو خلکو لپاره دغه زمینه برابره شی چی په آسانی او اسودګی سره خپل سفرونه وکړی.
    مننه
    شریف کاکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *