افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

خوست والي عبدالجبارنعيمي خوست ولايت ته دشمالي وزيرستان څخه دراغليو کډوالو له يوشمير مخورو مشرانو سره دلومړي ځل لپاره دسولې کور دناستو په تالار کې ليدنه وکړه.

راغليو مشرانو په خپل وار سره خبرې وکړې ، دخبرو پرمهال يې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو دټولو هغه مرستو اوهمکاريو څخه مننه وکړه چې هره ورځ يې له دوى سره کوي او لاهم دوام لري.

راغلو مشرانو زياتوله چې خوست ولايت ته په راتګ سره يې تود هرکلى شوى ټول افغانان او دخوست خلک له دوى سره د وروڼو په شان مرسته او لاسنوى کوي ،دوى افغانستان خپل کور وبللو او دلته دژوند هره شېبه يې له عزت څخه ډکه ياده کړه.همداشان راغليو مشرانو يو شمير ستونزې او اړتياوې هم له خوست والي سره شريکې کړلې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي دکرښې ها خوا ته پراته قومونه دافغان ملت د وجود يوه نه بيلدونکې برخه وبلله نوموړى وويل چې دافغانستان دولت او ملت داسلامي وجيبې ،ګډې وينې او ورولۍ له مخې له راغلو کورنيو سره مرستې کوي اوپه دې برخه کې هرډول همکاري او تلاش خپل ملي مسووليت ګڼي.

خوست والي وويل چې خوست ولايتي اداره به دنړيوالو مرستندويه ټولنو سره دبشپړې همغږۍ په چوکاټ کې د راغلو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي ،داسې زمينه به مساعده کړې ترڅو دلته دکرښې دها خوا ولسونه په ډير عزت سره ژوند وکړي.

عبدالجبارنعيمي په دغه ليدنه کې راغليو مشرانو ددوى دستونزو دهواري او غوښتنو ته درسيدګۍ په خاطر دهراړخيزه همکارۍ ډاډ ورکړ.دا يې هم وويل چې ډير ژربه دصحت او معارف په برخه کې د راغليو کډوالو لپاره لازمې اسانتياوې پرابرې کړې.

ديادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې خوست والي او کابينې دوه وزيرانو د راغليو کډوالو له کمب ليدنه وکړه او ددوى ټولې اړتياوې او غوښتنې يې له نږدې و ارزولې.

واکمن

One thought on “خوست والي دشمالي وزيرستان دکډوالو له مشرانو سره وکتل”
  1. دا ولې (د خوست والي) نه لیکئ چې خوست والي یې لیکئ؟ دا پوره یو نسبتي دال مو په کې ورک کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *