په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پښتو د معاصر غزب تر ټولو
وتلی شاعر، ليکوال او استاد محمد صديق پسرلي د اجل داعي ته لبيک ووايه او
د ابدي ژوند پر لور ستون شو. انالله و انال اليه راجعون.
استا محمد صديق پسرلي له پنځوس کلونو څخه د زياتې مودې لپاره ذد
افغانستان او پښتو ادب لپاره نه ستړې کېدونکي منډې او هلې ځلې کړي او د
پښتو غزل او نثر يې په خپلو وينو خړوب ساتلی دی. استاد د شوروي د سرو
پوځو پر وړاندې د افغان ولس د جهاد په موده کې هم خپله قلمي مبارزه جاري
ساتلې وه او نړېوالو ته يې د افغان ملت د اواره ګۍ او د افغان بر حقه
داعيې د ريښتيني تصویر کولو کوششونه جاري ساتل.
استاد د مهاجرت په ورځو شپو کې، چې د تنظيمونو بازار ګرم و، د یوه داسې
ډلې او کاروان مشري کوله، چې د هر چا لپاره يې دروازې خلاصې وې، دا يو
کلتوري او فرهنګي مرکز و او مقصد يې یواځې د افغان فرهنګ وده، بډاينه او
ورته کار کول وو.
د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنه  په اوسني پیر کې د پښتو غزل د
دغه بې بدیله استاد او ساري لیکوال مړینه د پښتو د روان ادبي بهیر پر
کمزوري شوي ځان یو سخت ګذار او بیلتون یې یوه په ګرانه جبرانیدونکې ضایعه
بولي.
د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنه د لوی څښتن په دربار کې ګران
استاد ته د فردوس جنتونو غوښتنه کوي او کورنۍ ته يې په  ځانګړې توګه،
اسدالله غضنفر، ايمل پسرلي، اجمل پسرلي او عصمت څاروان ته د دغه لوی درد
او غم د زغملو د توان او صبر دعا کوي.
موږ په دغه غم کې د دوی سره شريک يوو.

په درنښت
د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *