د خوست په علیشیرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو برید کې ٢٢ کسان ژوبل شوي دي.
د چارواکو په وینا، پیښه تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند د تریزیو په وارث کلي کې شوې ده.
ځایي خبري سرچینې وایي، نامعلومه کسانو د واده مراسمو پر مراسمو لاسي بمونه غورځولي چې په ترڅ کې یې ۲۲ کسان ژوبل شوي دي.
خو د خوست د والي ویاند طالب منګل بیا تاند ته وویل، چې د پيښې ټپیان پر وخت د ښار روغتونونو ته لیږدول شوي، چې د ۳ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
د نوموړي په وینا، برید کوونکي له سیمې تښتیدلي، خو د پولیسو او نورو کشفي ارګانونو لخوا د پيښې په اړه څيړنې روانې دي، تر څو د پيښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي
تر اوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې او لا هم معلومه نه ده چې برید ولې او په کوم هدف ترسره شوی دی.
دا ټولو هیوادوالو ته ښکاره شوی چی برتانیه او پنجاب په کل کی د افغانستان او په ځانګړی توبه د پښتنو دایمی دښمنان دی کله چی د پښتانه پوهی او پرمختګ په اړه کومه خبره رسانیز کیږی نو برتانیه پنجاب ته حکم کوی چی ورځ ورباندی توره شپه کړی نو لدی معلومیږی چی دا کار پنجاب کړی ځکه
http://www.taand.com/archives/143112
خوست، دوه منده کې چې څوک ماشوم ښوونځي ته نه استوي یو لک افغانۍ جریمه کېږي
نو چی پنجاب پوه شی چی پدی سیمه ولس پوهی او پرمختګ په ګټه پوه شوی او پوهیږی نو بیا دا ډول کارونه د خپلو پټو اجنټانو په وسیله سرته رسوی