د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ سیالیو په ترڅ کې نن خوست لوبډلې کابل او لغمان لوبډلې کوچیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د زرملوال په لوبغالي کې د کوچیانو او لغمان لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه لغمان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه وکړه. د کوچیانو لوبډلې د سیالۍ په ۴۹ اورونو کې ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې شیر ۶۵ او زمان ۳۹ منډې وکړې. د لغمان لخوا احمد ضیاء ۲، رشید ناصري ۲، فهیم ۲ او نعمت هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

لغمان ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اوور کې بشپړ کړ چې له ډلې یې ریاض ۱۰۸ او مرتضی ۶۷ منډې جوړې کړې. د سیالۍ غوره لوبغاړی ریاض ونومول شو.

د سلیم کاروان په لوبغالي کې د لوګر او خوست لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه. د لوبې پچه لوګر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ۳۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې. د خوست لخوا فرید د لوګر پنځه لوبغاړي وسوځول.

خوست لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۵ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې همیم ۶۰ منډې جوړې کړې. د سیالۍ غوره لوبغاړی فرید ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، د الکوزي بابای ملت ایلیټ کپ سیالیو کې ځوان استعدادونه ډیر ښه وځلیدل او دا په هیواد کې د کرکټ غوره راتلونکي لپاره یو ډیر ښه سګنال دی. نوموړی وایي چې، د ځوانو لوبغاړو وړتیا لوړولو لپاره به ډیری پروګرامونه طرحه او عملي کړي.

One thought on “خوست کابل او لغمان کوچیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه”
  1. کمالپوری صاحب مضمون کې مو ډېرې ښې موضوع ته اشاره کړې. اوس چې افغانان له بل هر وخت څخه تعلیم ته اړتیا لري، محترم ښوونکي باید په خپلو دندو کې ډېر محتاط او صادق وي. که معاش یې کم هم دی، زور یې باید د وطن له اولاده ونه باسي. د لنډې په اړه مو ووایم چې دویمه مصرع یې دا ډول ده: د سوال یاري ده اوس به دړې وړې شینه. هیله ده له ما سره موافق اوسئ. په درناوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *