تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: خوست ولایت کې نن له ماسپښین وروسته دوه چاودنو ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست امنیه قومنداني وايي، لومړۍ چاودنه د مندوزیو او اسماعیل خېلو تر منځ پرته سیمه باچاخان کلا کې شوې ده.
د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر پېښه د کمپاین پر ځواکونو وشې ده چې دوه کسان په کې وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
خو طالبان وايي، په دغه پېښه کې د کمپاین ځواکونو ګڼو سرتېرو ته تلفات اوښتی دي.
همدا راز نن د خوست ښار حمام څلور لارې سره چاودنې شپږ ملکیان ټپيان کړي دي.
د خوست امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته رسول شوي او وضعیت یې د تشویش وړ نه دی.
خوست هغه سیمه ده چې د کمپاین ځواکونو په کې کلک امنیت راوستی خو دا چې دغه سیمه د حقاني شبکې د مشر پلرنی ولایت دی، دغه ولایت کې وخت ناوخت خونړي بریدونه ترسره کېږي.