نن ورځ د روان ١٣٩٥ کال د ثورمياشتې په ٢٦نيټه د خوست ولايت په ملي لوبعالي کې د ټوټاپ د پروژې د غوښتنې په اړوند لاريون ترسره، چې ددې ولايت قومي مشرانو ، علماکرامو د مدني ټولنو استازو او په زرګونو خوست مېشتو په کې ګډون کړي و.
لاريون کوونکو په يوه غږ وويل موږ ټول خوست ميشتو او په ټوله کې د لويې پکتيا ولسونه بريښنا غواړو او دا مو حق او غوښتنه ده، که چيرې د ټوټاپ پروژې مسير ته بدلون ورکړي نو موږ ټول ولسونه به په دې لاريون بسنه ونه کړو او تر مرکز پورې به خپل غږ ورسوو، همداشان لاريونکوونکو د هغو کسانو غندنه وکړه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته يې سپکاوى کړي او غوښتنه يې وکړه چې بايد دا کسان د قانون منګولو ته راکش او محکمه شي.
په خوست کې د ولايتي شورا رئيس عبدالوالي واحد زى چې په لاريون کې يې ګډون کړى و وويل د ټوټاپ د پروژې دبريښنا د لاين د مسير بدلون نه منو ځکه په دې کې ځينې کړۍ او لوړ رتبه کسان لاس لري چې هغه د نورو په اشاره کار کوي او د هېواد په ولسونو کې نفاق ته لمن وهي
ددې ولايت قومي مشر رسول محمد تڼى هم وويل چې موږ ټول ولسونه خوست ولايت ته بريښنا غواړو، دا مو حق او غوښتنه ده، او تر څنګ يې دا هم وويل چې بايد د ټوټاپ د پروژې مسير ته بدلون ورنه کړل شي ځکه چې په دې باندې دولتي بوديجه مصرف شوې او په ټاکلي مسير بايد پلې شي.
ياده دې وي چې ټولو لاريون کوونکو په شعارونو کې هغه ډلې او ټپلې هم وغندلې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته يې سپکاوى کړي او ويل يې چې هيچاته به اجازه ورنه کړو چې د افغان ولسمشر توهين او سپکاوى وکړي.
خوست-
٢٦_٢_١٣٩٥