کابل باختر د میزان میاشتې نهمه:

د عامه کتابتون د ودانۍ د بنسټ ډبرې د کېښودلو په مراسمو کې د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبی  سربیره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د پلان او پالیسۍ رئیس عبدالمقیم افغان راغلي پلاوي ، د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس محمد امین شاه الفت ، دځینو اداراتو رييسانو ،  قومي مشرانو ، مدني فعالانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

خوست والي پو هنمل حکم خان حبیبي د عامه کتابتون د ودانۍ دبنسټ د ډبرې د مراسمو  پر مهال وویل چې یاد کتابتون ، دنهه مېلیونه پنځه لکه او یازره افغانیو په ارزښت جوړیږي او په خبرو کې یې دا یوه  مهمه او بنسټیزه پروژه وبلله چې دا په معنوي لحاظ لوړ مفهوم لري  اوزه باور لرم چې ددې ودانۍ په جوړیدو سره به نور هم په خوست ولایت کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ لا وده او پرمختګ وکړي او همداشان ددې ولایت په ځوانانو یې غږ وکړ،چې د کتاب لوستنې او مطالعې سره مینه او علاقه لا پیاوړي کړي ځکه ستاسو راتلونکي په همدې پورې تړلي .

خوست والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشر تابه له همکاري مننه وکړه او په خبرو کې یې  ترې غوښتنه وکړه چې دې ولایت ته د فرهنګې ودې د لاپراختیا لپاره نور هم پاملرنه زیاته کړي .

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان  او پالیسۍ رئیس عبدالمقیم افغان د کتابتون د ودانۍ د بنسټ دبرې د مراسمو پرمهال  وویل د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني په  ځانګړي پاملرنه او هلو ځلو دا دي نن ورځ د خوست ولایت د عامه کتابتون د ودانۍ د پروژې ډبره کېښودل شوه او د وزارت رهبري  تل هم کوښښ کوي چې په دې ولایت کې د فرهنګي ودې او پراختیا لپاره  نور هم دا ډول پروژې پلې کړي.

افغان زیاتوله چې یاده ودانۍ به  دایره وي شکل و لري چې د تعمیر د ودانۍ او ږدوالۍ ۳۴متره او سور یې ۲۰ متره دی ددې ترڅنګ د انټر نیټ د استعمال لپاره ځانګړی اطاق ، یو لوی سالون، د مطالعې لپاره ځانګړې خونې، دوه دفترونه او ترڅنګ به نور هغه څه چې په دې برخه کې ورته ضرورت شتون ولري

 د پلان او پالیسۍ رئيس دا هم وویل چې موږ ددې کتابتون  لپاره یو لړ کتابونه په نظر کې نیولې دی او د ودانۍ په رسیدو سره به هغه کتابونه هم را انتقال کړو، او ددې  یادونه يې هم وکړه چې موږ هڅه کوو ترڅو په ولسوالیو کې هم دا ډول د کتابتونو لپاره ودانۍ جوړې کړو ترڅو ځوانان دخپلو کور له څنګه مطالعه او کتاب لوسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس محمد امین شاه الفت هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشر تابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د عامه کتابتون د ودانۍ  جوړول د ټولو خوست مېشتو یو ستر ارمان چې دا دي نن ورځ د دوی ارمان او هیلې پوره شوې ، هغه هم په ځوانانو غږ وکړ چې په دې ولایت کې نور هم د کتاب لوستنې لپاره عامه پوهای وکړي ترڅو نور هم دلته کتاب لوستنه دود شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *