په هېواد کې د سياسي اوښتون وروسته چې ۲۰۰۱ع کال کې ترسره او حامدکرزی واک ته ورسېد، په ډېری ډګرونو کې داسې پرمختګونه منځ ته راغلل، چې موږ يې په فکر کولو عاجز و، د پخواني ولسمشر حامدکرزي په واکمنۍ کې د مکتب هغه بندې دروازې چې د ياد اوښتون ترمخه د انجونو پرمخ تړل شوې وې خلاصې شوې، د حکومتي مکاتبو تر څنګ زيات شمېر خصوصي ښوونځي، نيمه او د لوړو زده کړو موسسې، پوهنتونونه او مسلکي انستيتیوتونه جوړ شول، چې د زده کوونکو شمېره یې ميليونونو تنو ته ورسېده.
ښاغلي کرزي دوره که څه هم له ډېرو ننګونو ډکه وه ولې نوموړي يو شمېر داسې د ستايلو وړ کارونه کړي، چې ولس ترې سترګې نشي پټولی، د کرزي د کارنامو يوه بيلګه تاسو لوستونکو مخ ته وړاندې کوم.
تېر نظام چې مشري يې د کرزي په غاړه وه يو شمېر داسې ګمارنې وکړې، چې د ولس د خدمت مصدر وګرځېده، ولس ته يې هغه څه تر سره کړل، چې ترې طمعه کېده دوی په لنډ وخت کي له ځانه داسې وړتياوې وښودې چې نه يوازې په کور دننه بلکه بهرني هم ورته ګوته په غاښ پاتې دي، چې ژوندۍ بېلګه يې د خوست اوسني والي د مقررۍ ده، د ۱۳۸۹کاله تر مخه نه يوازې دا چې په خوست کې د ښوونځيو شمېره په نشت حساب وه، بلکه د زده کوونکو شمېر يې هم ډېر کم و، ولې نن په ټول خوست کې چې نفوس يې تر يوميليون اوړي د زده کوونکو شمېره يې تر درې لکه تنو پورې رسېږي چې د هغه له جملې يولک يې انجونې دي.
په خوست کې اوسمهال د ذکورو ۱۲۵او د اناثو ۳۵بابه ابتدائيه ښوونځي شتون لري
۷۱متوسطه ښوونځي چې ۵۳يې د ذکورو او ۱۸بابه يې د اناثو لپاره دي
۱۱۴ليسې چې ۹۵ يې د ذکورو او ۱۹بابه يې د اناثو ليسې دي.
خوست کې ۵ بابه مسلکي ليسې او ۳ بابه انستيتیوتونه دي چې ۱۳۸۹کال تر مخه په خوست کې يوازې يوه ميخانيکي ليسه موجوده وه، چې د زده کړو له بهیره يې زده کوونکي خوښ نه و.
سربېره په ښوونځيو او ليسو ۲۷د علماوو لپاره د زده کړو رسمي مراکز چې يو لوی دارالعلوم او يو دارالحفاظ هم لري د خوست مېشه ولسونو او د نورو هېوادوالو په جوپړ کې دي،
په خوست ښار کې ۲دارالمعلمين او په ولسواليو کې ۹ حمايوي مراکز شتون لري
۳۴ خصوصي ښوونځي فعال دي، چې په ټولو پورته ذکرشويو برخو کې ۳لکه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
پر هغه ستونزو بايد سترګې پټې نه کړو چې اوسمهال ورسره د معارف د بڼ ګلان مخامخ دي، د خوست د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا چې اوسمهال ۵۵سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، په تشکيل يې د ښوونکو او چوپړګرو کمبود، د ښوونکو لپاره د هستوګنيزو نمرو د وېش ستونزه، د ښوونکو د ظرفيت ستونزه او په ښوونځيو کې د مجهزو لابراتوارونو نشتون ستونزې دي، چې اوسمهال دوی ورسره مخ دي، په خوست کې د شته ښوونځيو، زده کوونکو او ستونزو په اړه د خوست ولايت د معارف مسوولينو د خوست له سرپرست سره په يوه ځانګړې غونډه کې شريکې کړې.
د خوست سرپرست عبدالجبارنعيمي يادې ستونزې مني او وايي چې نوموړي خوست ته په راتګ معارف ته لومړيتوب ورکړی، دده په خبره که معارف څومره پرمختګ وکړي په هماغه اندازه ستونزې کمېږي، د امنيت لمن پراخېږي، فکرونه رغېږي، امن راځي او پرمختګ ته لار هوارېږي.
نوموړي د خوست ولايت اړوند د معارف رياست مسوولينو ته ډاډ ورکړو، چې د خوست ولايتي ادارې همېشه کوښښ کړی معارف تقويه کړي، په معارف کې د هغه کسانو لاسونه لنډ کړي، چې هغوئ معارف بدنام کړی، نعيمي پر استادانو او د معارف په مسوولینو غږ وکړ چې تاسو د زده کوونکو معنوي پلارونه ياست او که تاسو وغواړئ نسلونه مو له تباهۍ خلاصون موندلی او سمې لارې ته برابرېدلی شي.
د خوست ولايت د معارف رئیس په وينا په تېرو څو کالونو کې پدې ولايت کې معارف ته ډېر کار شوی، د ده په وينا چې په دې موده کې د زده کوونکو شمېره ۷۰سلنه پورته شوې، د زياتو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي او د معارف رياست سره ولايتي ادارې ډېره همکاري کړې.
د غونډې په پای کې سرپرست والي ژمنه وکړه لکه څنګه چې نوموړي له معارف سره مينه ساتلې او د معارف سره يې په هر ډګر کې مرسته او همکاري کړې په همدې ډول به راتلونکي کې هم ورسره خپلې مرستې دوامداره وساتي.
قدرمنو لوستونکو! تاسو پر ما د هغه چا ګومان ونکړئ، چې د څو پیسو په مقابل کې به د يو شخص ښه وايي او يا به د بل په اشاره د يو چا شخصيت وژني، بلکه ما هغه څه چې حقيقت دي وليکل او تاسو سره مې په دې خاطر شريک کړل ،چې د خوست ولايت د معارف له احواله خبر شئ، د دې تر څنګ دا يادونه هم بايد وکړم چې دې راپور ته ځکه مجبور شوم چې د ليکلو وروسته يې له تاسو سره شريک کړم چې ما په لومړي ځل په داسې يوه ناسته کې ګډون وکړو چې د معارف مسوولينو د ولايت له والي سره په ډېره ازاده فضاء کې ستونزې شريکې کړي او د والي له لوري ورته د هر ممکنې مرستې ډاډ ورکړل شو.
که څه هم دا زما لومړی ځل و، چې په داسې يوه غونډه کې مې ګډون درلود ولې د معارف مسوولینو وویل چې موږ کله هم د خوست له والي سره ليدلي هغه ورسره د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړي او همېشه يې پر خپلو ژمنو وفاء کړې.
زه د يو استاد په صفت چې کوچنيانو او تنکيو ځوانانو ته زده کړې ورکوم د يو ځوان، با استعداده او پر وطن او معارف مين والي په هغه مرستې او همکارۍ وياړ کوم چې نوموړي په څو کالونو کې ترسره کړي، موږ د ملي یوالي د حکومت پر مسوولينو غږ کوو که غواړئ چې ولس ته خدمت وشي داسې څوک مقرر کړئ چې ولس ترې راضي او د کار کولو اهليت ولري.