په روشنګرۍ پروګرام کې نن پر خوشالخان او مشرتوب باندې امان الله هوسا لکچر وړاندې کړ.
ښاغلی امان الله هوسا وویل: رهبر هغه څوک دی، چې په یوه وخت او مکان کې یوه ټولنه په ځان پسې را وکاږي، د دوی ستونزې تشخیص او حللارې ورته پیدا کړي.
امان الله هوسا وړاندې زیاته کړه، رهبرهغه څوک دی چې، لار و پېژنې، پر لاره ولاړ شي او نورو ته هم لاره وښیي.
د استاد هوسا په وینا، خوشال بابا وایي، هغه څوک مشر کېدای شي چې لاندې خویونه او خصلتونه په ځان کې راولې:
۱- د علم او فلسفې زده کړه.

۲- غوصه او تعصب نه کول.
۳- په عیني فلسفه پوهېدل.
۴- هنر او ظرافت درلودل.
۵- حرص نه کول.
۶- انساني غرور درلودل
۷- واقعیت خوښوونکی.
۸- د فکر او عمل یووالی.
۹- تر کمیت و کیفیت ته ترجیح ورکول.
۱۰- د نفسي خواهشاتو تر پښو لاندې کول.
۱۱- د خپل فکر په مثبتو پایلو باور درلودل.
۱۲- په ټولنه کې عدل او انصاف راویستل.
۱۳- د ژور او منطقي تحلیل درلودل.
۱۴- واقعیتبین اوسېدل.
۱۵- د عالی فرهنګ خاوند وي.
۱۶- د ریا کاری ضد
۱۷- امیدوار اوسېدل.
۱۸- د احمقانو سره نه احمق کېدل.
۱۹- په هره اندازه چې رهبر عالم وي په هغه اندازه نرم، مهربان او عاجز وي.
۲۰- استقامت لرل.
۲۱- انسان پېژندونکی وي.
۲۲- عالم او اهل کسانو ته په احترام کتل.
د لکچر په پای کې، ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل او د ښاغلی هوسا څخه یې پوښتني هم وکړې، چې د نوموړي له خوا ورته جوابونه وویل شول.
د غونډي په وروستیو کې محمدیار- یار خوښي څرګنده کړه، چې د روشنګرۍ ګډونوال په کمال جرئت سره خپل نظرونه، نیوکي او پوښتني مطرح کوي، د یار په وینا (چې د روشنګرۍ هدف هم همدا دی، چې هر څه باید په پټو سترګو ونه منو، بلکې هغه څه قبول کړو، چې عقل او منطق مو یې ومني.)
دا خبره هم ضرور ده، چې د روشنګرۍ لکچرونه د هرې پنجشبنې په ماپښین په کابل کې تر سره کېږي، چې په هلمند او کندهار کې یې هم څانګې شته او پلان شته چې دا لړۍ د هېواد کوټ- کوټ ته وغزول شي.