یو وخت مې له یوه وتلي لیکواله واوریدل ویل ېې نه پوهیږم اختر ته خلک ولې خوشالیږي هسې ېې جنجال زیات وي تر خوشالي ېې منډې او ستونزې زیاتې وي ده وویل زه هغه وخت خوشالیږم چې یوه لیکنه وکړم او تر هغه چې په ذهن کې مې ټوکیدلې دغه لیکنه نه وي کړي که سل اخترونه هم راشي خوشاله به نه شم ایا دغه خوشالي د زړه له تله ده ، که داختر لپاره موقتي خوشالي، ایا د لیکوال دغه خوشالي له هغې خوشالۍ سره توپیر لري چې یو څوک ېې د اخترلپاره کوي؟
زموږ په ټولنه کې خوشالي له شتمنۍ سره تړلې بلل شوې ده ډیر کسان فکر کوي شتمن خوشاله او نیکمرغه دي ،که شتمن شو نیکمرغۍ او خوشالۍ د ځان کولی شو؟ که ښه موټر، کورو ، او ښه دنده ولرو نیکمرغه او خوشاله یو؟ ایا خپلو هیلو او هدفونو ته رسیدل نیکمرغي او خوشالي ده ؟ رفاه د خوشالۍ یو عامل دی خو عمده عامل نه دی ګنل شوی ،یو چیرته مې ولوستل که غواړئ یو ساعت خوشاله واوسئ لږ ویده شئ، که غواړئ یوه ورځ خوشاله واوسئ سفر وکړئ، که په اونیو د خوشالۍ تمه لرئ رخصتي واخلئ ، که غواړئ میاشت مو خوشاله تیره شي واده وکړئ ، که د یوه کال خوشالۍ تمه لرئ شتمني په میراث یوسئ خو که غواړئ ټول عمر په خوشالۍ کې تیر کړئ له خپل کاره خوند واخلئ. په دې جملو کې د طنز تر څنګ ځینې واقیعتونه هم نغښتي دي په ناروې کې خلک په رفاه کې ژوند کوي او تر ټولو غریب سړی هم کولی شي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي خو له دې سره سره په ګوګل کې ډیر لټون د خوشالۍ او نیکمرغۍ د موندلو په هکله شوی دی. په دې معني چې مرفه انسان هم د خوشالۍ او نیکمرغۍ لټه کوي ما هم لټون پيل کړ او ومې ولیدل چې انسان له رواني پلوه کله خوشاله کیداي شي او کله د نیکمرغۍ احساس کوي د دغه لټون نتیجې له تاسو سره شریکې کړم.
دا خبره له هیچا پټه نه ده چې لودیځ انسان پرمختللی دی او خوشاله انسانان هم په دوي کې تر موږ زیات دي سږ کال هم د خوشاله هیوادونو په فهرست کې ایسلند، ناروې ، ډنمارک ، سویس او نور اروپايي هیوادونه په سر کې دې او افغانستان او نور اسلامي هیوادونه ددغه لیست په پاي کې راغلي دي. د دې چارې علت څه دی ولې دوي تر موږ ډیر خوشاله دي؟ طبیعي خبره ده چې ی علت ېې په رفاه او سوکالۍ کې ژوند کول دي خو له دې سره سره دوي هم د نورې خوشالۍ لټه کوي.
نیکمرغي او خوشالي د ژوند د نورو چارو په شان یو لړ اصولو ته اړتیا لري او هر څوک ورته ممکن خاص تعریف ولري خو هغه څه چې ښکاره دي دا دي چې که موږ دغه اصول په پام کې ونیسو خوشالي به مو نوره هم زیاته شي، که موږ د ژوند کولو اصولو او رودې زده کړو او له ژونده سم تعبیر ولرو نو ممکن خوشالۍ او نیکمرغۍ ته ورسیږو.
خوشالۍ له بریالیتوب سره ګنډلي وي له دې پرته هر ډول خوشالي مصنوعي ښکاري او خوشالي او بریالیتوب له ژونده زموږ په تصور او احساس پورې تړاو لري د مثال په توګه د ښو افکارو درلودل او مثبت فکر په دې برخه کې له موږسره مرسته کولی شي. خو د دې لپاره چې د زړه له تله خوشالي در په برخه شي دغه څو شیان تجربه کړئ نو دغه لوي نعمت ته به ورسیږئ:
په ژوند کې مشخص هدف درلودل:
د ټولنې د بیلابیلو کسانو لپاره خوشالي او نیکمرغي مختلفي معناوې درلودلی شي دمثال په توګه ځینې کسان په دې خوشاله کیږي چې صدقه او خیرات وکړي، ښايي ځینې نور د ښو دوستانوله درلودلو خوشاله شي، ځینې شهرت او قدرت ته په رسیدا سره ځان نیکمرغه ګڼي، اوځینې نور په دې خوشالیږي چې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سر ه مرسته وکړي خو په دغو ټولو حالاتو کې هغه وخت خوشالي د زړه له تله وي او سړی ځان نیکمرغه احساسوي چې یو هدف ولري او دغه مشخص هدف ته د رسیدا تکل وکړي ، ډیر کسان به مو لیدلي وي چې فعاله او هڅانده دي خو له دې چې خاص هدف نه لري نو په ژوند کې نیکمرغي نه شي احساسولی نو د نیکمرغي لپاره لومړنی فورمول په ژوند کې هدف درلودل دي دغه هدف ته درسیدا لپاره باید له خپلو افکارو او روحيې سره ښه بلد شو او بیا د خپلو هدفونو لپاره پلانونه وکړو.
کله چې خپل دغه هدف ته ورلنډیږو د زړه له تله د خوشالۍ احساس کوو، نو باید خپل هدف مشخص کړو او تل پرې فکر وکړو.
دویم مهم اصل د ښو افکارو درلودل دي:
باید تل هڅه وکړو چې په خپل خیال او ذهن کې ښه او مثبت افکارو وروزو،ممکن دا خبره درته بې ځایه ښکاره شي او ښايي ځینې ووايي چې څنګه سړی کولی شي ښه افکار پيدا کړي په داسې حال کې چې هره ورځ په هیواد کې د وژنو او انتحار خبرونه اورو که تاسو له دغسې رسنیو چې تل منفي خبرونه خپروي لیرې شئ او هره ورځ د مثبتو افکارو د درلودلو تمرین وکړئ د وژلو او درودونو په هیواد کې هم په اسانه مثبت فکرونه خپلولی شئ، هیڅکله مه نهیلي کیږي، ماته د کامیابۍ یوه وسیله وګڼئ،باید دا زده کړئ چې څنګه په خپلې ویرې بر لاسه شئ، په ژوند کې مو مثبت شیان ډیر دي پر دغو مثبتو شیانو فکر وکړئ او په ورځ کې څو ځله په یوازیتوب کې پرې تمرکز وکړئ.
له ځان سره همدا اوس ژمنه وکړئ چې هره ورځ به پر مثبتو شیانو فکر کوئ.
ډیر کسان زموږ په ټولنه کې ادعا لري چې نیکمرغه دي او ممکنه ده ووايي چې زه قوي اراده لرم او د نیکمرغۍ لپاره هر کار کولی شم خو ناڅاپه احساس کوي چې هدف ته له رسیدا سره سره خوشاله نه دي ددې چارې علت څه دي په یوه مثال سره به ېې څرګند کړم:
د مثال په توګه ډیر کسان له پوهنتونه فارغه شي او درس خلاص کړي فکر کوي چې هدف ته ورسیدل که هدف همدا وي چې فارغه شوم درس مې خلاص کړ او یو څه مې زده کړل طبعاً خوشالي ېې په نصیب کیږي خو که هدف ېې دا وي چې له علمي پلوه له نورو مخکې شي او له نورو سره بخیلي ولري دغه کس له فراغته وروسته هم د خوشالۍ احساس نه کوي ځکه دغه کس په خپل لا شعور کې له نورو سره رخه او کینه لري چې دی هم پرې خبر نه دی نو هڅه وکړئ له ځان سره فکر وکړئ چې په حقیقي معنی کې څنګه انسان یاست که رخه او کینه در سره وي حلا لاره ورته پيدا کړئ پر نورو کسان فکر کول ستاسو د خوشالۍ مخه نیسي یوازې پر ځان او پر خپلو هدفونو فکر وکړئ.
تر ټولو مهمه خبره دا چې هغه څه چې موږ خوشالوي دا نه دي چې څوک یو،څه لرو، او یا څه کوو، بلکه هغه وخت به موږ د خوشالۍ احساس وکړو چې په دغو شیانو څنګه فکر کوو او عملاً دغې خوشالۍ ته درسیدا لپاره څنګه کار کوو.
ارواپوهان وايي درې عوامله شته چې انسان ځان خوشبخته احساسوي لومړی عامل سلامتیا ده ، دویم عامل ټولنیزه سوکالي ده ډیری اروپايي هیوادونه له دې امله د خوشاله هیوادونو په سر کې راغلي دي چې وګړي ېې په رفاه کې ژوند کوي،خو دریم او مهم عامل هیله، انګیزه او په ژوند کې هدف درلودل دي . البته دغه تعریف هم سل په سلو کې سم نه وي ډیری کسان زموږ په کلیو کې تر متمدن او سوکاله اروپايي انسانه خوشاله دي ښايي دغه کلیوال هیله ، انګیزه او تر ټولو مهم په ژوند کې هدف لري. ځینې کسان هسې په هسې خوشاله وي او تل خاندي ټوکې کوي ، او نور خندوي خو که دغه کسان هم په ژوند کې هدف ونه لري اصیلي خوشالۍ ته نه شي رسیداي.
په یو بل کتاب کې مې د خوشالۍ لپاره یو بل مثلث پيدا کړ میرمن الیزابت هارلک وايي خوشاله انسان هغه دی ډاډه شي پر نورو ګران دی، دویم عامل ېې په ټولنیزو مسلو کې ځان ګډول دي او داسې احساسول چې دټولنې فعال غړی دی، دغه چاره انسان ته خوشالي ور په برخه کوي. او دریم اړخ ېې په کارونو کې بریالیتوب او هدف ته رسیدل دي .
په هر حال په بیلابیلو کتابونو کې هدف ته رسیدل د خوشالي عمده عوامل ګڼل شوی دی نو د نورو عواملو ترڅنګ اصلي عامل یعنې هدف او موخه درلودل مه هیروئ.