استاد ښکلی

له سقراطه نيولې تر سپينوزا او ديکارت او له دوى نيولې تر کانته پورې د اروپا زياترو فيلسوفانو پر آفاقي اخلاقو عقيده درلوده، چې رښتيا، وفا او هر کله او هر چېرته ښه دي؛ خو نېچه ته دا هر څه ټوکې ښکاره شوې او کړه يې: اخلاق يا د بادارانو دي يا د غلامانو. د نېچه اخيستې پايله د غرب له ورځني او عملي ژونده راوتې وه. نوموړي ليدل، چې باداران په خوى بوى کې يو ډول دي او غلامان بل ډول. بادارنو ته د زړوتيا، سخاوت، ورکړې، ترحم او وياړ مثبت صفتونه منسوبېږي او له غلامانو سره تواضع، صبر، اطاعت او مظلوميت ښايي. رحمان بابا فرمايي:

په لږ عمر کې ډېر غم له کومه راغى

خو له خپلې بې صبرۍ په سړي ډېر شي

د نېچه د اخلاقو د امتياز تر شا هم د مارکس اقتصادي بېخبنا سترګکونه وهي. بادار خو په پيسو بادار دى او غلام په بېوزلۍ، ګنې که لرلاى يې، ځان به يې له باداره ازاد کړى واى. د سينوهه خبره: ]دا اقتصادي لوړ ځور به د انسانيت په تاريخ کې تل موجود دي[ او دا زموږ لپاره ښه زېرى نه دى.

بېوزلي يواځې د غلام خاصه نه ده، بلکې هغه بزګر هم بېوزلى دى، چې زيار دى ګالي او ګټه د فيوډال جيب ته ځي او هغه کارګر هم بېوزله دى، چې ټوله ورځ د کارخانې د خاوند جيب ته د خپل لاس ګټلې وراچوي؛ نو د غلامانه ذهنيت تجلي دلته هم په پوره آب و تاب سره ليداى شو.

له تجلي کلمې سره سم تصوف راياد شو. ياد دې يې په خير وي. صوفي به د پير په څېره کې الهي تجليات ليدل او که په دنيا پسې به لاړ؛ نو دا چاره يې شرک ګاڼه شوه. بيا يې د حق ذات مشاهده نشوه کولاى؛ خو اوس خلک د دې مشاهدې ولې دومره شوقيان نه دي؟

چې د تصوف ماهيت راوکنو؛ نو د نېچه غلامانه اخلاق يې له بېخه راووځي او دا مو متوجه کوي، چې د تصوف په بېخبنا کې هم اقتصادي ملبه او منبع پرته وه. پخوانۍ زمانه د بېوسۍ، قحط او وبا زمانه وه. دا ټول هغه شيان وو، چې د پخواني انسان پرې زور نه رسېده. پخواني انسان د اوسني انسان پرخلاف په سياسي فعاليتونو کې پراخه ونډه نشوه اخيستاى، چې د شهرت هوس يې پکې سوړ کړى واى. د پيسو پيدا کولو دومره پرېمانه او اسانې لارې نه وې، چې له امراوو سره اوږه په اوږه ولاړ واى. د عام وګړي لپاره يا پټى(کرونده) و يا د هندوستان ورک سفر. نو چې نه يې خېټه مړېده او نه يې د قدرت په ترلاسي ټولنيز حيثيت اعاده کېده، له ناچارۍ يې تصوف ته مخه کوله. فرويډ ځکه مرتاضان په مازوشيستانو کې راولي، چې په فزيکي نړۍ کې خپل سادستي ورانکارۍ ته رو ونه مومي، د نل خوله درون ته ورايله کړي او پر ځان راکېږدي. ځان په لړمانو چېچي يا د شېخ رهمکار غوندې په کړنګ ژمي کې په شنه سهار کې د ويالې په يخو اوبو کې خپل نفس ګوشمالي کوي او يا د منصور غوندې د خلکو له ډبرو او بدو ردو خوند اخلي.

په انسان چې کړاو راشي؛ نو انسان شي، پر ژوند فکر شروع کړي. بودا هله بودا شو، چې له درباره راوووت او د سر په سترګو يې وليدل، چې خلک ناروغېږي هم او مري هم؛ نو يې پر ژوند فکر وکړ او دا د تصوف خصوصيت هم دى، ځکه چې صوفي له مادې او فزيکي نړۍ نه ماورا شي او پر مانا فکر شروع کړي او ماورالطبيعت سره اړيکه پيل کړي، ځکه نو د بشري فکر په بډاينه کې د صوفيانو مهم نقش دى. يواځې د مولينا خبرې د ژوند په اړه هغه مرغلرې دي، چې په ښکولولو ارزي.

پر تصوف د دې اوږده تمهيد اشاره رحمان بابا ته وه. رحمان بابا که د روښان پير غوندې غرق پرق صوفي نه ښکاري؛ خو د الاهي تجلياتو يو زبردست حسن پرست او مين شاعر خو دى او چې ښه ځير شو، د  ساده اخلاقي خبرو په بېخ کې يې د تصوف ډېرې ژورې خبرې وينو او چې صوفي شو؛ نو د نيچه د اخلاقي فلسفې تر نرغې لاندې پخپله راغى؛ خو خوشال هم له دومره زورورې سردارۍ او اختيار سره د نېچه له ګورته نشي وتاى. رحمان بابا د دې تلې په يوه او خوشال يې په بله پله کې ناست ليدى شي.

و مو ويل چې تصوف د بېوزلۍ زېږنده دى او ډېر کار يې له عامو بېوزلو سره و، شاهانو او امراوو خو له لرې د بانفوذه پيرانو سلام کاوه، له نېژدې يارانې يې ويرېدل. خوشال هم سره له دې چې د وخت د مسلط تصوفي فرهنګ په سيوري کې يوه نيمه خبره لري؛ خو د رحمان بابا غوندې عملي صوفي نه و او د کاکا صاحب سلام يې له لرې لري کړى. خپل مرشد يې منلى؛ خو د ورور جميل بيګ غوندې يې ورسره تر منزله ګام نه دى اخيستى او چې پلار يې له يوسفزو سره په جګړه کې مړ شوى؛ نو د ورور او د ده لارې سره جدا شوي، يو په الهي تجلياتو کې پناه اخيستې او بل د سردارۍ په رڼاګانو کې.

همدا لاملونه دي، چې د خوشال شاعري د بادارانو له اخلاقو لبرېزه ده او د رحمان بابا هغه د غلامانو له هغو.

که په ګنج د شاهي فخر شهريار کا

عاشقان يې د دلبرو په رخسار کا

يو وخت زموږ ګاونډيانو کره له کلي نه يوه خپله راغلې وه؛ خو کليوالې زموږ د ګاونډيانو رنګارنګ ژوند نه شو زغملاى، رخه ورتله. کوربنو چې د برترۍ احساس لاره، ګاونډۍ ته په ښيښه يي جيګ او ګيلاسونو کې د امونو جوس کېښودل؛ خو کليوالې چورلټ انکار وکړ. ويل يې: زموږ د کلي د ويالې اوبه تر دې ژيړو شربتونو خوږې دي. هڅه يې دا وه، چې خپله د حقارت غوټه د هغوى د برترۍ د احساس په راکمولو سړه کړي؛ خو په زړه کې پوهېده، چې لاسونه يې خالي دي. پخوانو ملايانو چې د مکتب، کالج او پوهنتونونو مخالفت کاوه، د خپل بازار پر سړېدو سربېره يې يو علت دا هم و، چې محصلين يې ليدل، چې تر فراغت وروسته پر ښو پوسټونو کار کوي او دوى کرار د کليو په جوماتونو کې پيتاوو ته ناست دي. ښايي د وروستيو انقلابونو تر شا يې هم دا اجتماعي احساس پروت وي؛ نو به يې د بې دينۍ ټاپې پرې لګولې. د خوشال څلوريزه ده:

شيخان چې هسې اوږده لمونځونه کا

پکې باغونه، اسونه، جونه کا

پکې رنګين رنګين ګنډي ورېښمين سکڼي

پکې د سپينو د سرو ګنجونه کا

د رحمان بابا بيت (که په ګنج د شاهي فخر شهريار کا/ عاشقان يې د دلبرو په رخسار کا) د نېچه د ادعا د اثبات لپاره ډېر څه لري. په لومړۍ مسره کې شاعر په زړه کې مني، چې شهريار خو شاهي خزانه لري، چې فخر پرې کوي؛ خو زه د خپل دلبر رخسار لرم، چې د شهريار په خزانه يې نه ورکوم. همغه د کليوالې ښځې کيسه رايادوي؛ خو د رحمان بابا له بيت نه د بې نيازۍ او استغنا چينې بهاندې دي. کليوالې د خپلې کمترۍ د احساس د راکمولو لپاره معقول او مناسب بديل نه دى وړاندې کړى؛ خو رحمان بابا د شهريار د ګنج د ملموسې مشبه به په مټ او مقابل کې د يار حسن لري، چې يو انتزاعي خو ګرانبيه څيز دى. که څوک علم ولري، ښايي د يوه شمتن پر شتو يې بې نيازه کړي، ځکه عالم پوهېږي، چې له ما سره داسې معنوي شته دي، چې شتمن يې په ډېر محنت نشي ترلاسه کولاى او که دى د خپلو شتو په برکت مهم دى؛ نو زه د خپل علم په برکت په ټولنه کې مطرح يم.

به هر حال بې نيازي هم د غلامانه اخلاقو برخه ده او نور خو رحمان بابا هم منلې، چې شهريار د خپلو شتو په زور فخر کوي. يعنې بادار پر خپلو شتو فخر کوي او غلام بايد د بادار له شتو بې نيازه وي. دا لاندې بيتونه يې هم د ورته ذهنيت زېږنده دي:

د دنيا له دولتونو بې پروا يم

زه رحمان د عاشقۍ په ښه دولت کې

باچاهان د دې دنيا واړه پراته دي

لکه خاورې په دربار د دروېشيانو

د غلامانو په اخلاقو کې قناعت هم راځي او دا د تصوف د قاموس هم مهمه کلمه ده. رحمان بابا فرمايي:

دام دې هېڅوک نه ږدي د دنيا و رهګزر ته

ښکار به وکړى نه شي د سيمرغ او د عنقا

که څوک راکاندي دنيا و عقبا دواړه

عاشقي به دې په اين و آن ورنه کړم

يا:

لکه څوک چې نعمتونه د دنيا خوري

زه د يار د کوڅې خاورې په دا رنګ خورم

خو خوشال چې د بادار په دريځ کې دى، د باداري اخلاقو استازى دى او وينو، چې له رحمان بابا سره په مخامخ زاويه کې واقع دى. رحمان بابا اطاعت خوښوي:

بې طاعته عنايت له خدايه غواړې

د عتاب په ځاى اميد د ثواب کړې

تاريکي د معصيت راڅخه واخلې

د طاعت په روښنايۍ مو زړه روښان کړې

او:

يوه شپه په طاعت نشې روڼولاى

هره شپه په مال و ملک پسې پاسبان يې

که نعمت دى خو طاعت و عبادت دى

ګڼه نشته بل نعمت په دا دنيا

خو خوشال په غرور سره، چې د باداري اخلاقو خصوصيت دى، د اولولامر له اطاعته سر غړوي:

اطاعت د اولولامر ځکه نه کړم

خليفه د زمانې په زړه کافر دى

ځکه چې بادار اقتصادي بنسټ لري، انحراف او سرغړونه يې د اخلاقو برخه ده؛ خو غلام که سروغړوي د مرګ له ګواښ سره مخېداى شي. د خوشال لاندې بيتونه هم پر وياړ سربېره د باداراي اخلاقو د سرغړاوي ښودانه کوي:

زه خو شرابي يم، شيخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کاشکې ما د ځان په رنګ کړې

ولې راته وايې، چې پر ښکلو نظر مه کړه

سترګې چې پيدا دي خو ديدار لره کنه

غلامان د قربانۍ ورکړه او بلهارېدل اخلاق ګڼي؛ خو بادار قرباني غواړي. رحمان بابا فرمايي:

يو تار که ضايع شي ستا د زلفو

ځان به صدقه کړم په هر تار ستا

خو خوشال چې زلفې يادوي؛ نو خپل مسلم حق يې ګڼي او سره له دې چې له تورې سره يې تشبيبه کوي؛ خو توره هم چې د تورياليتوب نښه ده، د بادارانو اخلاقي ځانګړنه يې ګڼلاى شو:

توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه

زلفې چې ولول شي؛ خو خپل يار لره کنه

په غلامانه اخلاقو کې دنيا بده ده او اخرت ښه دى. د دنيا د ځلبل پر وړاندې صبر پکار دى او هوښيار او نېک هغه دى، چې دنيا کورې کړي، ځکه دنيا يو خوب و خيال دى، چې يوه ورځ به ترې راويښ شو:

واړه بېوقوف دي، چې څوک دين په دنيا پلوري

چېرته يو څو ورځې، چېرته عمر جاودان

تمه مه کړه په دنيا کې د نشاط

بيا به نه مومې نشاط په دا بساط

دا دنيا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا په دنيا باندې غرض

د دنيا چارې په مثل خوب و خيال دي

څوک به څه کا اعتماد په خواب و خيال

د رحمان بابا له بيته هم ښکاري، چې اعتماد د بادار کار دى، چې په يوه وفادار غلام يې وکړي؛ خو غلام بايد خوشباوري ولري او په دې طريقه اميد، چې د سختو ورځو محصول دى، هم د غلامانو په اخلاقو کې راځي، بادار اميد نه، نتيجه غواړي.

په غلامانه اخلاقو کې د سړي تعريف دا دى، چې په نېک عمل به نازېږي او پر ملک و مال به وياړ نه کوي. رحمان بابا وايي:

سړى بويه چې په نېک عمل نازېږي

نه چې ناز کا د دنيا په ملک و مال څوک

د رحمان بابا په شاعرۍ کې چې هر ځل دنيا راغلې، په ندرت يې سرسري ستاينه شوې او هغه هم په دې شرط چې توښه ده د عقبا.

خوشال بيا د دنيا شاعر دى او ژوند ته شاعري کوي، له فرده غواړي، چې په دنيا کې فعال نقش ولوبوي. له دنيا سره مينه د باداري اخلاقو برخه ده.

د غلامانه اخلاقو بله فرعه تمه ده. رحمان بابا د خپلې شاعرۍ په هر ګوټپېر کې له ياره د وصال و وفا تمه لري، همغسې لکه له باداره چې مريى د ښو او مرستې تمه لري:

ما چې جور و جفا بيامونده له ياره

د وفا تمه به څه کړم له اغياره

باړه وتړه هاله کښت و زراعت کړه

تقوادار شه، هاله تمه د جنت کړه

خو بادار د مريي د تمې خوى ته چې د ده له بادارۍ سره ټکر لري، په بده سترګه ګوري. خوشال واورئ:

شيخان چې هومره بندګي طاعت کا

که اجر غواړي، څه قباحت کا

هغه بنده به نابود بنده وي

چې به په تمه د څښتن خدمت کا

په لومړۍ مسره کې د (شيخانو) د طاعت خبره د رحمان بابا د وروستي بيت ځواب ګڼلاى شو او په دويمه مسره کې راغلى (بنده) او (څښتن) که څه هم د خداى او بنده اړيکې ته اشاره کوي؛ خو د خوشال د بادارۍ خوى دا ايجابوي، چې دلته يې له (بنده) نه لومړۍ مانا مريى او له (څښتن) نه بادار دى، چې زموږ خبرو ته دقيقه لفظي بېلګه ده او راته وايي، چې بادار خپل مقام ته څومره متوجه وي او خپل اخلاق ورته څومره مهم وي.

د بادار په اخلاقو کې احسان کول هم راځي؛ خو د غلام په ډکشنرۍ کې د محسن کلمه مهمه ده، چې دى يې ټول عمر په خپلو وليو ګرځوي او ښه يې نشي هېرولاى. بادار د غلام کار پر ځان احسان نه ګڼي، ځکه ځان ورته اړ نه ښکاري؛ خو غلام ته تر ګردې ورځې مشقت وروسته يوه مړۍ ډوډۍ هم د بادار احسان ښکاري. رحمان بابا فرمايي:

چې ښکنځل راته په قهر قهر کاندي

دا لا وګڼي په ما باندې احسان

غلامان بالعموم حماسې نشي کولاى، ځکه نو که د سعدي غوندې حماسه وليکي، هم ناکامه وي؛ خو باداران حماسې جوړوي، ځکه چې اقتصادي بنسټ لري او پر پوره ټولنه واک چلوي. په منځنيو پېړيو کې شواليه وو حماسې کولې، ځکه يې په ژوند حماسې او رومانونه ليکل کېدل؛ خو غلام د خپل مرګ مرثيه ويلاى شي، د سعدي غوندې د پند و تواضع لپاره حکايتونه جوړولاى شي. د بادار شاعر په شاعرۍ کې حماسيت وي او د غلام شاعر په شاعرۍ کې تواضع او سکون. الفت صاحب چې د خوشال او رحمان بابا کوم دوه بيتونه پرتله کړي، همدا د بادار حماسيت او د غلام سکون يې پکې ليدلي، ځکه چې د بادار مفتخر احساس نامستقيم هم په الفاظو کې ځان ښيي او د غلام متواضع احساس هم:

د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځايه، غر خو هسې وي کنه

رحمان بابا:

لکه ونه مستقيم په خپل مقام يم

که خزان راباندې راشي که بهار

نېچه ته بشري تاريخ د بادارانو او غلامانو کشمکش ښکارېده، ځکه يې نو غلامانو ته پېغور ورکاوه يا يې  شايد بد ګڼل؛ خو موږ چې د صبر، استغنا او تواضع غوندې شيان غلامانه بولو، يواځې د استفادې تر کچ د نېچه اصطلاحات کاروو؛ نور مو مراد د خپل تاريخ په هېنداره کې د اخلاقي وضعيت ځيرنه ده او موږ پوهېږو، چې اخلاق ټولنيز قرادادونه دي، نو ضروري نه ده، چې د غلامانو ټول اخلاق دې د عقل له زاويې بد او د بادارانو اخلاق ښه وي.

د نېچه د اخلاقي فلسفې پر بنسټ د خپلو شاعرانو په پرتلنه کې دلچسپ ټکي موندلاى شو.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *