لیکوال: پوهیالی محبوب شاه محبوب
لارښود: سرڅېړونکی زلمی هېوادمل
یوه زړور،ننګیالي او اتل مشر د خپل قوم د هوساینې او ازادۍ لپاره لسګونه کاله جګړه وکړه، یوه د قلم څښتن د خپل قوم د فکري ازادۍ او پرمختګ لپاره خپل قلم په بې شمېره ارزښتمندو لیکنو وخوځاوه.
د پښتون قوم د یووالي او اتفاق لپاره یې د زمانې له هر تاړاک سره سر وجنګاوه، د پښتون و ویښتابه لپاره یې د فکري هنر له هرې شیوې کار واخیست، خو بیا هم ارماني ګور ته لاړ.
د خوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کړي ډېر عالم
که څه هم په اوس وخت کې ډېر شمېر پښتانه د خپلو مشرانو په اړه معلومات لري، خو کلونه-کلونه وړاندې پښتون قوم د خپل یوه داسې ننګیالي او توریالي مشر په اړه معلومات نه لرل، کوم چې ټول عمر یې د پښتون قوم او پښتو ژبې له پاره وقف کړی و.
د توري او قلم دغه زړور څښتن خوشحال خان خټک چې پښتانه یې د نوم په یادولو ویاړ کوي، د خپل ځانګړي فکري نبوغ پر اساس یې پښتون قوم او پښتو ژبې ته نه هېرېدونکې هلې ځلې کړي، خو د ده له عصره یو څه وروسته ځینو ختیځ پوهانو د نوموړي په اړه یو شمېر لیکنې کړې وې، خو داسې نه و څېړل شوی، په کومه اندازه چې پکار وه.
د (خوشحال خان خټک ژوند او هنر) تحقیقي اثر چې د ارواښادې ډاکترې خدیجې بېګم فیروزالدین د پي ایچ ډي تېزس دی، په لومړي ځل په انګلیسي ژبه لیکل شوی و، دا اثر د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخواني مشر ډاکتر اقبال نسیم خټک اردو ژبې ته راوژباړه، یو شمېر سمونې او د لمنلیکونو زیاتونې یې هم په کې وکړې، چې له امله یې د ارزښت تومنه نوره هم زیاته شوه او ورپسې د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلي له اردو ژبې څخه پښتو ژبې ته راوژباړه.
علامه اقبال لاهوري چې د خوشحال خان خټک له فکر او عمل سره یې ځانګړې مینه درلوده او نوموړی یې خپل اتل او ایډیال ګرځولی و، د همدغه مینې په اساس یې په ۱۹۲۸ زیږدیز کال کې د پنجاب پوهنتون د (P.H.D) پروګرام یوه محصله خدیجه بیګم فیروزالدین دې ته وهڅوله چې د خوشحال بابا په اړه څېړنه وکړي او د دوکتورا سند پرې تر لاسه کړي.
دغه کتاب چې اردو ژباړه یې ۴۱۶ او پښتو ژباړه یې ۴۲۴ صفحې ده، دولس څپرکي لري، چې په دغه لیکنه کې به یې د هر یوه څپرکي په اړه لنډ معلومات وړاندې شي.
د کتاب په پیل کې استاد محمد اصف صمیم د کتاب پر ارزښت یوه لنډه لیکنه کړې او ورپسې دوهم ژباړن(اجمل ښکلي) هم د سریزې تر عنوان لاندې یوه لیکنه کړې چې په کې یې د کتاب ارزښت او د خپلې ژباړې په اړه لنډه رڼا اچولې ده.
په کتاب کې د زیاکښه ښځه تر عنوان لاندې یوه ډېره اوږده لیکنه لومړي ژباړن(ډاکتر اقبال نسیم خټک) لیکلې، په دغه لیکنه کې نوموړي د روښانیانو پر دورې لنډه رڼا اچولې او له هغې وروسته یې د خوشحال په اړه ویلي، چې خوشحال پښتون قوم او پښتو ژبې ته هر اړخیزه ښکلا او ځلا ورکړې ده.
ډاکتر اقبال نسیم په لیکنه کې ویلي:
(( تاریخ د دې ګواهي ورکوي چې په ژوندوني چا د خوشحال درناوی ونه کړ او نه یې د ده افکار درک کړای شول. خو دا چې پیړۍ تېرې شوې اوس خلک پوی شول چې د دوی تېر له ډېرو مرغلرو ډک دی او راسپړل غواړي. په دغه راسپړنه کې د خوشحال نوبت هم راغی او خلک د ده د فکر او هنر له زوره خبر شول. د خوشحال فکر او هنر زړښت نه لري، بلکې څومره چې زړیږي،هومره نوې ځلا پېدا کوي او نوي اړخونه یې رابرسیره کیږی))
لومړي ژباړن په خپله لیکنه کې د خان په اړه د لیکل شویو مقالو،سمینارونو او کتابونو یادونه هم کړې او هم یې هغه لیکوال په ګوته کړي، کومو چې د خان بابا په اړه څېړنې ترسره کړی دي.
په خان بابا د لومړي ځل لپاره د دوکتورا تېزس خدیجه فیروزالدین واخیست او د ښې څېړنې لپاره یې ملا وتړله. اقبال نسیم خټک ویلي چې په ۱۹۴۰ زیږدیز کال کې دغه تېزس بشپړ او خدیجې فیروزالدین پرې د پي ایچ ډي سند تر لاسه کړ.
په لیکنه کې راغلي:
(( اقبال له خوشحال سره ځانګړې مینه درلوده او د همدې برکت و، چې نه یوازې په (جاوید نامه) او (بال جبریل) کې یې د نوموړي ستاینه وکړه، بلکې پر ۱۹۲۸ زیږدیز یې د khushhal khan khatak the afghan warrior poet تر سرلیک لاندې یوه لیکنه وکړه چې د حیدراباد په اسلامک کلچر کې چاپ شوه، په دې لیکنه کې اقبال د افغان دولت د پوهنې له وزیره غوښتنه کړې وه، چې د خوشحال د فکر و هنر څېړنه د یوه افغان څېړونکي په لاس ترسره کړي؛ خو د افغان څېړونکیو پر ځای دې ستونزمن کار ته یوې برقعه پوښې اوردو ژبې ملا وتړله او دا ویاړلی کار یې په ښه توګه ترسره کړ))
لومړي ژباړن په لیکنه کې دا هم ویلي چې کله یې د پنجاب پوهنتون په کتابتون کې د خوشحال په اړه د دغه باارزښته څېړنې تېزس وکوت، د خان سره د زیاتې مینې له امله یې د اردو ژباړې، سمون او لمنلیکونو د کښنې هوډ وکړ، چې دغه با ارزښته اثر نور هم دقیق کړي.
ده دا هم ویلي چې د ډاکترې خدیجې د اثر وروستي مخونه یو څه شړیدلي وو، چې لوست یې ناشونی کړی و. لومړي ژباړن مفاهیمو ته په کتو سره ازاده ژباړه کړې ده.
د دغه څېړنیز اثر لیکوالې خپله سریزه په څو برخو ویشلې، چې لومړۍ برخه یې ستونزې دي. د ستونزو په برخه کې ارواښادې لیکوالې ویلي چې د څېړنې په تاریخ کې به د نوموړې په څېر سختې ډېرو کمو څېړونکیو ګاللي وي، ځکه له یوې خوا د یوې مسلمانې ښځې په توګه اړ وه چې اسلامي حجاب وساتي او له بله خوا پرته د چا له مرستې یې دغه سخت کار ته ملا وتړله.
لیکوالي په سریزه کې ویلي:
((ما پر خوشحال په داسې وخت کې څېړنه پیل کړه، چې په خپله سیمه کې هم چا نه پېژاند، یواځې د شمېر کسان وو، چې مات ګوډ معلومات یې لرل، همداراز پر خوشحال باندې د ختیځپوهانو، لکه: پلوډن،بډلف او راورټي کړی کار هم د څو شعرونو له ژباړې پرته دومره ډېر نه و. ما غوښتل چې د یوه پاخه کار بنسټ کیږدم؛ خو د اخځونو نشت له لویې ستونزې سره مخ کړې وم، مګر بیا مې هم خپل زغم له لاسه ور نه کړ))
ارواښادې لیکوالې په ستونزو کې د بیلابیلو کتابخانو یادونه هم کړې چې د خوشحال د اثارو د پېدا کولو پسې یې ګز او ګام کړي، ان تر دې چې سر یې د خان بابا خپلې سیمې ته ورسید او دغه مخ پټې میرمن هغه خوشحال چې د نړۍ خو څه چې د خپل پښتون قام نه هم هېر شوی و، د هغه له ژوند،هنر او فکر نه یې د وخت ګردونه وڅنډل او خوشحال یې یو ځل بیا رایاد کړ.
د سریزې په دویمه برخه کې یې (د کار اډانه) تر سرلیک لاندې ویلي چې خپله څېړنیزه لیکنه یې په دوو برخو ویشلې چې لومړۍ برخه یې دوه څپرکي لري چې د خوشحال د نسب لړۍ،نیکونو او کارنامو ته ځانګړې شوې او دویمه برخه یې د خوشحال اثارو او د شاعرۍ څرنګوالي او څومره والي ته ځانګړې شوې ده.
د سریزې درېیمه برخه اخځونه دي، چې په تفصیل پرې رڼا اچول شوې او لیکوالې تر ټولو ستره ګیله د خوشحال له ټبره څرګنده کړې چې د معلوماتو په ورکړه کې یې ورسره همکاري نه ده کړې.
د سریزې په بله برخه کې چې د بښنې تر سرلیک لاندې ده، د خپلو تېروتنو یادونه یې کړې او لیکوالې په دې اعتراف کړی چې که څه هم په یادې څېړنیزې پروژې یې د پي ایچ ډي سند تر لاسه کړی، خو بیا هم بشپړه نه ده.
له سریزې وروسته د اخځلیکونو تر سرلیک لاندې د اخځلیکونو یو فهرست دی، چې له ۸۲ بیلابیلو ماخذونو څخه یې په دغه څېړنیز اثر کې ګټه اخیستې، چې له همدې د دغه څېړونکې زیار او هڅه معلومېدلی شي.
ورپسې د لومړي ژباړن له لوري چې کوم لمنلیکونه او سمونې شوي، له بیلابیلو ۳۸ ماخذونو یې ګټه اخیستې هم یادونه شوې ده.
لومړي څپرکی:
لومړی څپرکی یې د خټک تر عنوان لاندې لیکل شوی، د عبدالرشید بتان له اولادې څخه یې نیولې ان تر خټکو چې د دغه نوم ریښه یې شیتک،تتک،چټک او خټک له توجیهاتو پېژندلې ده.
لیکوالې د خپلو څېړنو له مخې د خټکو لومړنی ټاټوبی د سلیمان په غریزو برخو یا لویدیزې څانګو او د سند په ښکتنیو برخو کې ښودلی دی.
لیکوالې د خټکو د دوو ښاخونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې یو ښاخ یې ختیز(اکوړه خټک) او بل ښاخ یې لویدیځ (تري خټک) دی.
دا هم باید له یاده ونه باسو چې لومړي ژباړن او سموونکي د هرې مجهولې کلیمې،سیمې او یا هم هغه چې تاریخي شالید ولري په لمنلیکونو کې یې یادونه کړې، کوم اشعار چې غلط رانقل شوي، د هغو یې سمه بڼه لیکلې ده، چې پر دغه اثر د پوهېدنې لپاره یې یوه غوره دریڅه پرانیستې.
دوهم څپرکی:
دوهم څپرکی یې د خټکو د پلرونو تر عنوان لاندې لیکلی دی. په دغه څپرکي کې د خټکو د پلرونو په اړه لنډه رڼا اچول شوې ده، په یاد څپرکي کې د خان بابا د نسب لړۍ یې له شهباز خانه نیولې، تر یحی خانه، ملک اکو ،چینجو، تمن،شېخ علي او ان تر لقمان خټکه رسولې ده.
په دغه څپرکي کې د یو شمېر تاریخونو او نسبونو معلومات د خان بابا له خپلو اشعارو شوې، چې ځای-ځای یې په کې یادونه شوې ده.
درېیم څپرکی:
درېیم څپرکی چې د کوچینواله او ځواني تر سرلیک لاندې کښل شوی، د خوشحال له پېدایښته یې نیولې تر ځوانۍ پورې یې یو شمېر پېښې او مرحلې راخیستې دي.
زه خوشحال د شهباز خان یم
چې تورځن و، کان په کان
شهباز خان د یحی خان و
چې بل نه و، هسې ځوان
یا وايي:
د هجرت زر دوه ویشت سن و
چې زه راغلم په جهان
په دغه څپرکي کې د خوشحال خان د واده، رنځ او داسې نورو پېښو نه هم څنګزنه یادونه شوې ده او په بیلابیلو ځایونو کې د اثبات په خاطر دلایل او د خان بابا خپلې ویناوې راوړل شوي دي.
څلورم څپرکی:
څلورم څپرکی یې د مشري او منصب تر سرلیک لاندې لیکل شوی دی. په دغه څپرکي کې د لوی خوشحال په وجود کې د لیډرشیپ ښې تومنې یادونه شوې، مشرۍ ته د رسیدو ټول عوامل او زمینه سازي یې روښانه کړې ده.
په دغه څپرکي کې څو کوچني عنوانونه چې یوازې په یادونه یې بسنه کوم هم راغلي، په دې ډول دي:
د مغول واکمن له خوا د منصب پراختیا، ټولنیز سم سمکی، د ځمکو ویش،مالیه، عدل او انصاف،جګړه ییزې لارې چارې،خندق ډوله جنګونه، یرغلیزې جګړې او شب خون
خان بابا په دغه هره برخه کې د پښتنو د دود او دستور سره سم چلند کړی او په خپلو ویناو کې یې پورته برخې روښانه کړي دي.
پنځم څپرکی:
د کتاب پنځم څپرکی د بندي خوشحال د عنوان لاندې لیکل شوی دی. په دغه څپرکي کې د خان بابا د نیول کېدو پر عواملو په تفصیل خبرې شوي دي.
خدای راباندې راووست دا همه واړه محنت
څو چارې سبب شوې درته وایم حکایت
یو چې زه مغرور وم، په راستۍ په خدمت
بل د مغول تمه،زما نه ورکړل عادت
بل مې ناشکري،بل مې د وروڼو حماقت
بل چې فرزندانو مې خطا کړ مصلحت
یو ځله هم نه، خطا- خطا کرت کرت
واړو مشرانو اشرف خان،بهرام خان،سعادت
په یاد څپرکي کې د خوشحال له نیول کېدا راپه دېخوا د خوشحال تر خلاصیدا پورې پر خان بابا باندې د رامنځته کېدونکیو او رامنځته شویو پیښو څنګزنه یادونه شوې ده.
شپږم څپرکی:
د کتاب د شپږم څپرکي عنوان جګړې دي، په دغه څپرکي کې د خان بابا د تاراګړ له سوبې نیولې د ډوډې د جګړې پورې د شپاړلسو نښتو یادونه شوې ده.
لیکوالې د خپلو څېړنو په رڼا کې د هرې جګړې د پېښېدو،ګټې او زیان پر عواملو کافي رڼا اچولې او د هغه وخت کره او غوره معلومات یې بللی شو.
اوم څپرکی:
د کتاب اوم څپرکی د خوشحال خان پر سیاسي بوختیاوو راڅرخي، که چېرې موږ غواړو د خوشحال پر سیاسي بوختیاو او دریځ ځان پوی کړو نو اړینه ده چې د پښتني ژوند یو لنډ جاج واخلو او د همدغه جاج اخیستنې لپاره ډاکترې خدیجې فیروزالدین په ورځو- ورځو سفرونه کړي او جاج یې اخیستی له پښتني باورنو،عقایدو او نورو یې پرده پورته کړې ده، چې د یو شمېر یادونه یې په دې څپرکي کې کړې ده.
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پېدا هسې افغان شي
دا چې ولې خوشحال د یوې داسې ځواکمنې واکمنۍ پر وړاندې ودرېد چې درېدل یې د ځان او کورنۍ په خطر کې اچول وو؟ په دغه څپرکي کې یې پر سیاسي خوا رڼا اچول شوې ده.
خان بابا د پښتون قوم د سیاسي فکر لپاره هم ډېرې هلې ځلې وکړې، ډېرې نارې یې وکړې او ویې ويل :
اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شو
ګڼه ما به د مغول ګرېوال پاره کړ
اتم څپرکی:
د خوشحال خان خټک ژوند او هنر په دغه تحقیقي اثر کې اتم څپرکی د نوموړي د ژوند له وروستیو کلونو او مړینې بحث کوي، لیکوالې په پوره امانتدارۍ سره هڅه کړې چې د خان بابا د ژوند وروستۍ ناامیدۍ، د اولادونو اختلافات او د پښتون قام ویزاري راواخلي.
چې دا هسې رنګه سپي ځینې پېدا شول
لا په شک یم چې خوشحال کله ادم دی
په دغه څپرکي کې د خان بابا د ژوند وروستي سفرونه، د اپریدو سیمې ته د ده تګ، د نوموړي د نیونې هڅې او د ده د ټبر د یو شمېر غړیو دوستي له مغولو سره ښه روښانه شوې ده.
نهم څپرکی:
د کتاب نهم څپرکی (خوشحال یو انسان) تر سرلیک لاندې لیکل شوی دی. په دغه څپرکي کې د خوشحال د شخصیت د بیلابیلو اړخونو په نظر کې نیولو سره د ده مفکرتوب، فلسفي توب او ځانګړې فکري لار روښانه شوې ده.
په دې خو موږ سترګې نه شو پټولی چې خان د ځآنګړي فکري نبوغ له مخې د وخت د تورې او قلم په سرلارو کې هغه سرلاری و، چې انډول یې نه لاره او لا هم پښتانه د هغه انډول شخص نه لري.
په درون کې مې پراته دي ډېر ګنجونه
په معنا کې لکه کان د سیم و زر یم
که مې لاس لکه دریاب خالي لیده شي
د سینې دننه ډک په در ګوهر یم
دا چې د خوشحال د حقیقت مننې احساس دومره پیاوړی و، چې نوموړی یې د ټول انسانیت سره خواخوږی کړی، نو په دې څپرکي کې پرې پراخه بحث شوی او د هغه وخت په څېړنکارو کې ارواښادې خدیجې دا یو ستر کار کړی.
لسم څپرکی:
لسم څپرکی د اولاد تر عنوان لاندې کښل شوی دی. په دغه څپرکي کې د خوشحال خان د ۵۳ زامنو یادونه شوې ده.
څو دما کره زوولي دي ډېر زویه
د نور چا نه دي پېدا په دا دیار
په دغه څپرکي کې د خان د زامنو په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي، یو شمېر زامن خان بابا په خپلو اشعارو کې هم یاد کړي دي، ځینې یې ستایلی او یو شمېر نور یې بیا غندلي دي.
یوولسم څپرکی:
د خوشحال خان خټګ ژوند او هنر تحقیقي اثر یوولسم څپرکی د خوشحال د اثارو څخه یادونه کوي، به دغه څپرکي کې خان بابا د ۵۲ کتابونو یادونه شوې ده.
د پښتنو د یوه نابغه مشر په حیث هر چا ته دا پوښتنه راولاړيږي، چې خان بابا د دومره بوخت ژوند سره-سره دومره ډېر اثار لیکلي او په دومره برخو کې یې خپل قلم ازمویلی چې د هر چا د وس کار نه دی او هر چا لیکلي هم نه دي، نو حتمي ده چې د یوه عادي انسان له وسه وتې خبره ده.
په یاد څپرکي کې د نابغه خان د فکري نبوغ د حاصلاتو، لکه: پښتو بازنامه،سوات نامه، فضل نامه،دستار نامه، صحت البدن یا شهاب طب، فراق نامه، ریاض الحقیقت او فرخ نامه، هدایه او کفایه او یو شمېر په اړه په کې معلومات لیکل شوي دي.
دغه نابغه او د دستار سړی رښتیا ویلي:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
دولسم څپرکی:
په دولسم څپرکي کې د خوشحال پر شاعرۍ بحث شوی دی. موږ په زغرده ویلی شو چې خوشحال د یوه فلسفي او ځیرک عالم تر څنګ یو بااحساسه،خوږ ژبی، هر اړخیز او لوی شاعر و.
کله- کله یې په شعر لیکنه خواشیني هم څرګنده کړې او ویلي یې دي:
زه د شعر په کار هېڅ نه یم خوشحال
ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقال
په جهان تر شاعرۍ بد څه نشته
خدای اخته مه کړه سړی په دا جنجال
تفکر و شاعري لړمون شین کا
د غلیم دې په نصیب شي دا اشغال
خو دا چې خان بابا د شعر پر ښیګڼو هم ډېر ښه خبر و، نو ارواښادې لیکوالې یې د هغې یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي چې د وخت په شاعرانو کې خوشحال خان خټک د شعر پر رموزو یو پوی شاعر و.
دانایي علم و حکمت په کې زیاتیږي
څوک چې ښه وکا د شعر استعمال
کرامت دی، یا اعجاز دی، یا جادو دی
چې به شعر راپېدا شي له اقوال
که رښتیا وایم، چې غور مې پرې وکړ
شعر کار دی د ملوک یا د هزال
ډاکترې خدیجې پر دې هم بحث کړی چې خوشحال پښتو شعر ته ډېر څه وربخښلی او ډېر داسې څه یې په خبرو راوستي، کوم چې پخوا نه دي راوستل شوي.
په وزن، په مضمون، په نزاکت هم په تشبه کې
پښتو ویل مې عین تر پارسي دي رسولي
په دغه څپرکي کې لیکوالې د خان بابا د شعر پر بیلابیلو خواوو غږیدلې او د هغه د فکر بیلابیلې خواوې یې د یو شمېر عنوانونو کې روښانه کړي دي.
د خوشحال فکري ازادي:
په دغه برخه کې راغلي چې خوشحال د خپل ځانګړي فکري ازادۍ له مخې چې څومره لوستل کیږي همغومره د خلکو په زړونو کې ځای پېدا کوي.
د خان بابا پیاوړې فکري او غرنۍ جذبه د شاهي دربارونو په تنګو دیوالونو کې هم نه ده ایساره شوې، ان تر دې چې خپل رسمي منصب یې له لاسه ورکړ، مګر پروا یې ونه کړه.
ازادي ده په ساده سپینه جامه کې
خلاص له غمه د زر بفت او د ملک یم
دخوشحال حقیقي مینه:
حقیقي مینه د عارفانو یو مهم منزل وي، خوشحال هم د دې طلبګار و چې دغه منزل ته په رسیدو سره د فنا فی اللهۍ میوه وخوري، چې له دغه رازه ډاکترې خدیجې پرده پورته کړې ده.
هر تشنه چې د وحدت په سیند سېراب شه
نور همه جهان و ده وته سراب شه
چې په زړه یې د وحدت ډېوه شوه بله
تجلې به یې له مخه ځي افتاب شه
له دوه رنګۍ سره د خوشحال دښمني:
خان بابا له منافقت او دوه رنګۍ سره سخت مخالف و، او د دغه کتاب لیکوالې هم د خان بابا دغه صفت بیان کړی دی.
زه په زعم د صوفي خراباتي یم
چې د مکر ذکر کا په خانقاه
د زاهد په کار کې څو رنګ اشتباه دي
د اوباش په کار کې نشته هېڅ نشته اشباه
د خوشحال طنز:
په دغه برخه کې لیکوالې د خان بابا پر طنزیه شاعرۍ هم خبرې کړي دي او دا یې ویلي چې خان په طنز کې هم لوی لاس لاره.
زه خوشحال که له تا خواست کړم مستحق یم
خوله زکات راکړه د حسن له نصابه
خوشحال د اخلاقو د یوه ښوونکي په توګه:
په دغه برخه کې د خوشحال د شاعرۍ هغه نمونې راخیستل شوي، کومه چې خوشحال خپله اره دنده ګڼلې ده.
خپله خبره ده مرغلره
بې فکره مه وایه خپله خبره
پند مې په یاده لره که مې نیک خواه ګڼې
څو چې توانېږې خبره نغره
د خوشحال نړیواله خواخوږي:
لیکواله لیکي چې د خوشحال د شهرت لوی لامل د ده هیومانیزم( وګړپالنه) ده، چې خان بې له کوم توکمیز او مذهبي توپیره ټول بشر ته په درنه سترګه ګوري.
که مسجد ګورې که دیر
واړه یو دي نشته غیر
یو بیاموند په هر څه کې
چې مې وکړه د زړه سیر
همداراز ښځه د خوشحال له انده، له فطرت سره د خوشحال مینه هم د وروستي څپرکي برخې دي.
نیمګړتیاوې:
که څه هم لیکوالې د کتاب په پیل کې خپلې نیمګړتیاوې منلي او ویلي یې دي چې ما تر ډېره هڅه وکړه تر څو بشپړه او کره څېړنه وکړم، خو له هڅو سره-سره په خپله دغه پروژه کې ناکامه یم. خو بیا زه غواړم یو شمېرنیمګړتیاو ته ایشاره وکړم.
۱ : ـ په کتاب کې ډېری داسې بیتونه او شعرونه راغلي چې غلطۍ په کې تېرې شوي، که څه هم ډېرې ستونزې یې د سموونکي له خو جوړې شوي او یا یې هم په لمنلیک کې یادونه شوې ده، خو بیا هم ځینې ستونرې موجودې وې، دا ستونزې یا هم کېدای شي د کمپوز ستونزه وی او یا لیکوال او یا لومړي ژباړن او سموونکي نه همداسې راتېرې شوي وي، لکه په لاندې بیتونو کې:
د لیکوالې متن:
که سودا که فضیلت دی که نامه ده
په دا درې توکه زما تللې نامه ده
د لومړي ژباړن او سموونکي د لمن لیک متن:
سخا که فضیلت دی، که خامه ده
په درې توکه زما تللې نامه ده
او د همېش خلیل په زیار چاپ شوې بازنامې متن:
که سخا که فضیلت دی، که نامه ده
په دې درې توکه زما تللې نامه ده
یا :
د کتاب متن:
د دیوان که مې بیت بیت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي سږ کال
د خوشحال د ديوان لومړۍ برخه، متن:
د دیوان که مې بیت بیت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي په سږ کال
۲ :ـ که څه هم دغه اثر د وخت ډېر مهم اثر و، ځکه دا څېړنه په داسې مهال شوې، چې خان بابا ان په خپله سیمه کې هم چا سم نه پېژانده، نو په هر لحاظ خوشحال پېژندنې ته اړتیا وه.
د څېړونکې د لارښودو استادانو چې اصلاً ختیځ پېژندونکي وو، نومونه نه دي اخیستل شوي، یوازې د دوو کسانو نومونه اخیستل شوي چې هغه هم د نوموړې لارښوونکي نه وو.
لومړي ژباړن په خپله سریزه کې دا خبره یاده کړې وه، چې د ډاکترې خدیجې دغه اثر یې په پنجاب پوهنتون کې په داسې حال وکوت چې یو شمېر برخې یې شړېدلې وې، نو ښايي همدا لامل يې وي چې د لارښوونکو یادونه په کې نه ده شوې.
۳ :ـ د څېړنې د اصولو له مخې د یوې موضوع په اړه چې هر څومره ماخذونه موجود وي، هغه که د دنیا په هر کونچ کوي باید استفاده ترې وشي، ترهغې چې موضوع تحقق پېدا کړي. ډېر داسې څه وو چې باید راخیستل شوی وی او خبرې پرې شوی وی، خو د ماخذونو د نه شتون له امله پاتې شوي دي.
لیکوالې په خپلو خبرو کې هم ویلي: (( ښايي یو شمېر موضوعات له ما پاتې شوي وي، چې لامل یې زما سره د ماخذونو نشتون و او داسې هم نه وه چې نور تحقیق نه کېده مګر زه ښځه وم او رسمي دنده مې لرله، ومې نه شول کړای))
۴:ـ ��ه ځینو پېښو سرسري تېره شوې،که څه هم لیکوالې هڅه کړې چې بشپړ معلومات وړاندې کړي، خو نه ده توانیدلې، د بیلګې په ډول په ماشومتوب کې د خوشحال په سیند کې د ډوبیدو کیسه کوي او یا هم د واده کیسه چې ډېرې خبرې ترې په کې پاتې شوي دي.
۵:ـ د یو شمېر جګړو پر عواملو هم غږېدلې ده، مګر په ځینو ځایونو کې هغه عوامل چې خان بابا په خپلو اشعارو کې ذکر کړي، د کتاب له عواملو سره څنګزن په ټکر کې دي.
۶:ـ په ځینو عنوانونو کې لیکواله مجبوره ده چې د عنوان پیروي وکړي، مګر له نوموړې موضوع شړېدلې او بلې موضوع ته داخل شوې، چې دوهمه موضوع یې بیا د بل عنوان لاندې تشریح کړې ده.
بیلګه: لیکواله په یوه ځای کې غواړي د خوشحال پر نړیوالې خواخوږۍ بحث وکړي، مګر یو شمېر بیلګې یې داسې دي، چې هغه حقیقي مینې او یا هم د یوې بلې برخې پورې اړه لري.
۷:ـ د شعر پېژندې په برخه کې یې د خان بابا د شعر ډېرې کمې برخې راخیستي دي، مګر د خان بابا د شعر ګڼې برخې ترې پاتې دي، لکه: د خان په اشعارو کې د زده کړې فکر، د خان په اشعارو کې د عدل فکر، د خان په اشعارو کې د مشرۍ فکر، د خان په اشعارو کې د مینې او وفا فکر …
۸:ـ لومړي ژباړن او سموونکي په خپلو خبرو کې ویلي وو چې د دغه څېړنیز اثر وروستۍ برخه یو څه شړېدلې وه، نو مفاهیمو ته به پام سره یې ازاده ژباړه ترسره کړه، پکار وه چې دا ځایونه په نښه شوای واي.
په پای کې ویلی شم، چې د ډاکترې خدیجې فیروزالدین دغه تحقیق د وخت له معتبرو څېړنیزو اثارو څخه دی، ځکه چې نوموړې د پرنګیانو په داسې زمان کې دا څېړنه کړې، چې د یو شمېر کړیو له ویرې د خوشحال د کارنامو یادونه هم چا نه شوه کولی.
بله مهمه مساله د ډاکترې خدیجې رسمي دنده وه او کولتوري محدویتونه وو، نوموړې په خپله هم ویلي چې ټوله شپه به یې لوست کاوه او سهار به خپلې رسمي دندې ته تلله.
ختیځ پوهانو چې د خوشحال په باب څومره څېړنې ترسره کړې وې، دا څېړنه د هغو ټولو ډېره معتبره ده، ځکه خدیجې له ټولو کولتوري محدویتونو سره-سره په څېړنه کې ډېر کار کړی دی.
د خوشحال د ټبر نه همکارۍ هم دغه څېړنه یو څه پیکه کړې ده، که چېرې هغوی همکاري کړی وای، ښايي ګڼ معلومات د څېړنکارې لاسته ورغلی وای.
او تر ټولو مهمه مساله د څېړنکارې ژبه وه، د هغې مورنۍ ژبه پښتو نه وه، که چېرې ژبه یې پښتو وای، نو ښايي د ډېرو معلوماتو څخه په کم وخت کې برخمنه شوای وای.
درنښت