تاند، جمعه، د میزان ۵مه: دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو یې د ګډ درې برخې امنیتي پلان لومړۍ برخه یې په بریالیتوب عملي کړې ده.

دواړه وزارتونه وايي، د خپل پلان دویمه برخه به د ټاکنو په ورځ او دریمه به یې له ټاکنو وروسته عملي کړي.

په دې تړاو نن د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین خوشال سادات، د دفاع وزارت لوی درستیز بسم الله وزیري او د ټاکنو د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ په ګډه خبري غونډه کې وویل، پر ټاکنیزه پروسه بریدونه د تېر ځل د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۹۵ سلنه راکم شوي دي.

خوشال سادات وايي، تېر ځل پر ټاکنیزو کمپاینونو ۹۴ بریدونه شوي وو، خو سږ کال دا بریدونه ۸ ته راکم شوي وو: (( شمیرې مو ښيي چې پر ټاکنیزه پروسه د طالبانو بریدونه ۹۵ سلنه کم شوي دي، موږ به د ټاکنو په ورځ د خپل امنیتي پلان دویمه برخه په بریالیتوب عملي کړو.))

د پوځ لوی درستیز بسم الله وزیري هم راتلونکو ټاکنو ته له خپله اړخه د پوځ د بشپړو تابیاو ډاډ ورکړ.

د کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ بیا وویل، له تخنیکي لحاظه دوی هم ټاکنو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی او د هېواد ۴۴۶ اداري واحدونو ته یې ټاکنیز توکي رسولي، خو د نن ورځې تر پایه به ۱۰۲ نورو مرکزونو ته هم ټاکنیز توکي ورسول شي.

ښاغلي ننګ وویل، ۲۶۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو ته یې د ټاکنو د څار جوازونه ورکړي چې ټول ټال ۱۴۴ زره او ۱۴۶ ناظرینو ته یې کارتونه ورکړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *