تاند، دوشنبه، د جدي ۹ مه: کورنیو چارو وزارت او د چاپیریال ساتنې ادارې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا لامل پنځه ستر مرکزونه د آریا ښارګوټی، ګلبار ټاور ښارګوټیو د ممتاز محل، خلیج او استقلال د ودونو هوټلونه وتړل.

کورنیو چارو وزارت وایي، څو ورځې وړاندې یې ټولو ځایونو ته خبرداری ورکړی و چې د هوا د ککړتیا لاملیدونکي شیان ونه سوځوي او له تیرماښام راهیسې یې د امنیتي معین خوشال سعادت په مشرۍ د سرغړوونکو مراکزو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ښاغلي سعادت وایي، سره له دې چې د ښارګوټو، هوټلونو، لوړپوړیزو ودانیو او نورو فعالیتونو خاوندانو ته مهلت ورکړل شوی و؛ خو ځینو مراکزو بیا هم سرغړونه کړې ده: (( موږ به قانون پرې پلی کوو او هر قانون ماتونکی به عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارو.))

د کورنیو چارو وزارت وایي، د چاپېریالي چارو مفتیشین د کابل ښاروالۍ استازو او پولیسو په همکارۍ په دوامداره توګه له ټولو سترو او کوچنیو فعالیتونو له سونګ سیسټم څخه په جدي توګه څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي.

د یادولو وړ ده چې د نظارت او تفتیش په نتیجه کې تر اوسه پورې په کابل ښار کې ۲۸ فعالیتونه د هوا ککړتیا د منابعو په توګه پېژندل شوي چې نانوایان، حمامونه، د خښتو بټۍ، رهایشي بلاکونه او نور په کې شامل دي.

One thought on “خوشال سعادت په کابل کې د هوا د ککړتیا لامل دوه ښارګوټي او ۳ د ودونو هوټلونه وتړل”
  1. خوږياڼئ صاحب د بلي ژبي له لغاتونو سره د مضمون لوستل خوند او مزه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *