له نن څخه ۱۳ کاله مخکې مې له خور سره رادیو ته غوږ وم دواړو په ډير دقت او لوالتیا د (بن د کنفرانس) په اړه خبرونه څارل. دا خبرونه نه یوازې ماته بلکې ټولو افغانانو ته ځکه مهم و چې له ژوند او برخلیک سره مو تړلي خبرونه وو. عامو افغانانو ته دا مهمه نه وه چې څوک به په قدرت کې وي او څنګه حکومت به جوړیږي بلکې هغوی ته لکه زما په څير دا مهمه وه چې د سولې او ارامۍ یو څرک یې تر سترګو او یو ښکالو یې تر غوږو شي.

که څه هم افغانانو د جګړو په تیرو کلونو کې او یا ښه به وي که ووایم چې د افغانستان په تاریخ کې دا زده کړي چې څنګه خپل ژوند په سختو شرایطو کې پر مخ یوسي او خپل کورنی او ټولنیز چاپیریال ته یوه نسبتاً ارامه او د اوسیدو لپاره د ډاډ وړ فضا ورکړي تر څو له یو څه سکون سره ژوند وکړي، خو شرط په کې دا دی چې څوک یې د شتون تر ټولو اساسي رکن یعنې ژوند کولو ته پریږدي.

هغه ورځ هم زما او نورو افغانانو هیله او غوښتنه دا وه چې که له کلونو کلونوجګړو وروسته د یوه ساه ژوند کولو اجازه راکړل شي او له نیکه مرغه چې دا پیرزوینه راباندې وشوه.

د بن په کنفرانس کې چې پریکړې او خبرې هر څه وې، وې به خو پایله یې د افغانانو لپاره د هغه وخت له شرایطو سره سم یو عام شموله حکومت و چې حد اقل زما په ژوند کې د لومړي ځل لپاره یوه خوندوره تجربه وه، ځکه له هغې وروسته مې ولیدل چې خلک څومره د نیکمرغۍ لپاره بیړه لري څومره لیواله دي چې ژوند وکړي او پرمختګ وکړي.

په لومړیو دو دریو کلونو کې زما د کوچني کلي پرمختګ زه حیرانه کړې وم زموږ په کلي کې چې تر هغې وخته پورې یې څو د ګوټو په شمار لوستي کسان درلودل نور نو د هر کور ماشومان ښوونځي ته تلل او هر چا خپل کار او روزګار درلود، په ځمکو کې کار کیده، نوي باغونه ایښودل کیدل، ورځ تر بلې ورځې نوې کلاګانې جوړیدې چې کله کله خو به یې په لوی والي کې مبالغه هم کیده، په کلي کې مو بې کاره کس نه و. ټول دومره په کارونو کې بوخت شوي و چې د (اشر) لپاره به په سختۍ څوک پیدا کیدل. خو دا خوښي د وخت پر موږ پیرزو نشوه او هغه یې رانه ډیر ژر واخیسته، ورو ورو ناکرارۍ او وړې وړې نیښتې پيل شوې چې سرحد یې تر ننیو درنو او وژونوکو جګړو راورسید چې د هر کور په غولي یې د غم ټغر هوار کړ او د ښادۍ شیبه یې له خلکو داسې واخیسته چې تا به ویل کله یې هم نه وه لیدلې. که د دې تیرو څو کلونو د جګړو له امله دومره کسان ووژل شول چې که یې وشمیرې نو ښايي د هر کور او هرې کورنۍ په برخه به له یوه څخه زیات مرګ ورسیږي او خلک دومره وځوریدل چې که یې وپوښتې نو هر کس به د لاله په څير په زړه داغ ووینې.

خو له نیکه مرغه اوس یو ځل بیا دا دي د سولې خبرې پیل شوې!

اوس دا دي بیا زموږ افغانانو د ژوند او برخلیک په اړه خبرې کیږي، زموږ د ژوند حق ته بیا د یو حق په سترګه کتل شوي او یو ځل بیا زموږ د هیلو د غوړیدو لپاره هیلې راټوکیدلې.

خبرې څنګه دي او څه ستونزې د راروانې سولې په مخ کې پرتې دي دا د عام ولس لپاره د کارپوهانو په اندازه د اندیښنې وړ نه ده، ځکه کله چې د دې خبرو اترو په اړه د چارواکو یا د مروجو اصطلاحاتو په ژبه د چارو د کارپوهانو خبرو ته ځير شې نو ښایي هغوی یې په ځينو لارو چارو، ستونزو، شونتیاو او ناشونتیاو خبرې وکړي. خو که د یوه عام وګړي څخه په دې اړه پوښتنه وکړې نو هغه به بې له ځنډه ځواب درکړي: (خدای دې یو رڼا څرک راښکاره کړي که له هر لوري وي). (که خدای غوښتي وي نو هر څه شوني دي).

عام ولس د جګړې په نوم بیلابیلې بدمرغۍ تجربه کړې، پوهیږي چې جنګ که هر کس او هر لوري ته مخ ورواړوي نو بدرنګي او وحشت به ورسره یو ځای وي ځکه خو د جنګ لپاره د بیلابیلو تعریفونو له کولو او اوریدلو ستړي شوي، او هره بهانه چې د جنګ لپاره لاره هواروي ورته یوه بدرنګه بهانه ښکاري.

مګر د سولې نوم ورته د یوې داسې معجزه لرونکي معجون په څير ښکاري چې د ژوند ټولې ناخوالې یې ورسره کمیدلی څه چې ورکیدلی شي، ورته خوشبینه او لیواله دي او په بې صبرۍ یې لارې ځارې.

او زه به دا ووایم چې موږ یو لوی دلیل لرو چې د سولې خبرو ته خوشبینه واوسو که هغه د سادګۍ حد هم وي ځکه موږ افغانان د جګړو له ناخوالو ورهخوا حق لرو چې په خپل ژوند کې یو ځل د سولې خوند هم وڅکو ځکه ښايي دا به زموږ جنګ ځپلي نسل لپاره وروستی چانس واوسي، او دا چې عام وګړي د سولې لپاره دومره لیواله دی نو د جنګ ټيکه دارانو ته به هم دا یو بد خبر وي ځکه د دوی اصلي وسله همدا خلک دي چې یو د بل په ضد یې کاروي او جنګوي یې.

2 thoughts on “خوشبیني/ نعیمه غني”
  1. سلام
    لکه څنګه چې ښېګڼې او ښکلا له داخلي احساس سره همغږي لري همدارنګه په ټولو ټولنو کې عدالت او مساوات هم هغه دوه مهم او اساسي ټکې دي چې د انسانانو په ژوند کې دډيرو اسانتياوو سبب ګرځي هغه ستر رسالت دى چې شعوري او فزيکي عمل سره نژدې کوي او په هېڅ برخه کې د خوش بيني خنډ نه ګرځي او که چيرې وګر ځي هم افراطي بڼه، خودخواهي، ځاني شهرت، چل او نور منفې اړخونه به يې ډير کم وي. له نيکه مرغه موږ د ټولنو په کتار کې ډيره ښه اسلامي جهان بيني لرو چې تل په رښتيا، واقعيت، زړه خوږي تکيه لري ا وپه پاکي ،وروري او برابري باندې تاکيد کوي ، له دې نه اوچته ستر تاريخ لري داچې بيا ولې موږ نه شو کولاى پر هغې باندې عمل وکړو دا بيا د پوهې ، دتاريخ ،جبر په خاطر د قضيې بل اړخ دې چې د تبصرې په دې برخه کې ېې لازم نه ګڼو پر هغو خبرې وکړو .
    موږ تاسره د بن د معاهدې په برخه کې موافق نه يو ځکه د هرچا ليدنه او څېړنه ځانته دلايل او د ليدنې کتنې لورئ ټاکي ډيرې ستونزې چې د بن له معاملې راوټوکيدلې باور وکړه چې د افغانستان ملي زعامت، خاورې تماميت، خپلواکي او په تيره بيا هغو مجا هدو ته توهين کيږي کوم چې په دې لاره کې د کمونستانو د کودتا نه مخکې دچپيانو سره کلک غبرګون درلود ددغو اتلانو تاريخ چا په سازشونو بدل کړ چاپه بن کې خرڅ کړ اوچا بيا خپلې امپراتورۍ پکې وګټلي .چې ستر مثال ېې د وزارت هغه معين دى چې د څارنوال او سارنوال توپير نشي کولاى اوس به داخبرې پريږدو تيره په تيره رابه شو ستا خبرې ته چې هغه خوشبينه ده
    دا ډيره ښه خبره ده دا زموږ د مظلومې ټولني د بقا ستر پيغام دي موږ په هېڅ صورت په جنګ او جګړه د خپلې ټولني برخليک، پرمختګ، سوکالي ،مشرتابه،هويت، کلکه ايمانداري، او ګډ ژوند نه شو ټاکلى ښه به داوي چې په مسلکي مهارت، په اخلاقي معيار، سالم او پايدار ثبات او همکاري سره يو دبل په څنګ کې ودريږو او د ستونزو لپاره هدفمن واوسو. مسلکي مهارت په دې مانا چې کار اهل کار ته وسپارل شي او اخلاقي دسپلين په هره برخه کې عملي بڼه ځان ته غوره کړي سوله غوښتونکي په هره طريقه چې وي وپېژنو نه هغه چې د دې خاورې اکثريت له تباهي سره مخامخ کوي په کلونو ېې د عالم اسباب په نوم چيغې ووهلي خو هېڅ ېې ونه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *