دخوشحال خان په دیوان کې داشعارویوه لویه برخه د غزلونوده، چې ټولې (۸۶۰)غزلې لري.
د پښتوژبې د نظم په تاریخ کې د غزل سرلاری اکبر زمینداوری(۷۷۱- ۸۰۷هـق)پوری دی، چې غزل یې د مینې اومحبت رنګ درلود اوڅونورې محدودې غزلې هم لرو، چې تصوفي ریښه لري، د لرغونې دورې وروسته د روښان په ادبي مکتب کې ډېرې غزلې په دیوانونوکې لاسته راغلي دي، د هغوی د غزلو موضوګانې هم محدود مضامین رانغاړي، غزلې یې تصوفي مسایل بیانوي، او د ډېروکموغزلو محتوا به یې تصوفي نه وي.
ډاکټرحبیب الله تږی وایي:(روښانیانود وخت د غزلونوساحه د مضمون په لحاظ ډېره تنګه اوپه عمومي ډول په عرفاني، روحاني، اوځینواخلاقي مضامینوپورې محدوده ده، علاوه پردې ددغوشاعرانوکلام په اصطلاح د بدیعي صنایعو له درکه هم د ډېرو راورسته شاعرانود اشعاروپه تناسب خوار ښکاري.)
خو د بابا اشعار(غزلې)بیاهرډول مضامین لري اود ادبي صنایعوپه ګاڼه سمبال دي، هنریت اوشعریت هم لري.
ددې په اشعاروکې د مینې جذبه، سوز اوګداز، نازک او رنګین خیالات، ابتکاري موضوعات، تشبیهات، استعارات، کنایه، فکري ابداعات، د حسن او جمال مظاهر، د عاشقانه او د رندانه ژوند ولولې هیجان او دقیق عواطف او احساسات لیدل کېږي، په اسلامي ادبي مطالعاتوکې د غزل د کلمې د مفهوم لپاره پورته کلمې ټاکل شوي دي، نوپه دې حساب د پښتو غزل ابتدا هم د اصطلاح په خاصه معنا باید له بابا څخه پیل شي، ددې په غزلونوکې د مضمون تنوع او غنا لیدل کېږي.
خوشحال د ډېرو نورو شاعرانوپه شان تل عرفاني او تصوفي یا د مقدمینو په قول د حقیقي مینې په شان په اسمانونوکې نه ګرځي، بلکې د عادي انسانانوپه شان د مجازي مینې په ځمکه ګرځي او هغه غرایز اوعواطف چې د عادي انسانانو د ورځني ژوند جز دی، په خپلوغزلونوکې په ډېر اب وتاب بیانوي.
د پښتود نظم په تاریخ کې له خوشحال خان خټک څخه له مخه بل داسې غزل ویونکی نه لرو، چې د بابا سره یې پرتله کړو.
په پښتوادب کې لومړنی شاعر، چې دې شعرې فورم ته یې پښتني شال ور واغوست، هغه خوشحال خان خټک دی، د غزل یوبیت یې راوړو:
تـــــوره چـــې تېــــرېږي، خـوګوزار لره کنه
زلفې چې ول ول شي، خوخپل یارلره کنه
په پښتوکې د غزل هغه ډولونه، چې خوشحال خان خټک پخپلواشعاروکې راوړي، په دې ډول دي:
بې ردیف غزل، ردیف وال غزل، څوقافیزغزل، مات غزل او ټول قافیزغزل دی.
د باباڅخه د مخه د هیڅ یوه شاعر په شاعرۍکې د غزل پورته ډولونه نه شته، ددیوان بله برخه یې قصیدې دي.
د بابا د قصایدو د شمېر په اړه د(خوشحال کلیات)دعبدالقیوم زاهد مشواڼي په اوډون اوترتیب په سریزې کې لیکل شوي دي، د بابا(۵۲)دوه پنځوس قصیدې دي.
د خوشحال پوهنې په کتاب کې د خان بابا د قصایدوپه اړه داسې راغلي دي.ددې دیوان بله برخه د قصیدو ده، د خان ټولې قصیدې دوه پنځوس دي.)
ډېرومشرانولیکوالانود باباځینوقصایدوته غزل وزمه قصیدې ویلي دي. هغه بایدپه قصیدوکې وشمېرل شي،ځکه چې بابا د قصایدوبریدمات کړ، باباد قصیدې په فورم کې اخلاقي، اجتماعي، سیاسي، غنایي، رزمي او نور مسایل راوړه، ددې په قصایدوکې هرډول منځپانګې شته، اود باباټولې قصیدې له دوه پنځوسوزیاتې دي.
د خوشحال په ټوله شاعرۍکې قصایدیې داسې حیثت لري،لکه په شمسي نظام کې چې یې لمرلري!
د قصیدې پيدایښت په لرغونې دورې کې شوی دی، د نظم په تاریخ کې لومړنۍ قصیده د شیخ اسعدسوري(۴۲۵هـق مړ)رثایه قصیده ده اودویمه د ښکارندوی غوري(۵۸۰هـق)د ستاینې(مدحې)قصیده ده، دغه دوې قصیدې په تول پوره تمهیدیه قصیدې دي اود لرغونې دورې دوه شهکارغمي دي، د روښان په ادبي مکتب کې ملاارزاني خویشکی، میرزاخان انصاري، دولت لواڼی، کریمداد بنګښ، علي اکبر اورکزی، میرخان روښاني،واصل روښاني اوخواجه محمدبنګښ تصوفي قصیدې ویلي دي، ددې ادبي مکتب ځینې قصیدې تمهیدیه دي اوځینې یې خطابیه دي.
ددې ادبي مکتب قصیده ویونکي نېغ په نېغه خپل مقصدبیانوي او ادبي قدرت او د شعریت حقیقي جلوې پکې ډېرې کمې دي.
لوی استاد عبدالحی حبیبي،د(پښتوادب په تاریخ کې قصیده)اثرکې وایي:(دروښانیانوادب اوخاصتاقصیدې وچې کلکې اود ادبي اوصنعتي ښکلاووڅخه تشې دي،خودخوشحال خان سره د قصیدې سمسورموسم راغی، او د پښتوپلارخوشحال خان خټک پخپل ادبي زیارلکه نورو ژانرو قصیده هم ترلاسه ونېوله اود روښانیانوله خانقایي بېرته د بزم او رندانوټولي ته راوسته.
خوشحال او ترده وروسته دده د کورنۍ ډېروشاعرانود پښتوقصیده په فني او صنعتي لحاظ هم وپالـله اود مضمون له پلوه يې داسې غني کړه، چې اوس هغه د غوریانو او روښانیانوقصیدې، چې پرته له ستاینې او تصوفه یې نور رنګونه نه لرل، خود باباپه وخت کې ډول ډول مضامین یې خپل کړه او هر راز ادبي ښکلا یې بیامونده.اخلاق، حماسي اشعار، افتخار، شکوه، غندنه، ستاینه، ښیګنه، تبلیغ اوتلقین خوکله کله تصوف او توحیداونور ډېر مضامین هم د قصیدې په محتوااومنځپانګې کې داخل شو، د بابا قصاید شاوخوادوه زره(۲۰۰۰)بیتونو ته رسېږي.
د پښتوادب تاریخ د نظم د پیدايښت نه تراوسه پورې دخوشحال خان خټک سره په نظم اونثرکې دمنډې توان څوک نه لري، اوپه دې وخت کې هیڅ یوداسې څوک نه شته، چې ددې په اندازې قصیدې دي ولري، ددې ډېرې قصیدې خطابیه دي، هنریت اوشعریت پکې ډېردی، خوځینې قصیدې یې تمهیدیه هم شته، د یوې قصیدې څوبیتونه یې دادي:
په پښتوشعرچــــــې ماعـــلم بلندکړ
دخـــــــــبرومـلـــــک مــې فتح په سمندکړ
مــــدعي دتــــورې شـــــپـې اور اورکــــی و
دسهیل غوندې مې ځـان باندې څرګندکړ
یوپه حال اوپــه ماضـــي کـــې هســـې نـــه و
چـــې ښـــکاره یــې دخبــرو راتـــه خـونــدکړ
دمیـرزادیـوان مـــې ومـــانـــډه پــــه ګــــوډي
مـــسخر ه مـــې ارزانـــي خیـــشکی زمــندکـړ
که دولت و، کــــه واصــــل و، کــــه دا نــــور و
پــــــه خبـــــرومـــــې د هـــریـــوه ریـــشخندکـــړ
بابا ډېرې قصیدې د دوه پنځوس کلنۍ نه وروسته په بند او د بند نه وروسته ویلي دي او د درویش دراني خبره، دا د بابا د شاعرۍ دویمه ځواني وه، چې اشعارو یې د هنر او شعریت مالګه درلوده، د باباهغه اشعارچې زموږ لاسته راغلي دي، زیاتره شعریت لري او دده زیاتره قصیدې ترنن پورې سر دي.دخوشحال دقصایدو د لا زیاتومعلوماتولپاره(بوللـه له پیله تر خوشحاله )اثر وګوری.ددې دکلیاتوبله برخه د رباعیاتوده.
د خوشحال خان د رباعیاتوشمېر(۱۶۰۴)دی، پښتوادب تاریخ لرغونې دورې کې د خلیل خان نیازي اوبهلول لودي نه دوه رباعي راپاتي دي.
د روښانیانوپه ادبي مکتب کې ارزاني خیشکی د رباعیاتوپه ویلوکې لوی لاس درلود او د رباعیاتوشمېر یې هم له ډېرو نورو شاعرانو ډېر دی، خوبیاهم د خان بابا رباعیاتوته یې شمېر نه رسېږي، د خوشحال خان خټک رباعیات په هنري ګاڼه سمبال دي اود شعریت خوایې ډېر ه غښتلې ده، یوه رباعي داده:
څوک چې دنیاغواړي هغه رنځوردی
هـرچــې عقباغواړي هغه مزدوردی
هـرچـې مـولاغـواړي تـرهغـوځارشم
هغـــه پـــه دواړوکــونــــومـــسروردی
خوشحال خان خټک په دیوان کې د ساده رباعي پرته د رباعي د ډولونو نه بې ردیفه رباعي، ردیف لرونکي رباعي اوڅلورقافیز رباعیات موجوددي.
د خوشحال خان ددیوان بله لویه برخه د قطعاتوده، چې شمېر یې(۴۰۵)دی.
په لرغونې او روښاني ادبي پیرکې موږ ډېرې قطعې لرو، خوشمېریې د خوشحال قطعاتو ته نه رسېږي، ددې د قطعاتومعنوي ارزښتونه ترشکلي هغې لوړدي، خوشحال خان په قطعاتوکې له یوبیت څخه نېولې ترپنځلس بیتېزو قطعو پورې شته.یوه دوه بیتېزه قطعه یې په لاندې ډول ده:
چـــــــــې غـــــږېــــږې لــــه بــــلانه
لــــه بـــــلانـــــه امـــن مــــــومــــي
هـــــــــــــله ســــــــــړی داړه شــــــي
چې پر پړانګ باندې ور درومي
ج:مثلث:د خوشحال خان خټک په دیوان کې یومثلث موجوددی، چې نمونه یې داده:
دپیسوپــــه ټولــــولــــو لـــــکه مــــږک دی
چې پیسـه ورځینې درومي زهره ترک دی
د غوولي دنیادار په کـــــونـــه کــــک دی
ح:مربع:د خوشحال خان خټک په دیوان کې دوه څلورېزې موجوددي، چې نمونه یې داده:
درېغه بیامودوه په دوه ویلـی راز وای
لایــــو راز ویـــلی نـــه د بــــل اغـــاز وای
ستـــا لـــه لــوریه واړه نــاز له مانیاز وای
پــه مــزه مــزه خـــواږه ویـــل بــاز بـــاز وای
خ:مثنوي:د خوشحال خان خټک په دیوان کې یوه ټوته مثنوي موجوده ده، زه به د هغه د مثنوي د بېلګې څوبیتونه د نمونې په ډول دلته راوړم:
جهــــان ډک دی لــــه اغیـــــارو ننداره کړه
که یویارپه جهان شته رایې ښکاره کړه
یایوزه ددرست جهان پـــه لارفقــــط یم
یا د درست جهان پـــــه لارې زه غلــــط یــــم
د:مخمس: د خوشحال خان خټک په دیوان کې څلورمخمسونه موجود دي، د یوه مخمس څوبیتونه دادي:
وعــــاشــــق تـــه دوه قدمه بـــــحروبـــــردی
نه یې ګردپه لمن پروت نــه دامـــــن تــــردی
په فریــــاد نـــارې وهي پــه نـــاروســــردی
چې دعشق په ګرانې لارکې ډېرخطردی
هــــرقـــــدم چې په کې اخلـې ډار د سردی
ذ:مسدس: د خوشحال خان خټک په دیوان کې دوه مسدسونه موجود دي، د یومسدس څوبیتونه دادي:
مه کړه مخ دې، نه دې د غمږه په تېغ خونونه
خــــون د عـــــاشـــــقانـــــوخـــون بها لري لـکونه
ته چې راښکاره شې په وربــــــل یښـــې ګــــــلونه
نرناحقه لاپې د ښایست کـانــــوري جـــــونــــه
ته چې په ګل رنګو جامودرسته شې رنګینه
ســرې لمبې کړې بلې د حیران عاشق په خونه
داد خان بابا د مسدس لومړني شپږ بیتونه دي، د خوشحال خان خټک په
دیوان کې یو معشر، یوترکیب بند، یوترجیع بنداو یوترکیب بندذوالقافیتین موجود دي، د خوشحال خان خټک ترکیب بندذوالقافیتین یې د بندپه جریان کې (رنتهبور)کې ویلي دي، دغه ژانر ټول (۲۲۰)بیتونه لري، چې بابا د خپل نیولوحالت نه نیولی، د بندحالت او تر رنتهبورپورې ټول حالت یې پکې راوړی دی.
دا و، د شرقي شاعرۍ ژانرونه چې د باباپه دیوان کې موجود دي، د خان بابا دیوان هراړخیز هنري موضوعات لري.