خوشې وخت تېرول مو په خپله ځان ته د زهرو ستنې وهل دي، خوشې وخت تېرول او وزګار ګرځېدل د هغه خلکو کار دی، چې ذهن يې د بې کاره خبرو ډک وي، ځکه د هغوي ذهن د دې خبرو نۀ علاوه د نورو خبرو د جذب ظرفيت نلري وزګارتيا يوازې د دندې نه ګوښه کېدل ندي، بلکې وزګارتيا د لاس تر زنې کېناستل او په هيڅ کار لاس نه پورې کول دي د يو فعال انسان لپاره د خوشې وخت تېرول ډېر بد زيري لري، په ذهن يې شيطاني فکرونه غلبه کوي او تر خپل تسلط لاندې يې را ولي، د مثال په ډول که يو کس د خپلې دندې ګوښه شي، هغه په دې فکر دی چې زه بې کاره شوی يم، لومړی ورسره د اينده او تېر په اړه بې ځايه سوچ او فکرونه پيدا شي، تره زوي، ګاونډي، پلار، ورور، پوله، پټي په اړه يې منفي فکرونه، دا به څنګه يې شي، هغه په به څنګه شي خو بل اخېره سوچ او فکر يې ټول منفي نقد وګرځي، چې له امله يې شاوخوا ته ستونزې دېوالونه وکه او د سرطان په شان په نااعلاجه ناروغۍ اخته شي، په خپل کور کلي کې يې ژوند سخت شي، هر چا سره په زړه کې قصد او حسد حتاَ د خپلې ښځې سره يې هم په معمول لانجه راځي. د وزګار کېناستلو نه د بل چا کار په غاړه اخيستل بهتره دي، يو خوا به هغه سره مرسته وکړې او د بلې خوا به دې د احسان پوروړی شي بې کاره مه کېنئ! بې کاره کېناستل مو شته وړتياوې له خاورو سره خاورې کوي، او په غرقېدونکي سيند مو لاهو کوي وزګارتيا مو د لېونتوب اخيري حد ته رسوي بې کاره مه کېنئ! يو څه وليکئ، نوي کتابونه په هره برخه کې ولولئ تر څو هر اړخيزه مطالعه مو زياته شي، سپورټ وکړي، کتابونو المارۍ دې د سره وسپړئ شايد د متعالمۍ/ محصلۍ په دوره کې تا داسې يو څه ليکلي وي چې ستا اوس په کار راشي، نوښت وکړئ د نوو فکرونو په تجربه کولو شروع وکړئ، شرم ندی پکار د کور په کارونو کې برخه واخلئ، خو د خوشې کېناستو سره د تل لپاره خدای په اماني وکړئ.