له خدمتګار ورځپاڼې نه په مننې
خوش باوري يوازې د الله لپاره سمه ده او له الله پرته خوش باوري د شيطان وسله او د شرك ريښه ده. د انسان په اړه د يو چا خوش باوري بايد الله ج ته د هغه د بندګۍ، پرهېزګارۍ، زهد او تقوا پر اساس وي چې هماغه د الله لپاره د خوش باورۍ پر مفهوم ده.
په راوروسته کلونو کې د دولت وسله والو مخالفانو د وژنو لپاره بیلابیل تکنیکونه کارولي او دا هغه څه دي چې دا راته وايي چې د دولت وسله وال مخالفان نور د ظلم انتها ته رسیدلي او پر هيچا يې زړه نه سوزي. په دې وروستیو کې چې وسله والو مخالفانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د دقیقو شمېرو له مخې د روان میلادي کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۵۰۰ تنه عام خلک په دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د موقتې ادارې تر رامنځته کېدو او د وسله والو مخالفانو تر ماتې وروسته، دغه ډله په يوه نوې څېره کې، چې کاملا د وحشت ښکارندويي کوي، راڅرګنده شوه. دا ځل دې ډلې په ټول زور په بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو اتکا وکړه ترڅو له دې لارې خلک ووېروي او خپل واک منلو ته يې په زوره اړ باسي. ځينې ارقام وايي چې د وسله والو مخالفانو په هرو سلو بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې اتیا هغو يې عامو وګړو ته زیان اړولی. دا هغه څه دي چې په څرګند ډول د دې ډله د صله رحمي د نه لرلو ثبوت وړاندې کوي. په دغو ټولو بریدونو کې چې وخت په وخت رسنيو يې رپوټونه خپاره کړي، ډېری قربانیان د ټولنې هغه ډېره عاجزه برخه یعنې ښځې او ماشومان دي.
وسله والو مخالفانو یوازې پر بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو اکتفا نه ده کړې بلکې نورې بېلابېلې طریقې يې هم کارولې دي. یو له دغو طریقو څخه د انسانانو حلالول دي. د وسله والو مخالفانو یو مخکېني قوماندان دادالله، چې بیا پخپله هم ووژل شو، د افغانستان په جنوب کې په وار وار پخپل لاس خوار افغانان بهرنيو او کورنیو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور حلالول چې اوس هم د هغه پېښو ځينې ويډيوګانې په ځينو انټرنيټي پاڼو کې خوندي دي.
دوی نه یوازې لویان د جاسوسۍ په تور وژلي او حلال کړي بلکې ډیری بې ګناه ښځې او ماشومان يې هم له تېغه تېر کړي دي.
په دې دوى كې داسې كسان هم دي چې د طالبانو د قوماندانانو له خوا جنسي تقاضا ترې شوې او كله چې تقاضا كېدونكو خپل عفت ساتلى او قوماندان ته يې اجازه نه ده وركړې چې عفت يې لوټ كړي، نو بيا د زور له لارې رامخته شوى چې هم يې د خلكو عفت او عزت لوټلى او هم يې بيا قربانيان د دې لپاره چې چاته حال ونه وايي او فاعل رسوا نه كړي، وژلي دي. د پروان په غوربند ولسوالۍ كې د يوې ښځې سنګسار او په پنجوايي كې د يوه طالب قوماندان له خوا په يوه پنځلس كلن هلك د جنسي تېري ويډيو په لاهم په يوټيوب پرته ده.
له انسانانو لكه د څارويو د سرونو د غوڅولو په سلګونه ويډيوګانې په يوټيوب پرتې دي.
په ترټولو وروستۍ پېښه کې وسله والو مخالفانو په کندهار کې له دوو ماشومانو سرونه غوڅ کړي چې د یوه عمر يې ۱۰ کاله او د بل يې ۱۶ کاله ښودل شوی دی. د رپوټونو له مخې لس کلن ماشوم يوې امنيتي پوستې ته نږدې لرګي ټولول چې د وسله والو مخالفانو له خوا ونيول شو او سر يې له تنې بېل کړای شو.
بل لس كلن ماشوم بيا له پوستې نه پاتې شوني خوراكي توكې خپل كور ته راوړل او دا توكي يې د نفقې وسيله وه.
دا دوه كاره له طالبانو پرته بل چا جرم نه دي ګڼلي، نو ځكه د دې پېښې ګوته هم طالبانو ته نيول كيږي.
تر دې مخکې هم وسله والو مخالفانو د ګڼو ماشومانو سرونه په ورته تورونو غوڅ کړي دي. که څه هم تر پېښې يوه ورځ وروسته وسله والو مخالفانو پر دې پېښې انکار کړی، خو ډېر ځله د ورته پېښو مسوولیت دوی په غاړه اخستی، چې له مخې دا پېښه ترې په هيڅ ډول استثنا کېدای نه شي.
د دې دوو ماشومانو په وژلو سره وسله والو مخالفانو دا وښوده چې د ولس د ژوند کولو له طریقو او نفقې سره هم مخالف دي او اوس به د خوار افغان بچیان د خپل خوار ژوند د تېرولو لپاره هیڅ حرکت نه کوي. که هغه د کومې پوستې ترڅنګه خس و خاشاک ټولوي نور به يې نه ټولوي. د دغو وسله والو زړه نور دومره د تحريك د مشرانو متابعت او مينې مهر كړى او ړوند كړى، لكه څومره چې د بت پرستانو زړه هم د بتانو مينې ړوند كړى او مهر كړى وي، چې حتى د دغو ماشومانو د بېوزلۍ پر حال هم ونه رحمېدل او يو ځل يې د الله عفوې او مهربانۍ ته پام ونه شو او په ډېرې بېرحمۍ سره يې په تنكۍ غاړه چاړه راكاږله.
كه څه هم د صله رحم په وړاندې د دغو جلادانو زړونه سخت شوي او مهرونه پرې لګېدلي، غوږونه يې له سربو ډك شوي په خبره اوري خو زړه يې نه ورنرموي، د ماشوم سلګۍ وينې، خو زړه يې نه ورنرموي، چې دغه حالت د ګمراهۍ انتها ده، خو د هغو كسانو لپاره كيداى شي له دينې درسونو څخه دغه درس هدايت شي چې لاهم د هدايت وړ دي. دوى دې لږې يوې شېبې لپاره داسې وګڼي او وانګېري، چې د ده خپل باورونه ګوندې ناسم دي، دغه هلكان ورته الله ج په اخرت كې مخ ته راولي او له ده پوښتي چې زما څه ګناه وه چې تا زه ووژلم. ده مقتول كوچنۍ او وړكۍ خور او يا ورور يې له ده وپوښتي، چې زموږ څه ګناه وه چې تا له موږ څخه د روزي او نفقې يو فرصت واخسته، يعنې كه قاتل په ناحقه او مقتول په حقه وي، نو د قاتل به هغه مهال څه حال وي؟ ايا ده به ته دا پلمه څه ګټه وكړي، چې ده ته نورو ويلي وو چې ګوندې دا كارونه جهاد دى، تاسو حورو او د جنت شنو باغونو ته رسوي او الله ج ورته ووايي چې دا قران او پيغمبر تاته هم راغلى و، د نورو اورېدو ته دې څه اړتيا درلوده په داسې حال كې چې د ستا په كور كې قران او د پيغمبر كلام موجود و، اوس نو ورځه حورې ا وجنت له هغو غواړه چې تاته يې په ناحقه وعدې دركولې او ستا مقام به په دوزخ كې له هغه چا سره وي چې تا ورته قران او سنت پرېښي وو او د هغه په خبره روان وې، متابعت دې ورته كاوه او مسلمانان دې ورته وژل.
عالمان وايي چې په ژوند كې نه دومره خوش باوره اوسه چې د نورو د عزايمو او هدفونو ښكار شې او نه دومره بې باوره اوسه چې خلك درباندې بې باوره شي.
ولس به ښايي د دغه دوو تنکي ماشومانو وژل هم وزغمي، خو لرې نه ده چې د صبر کاسه يې لبریزه شي او د دې ټولو ظلمونو یو یو حساب واخلي.