په محل کښي پورته په برج کښي ناسته پېغله ژاړي . لاندي په زرغونه چمني کښي باچاشپېلۍ وهي او د انسانانو غوندي غټي غټي موږي چي خلې يې په وينو سرې وي ، اتڼ ورباندي کوي . پېغله چي د ځان بدي اخيستي وي او په برج کښي يې پناه اخيستي وي ، هغه وخت نوره په سګليو سي چي اوس به څه کېږي ولي چي يوه غټه توره مږه د باچا له سره تاج واخلي او په خپل سر يې کښېږدي . ددې مطلب دا دي چي باچهي د موږکانو سوه .
دا څه اوس بله مېله جوړه سي ، تاج د مږي په سر کښي بند سي ، مږه وار خطا سي ، يو دم لېونتوب واخلي بلکه د رښتيا لېونۍ سي ، څو سرلاټۍ وخوري ، جګه جګه وغورځي، يو وار د چمن تر يوه سره منډه کړي ، بيا تر بله او غواړي چي تاج له سره وباسي ، خو هغه نه ځني وزي . دا ډول نوري ټولي مږي په خندا سي ، په يو او لوړ ږغ سره ناره کړي چي باچهي دي مبارک سه او اتڼ او لېونتوب يې زيات زور واخلي ، خو د شرابو په نشه کښي ډوب باچا چرت نه پکښي وهي او خپلي شپېلۍ ته نور زور ورکړي .
اوس لوړ په برج کښي پټه پېغله نوره لړزانده سي او لاندي و هغه لوي ښار ته وګوري چي پخوا د جنت غوندي ښکلي وو ، خو چي د ښپېلۍ خاوند باچا سو ، نو شپه و ورځ به يې پام په شپېلۍ کښي وو او ښکلي ښار يې داسي د اديرې په شان سپېره سو چي خوران زيات پکي خواران او شتمن زيات پکښي شتمن سول .
د ښار نالۍ چي پخوا به صفا کېدې او زهر به پکښي پاشل کېدل ، هلته به اوس د کرپشن له سوبه زهر هم نقلي راتلل چي دا ډول له تورو موږو ډکي سوې چي ورځ په ورځ زياتېدې، پنډېدې او غټېدې . د ښار خواران خو له لوږي مړېدل،البته د مړو له کورونو به زيات سوي خوراک ددغو ناليو و څنګ ته اچول کېدي او دا ډول به يې د مږو نسل زياتوي .
دغه راز بې ايماني دومره په زور کښي سوه چي شتمنو هم لکه د ګور چنجيان يو بل ختمول پيل کړل او په ناليو کښي د مږو خوراک کم سو . اوس هغوي له ناليو و شار ته د يو طوفان په صورت کښي راووتې .هغوي غټي غټي وې ، ځکه يې نو اول د ښار پيښياني وخوړې او بيا سپي ، وروسته به د ښار کمزور انسانان ددوي خوراک وو ،خو پاي محلونو ته هم ننوتې . دا رنګه يې د انسان په وينه کښي د نالۍ تر خوراک زيات بلکه د کمال خوند وليد او اوس په ښار کښي به انسان موږکان جوړ سوي په خپلو کورونو کښي پټ وو او مږو به لوټ مار او خونرېزي جوړه کړي وه .
پاي داسي ورځ هم راغله چي د خوراک د کمبوت له سوبه يې په خشم کښي و ښار ته اور ورکړي او دغه تور طوفان په روو چيغو او دربي د مضبوط محل پخوا هم راغي . د محل د څوکيدارانو سرو ګوليو په دوي هيڅ اثر نه کوي ، هغوي يې هم وخوړل او پاي له شرابي باچا سره په رخص سوې چي د شراب خورا ډېر بوتلان ورته پراته وو او دا ډول اوس دوي هم نشه وې او کږې وږې کېدې .
اوس يوې خواته د ښپېلۍ شور او د خونخوارو مږو اتڼ تېز سو او بلي خواته د ښار اور چي په برج کښي ناسته پېغله دومره وار خطا سوہ چي داسي زوروري چيغي يې تر خلې ووتي چي ددې په اختيار کښي نه وي .
دا رنګه چي څنګه په دغو چيغو کښي ځوانه مينځه له خوبه راکښېنسته ، نو يې دغسي له خپلي خوني په مخامخ ښکلي ګېلرۍ کښي منډي کړې چي سرې غالۍ پکښي هواري وې او سمه د ويده باچا په خونه ننوته .هلته يې د سترګو په رپ کښي د هغه و سر ته پرته شپېلۍ لېري وغورځوله او دم دستي يې يو ځاي پټ د ښکلو ماشومانو داسي انځور کښېښوي چي له لوږي يې په زوره زوره چيغي وهلې او څوک يې لړزوي.
پاي
اګست کال 2014