په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه ټپیان شول - وردک

هرکال په نړۍ کې د ګاډو دټکر په پیښو کې په زرګونه کسان مړه او په میلونونه نور ټپیان کیږي. او د مرګ ژوبلې کچه ېي ورځ تر بلې په زیاتېدو ده. خو که د خوندیتوب یا مصونیت اصولو ته پام وشي نو وشنې ده چې د پیښو مخنوی وشي او د مرګ ژوبلې کچه یې لږه شي.

پیښه د ناخوندي او خطرناکو حالاتو پایله ده.

د ګړندیتوب له ټاکلي کچې نه تیز ځغلول، بې موکې او بې ځایه مخکې کېدل، ناڅاپي دریدل، واټن په پام کې نه نیول، بیړه، ستړیا، د ترافیکي اصولو سرغړونې، بې پروايي، د سترګو کمزورۍ، په نورو ډاډینه، او له لارې سره نابلدتیا د ګاډي د ټکر کېدا ستر لاملونه دي چې تر ډېره د ګاډي په چلوونکي پورې تړاو لري.

سیف الرحمن محرابي
سیف الرحمن محرابي

د بریکونو او سړکونو خرابوالی، د څراغونو، ښيښو، اینې، ښیښه پاک، او ښيښو نه لرل، او یوشمیر نور تخنیکي ستونزي اوطبعي علتونه دي چې د ګاډي د ټکر کېدا سبب ګرځي.

یو ښه ډرایور هغه څوک دی چې په هرډول شرایطو، د نورو موټر چلوونکو له بې پروايۍ ، او د سړکونو له خرابوالي سره سره د چلولو پر مهال پیښه ونه کړي.

  دغه راز هر ورځ ټېرونه، څراغونه، د تیلو او موبلایل، پاکونې، بوغندوکي، د ښيښو او ائینو، او له بریکونو نه ارزونه کوي.

د ځغلولو پر مهال د خوندیتوب ځینې مهمې ټکي چې  لاندې کاږل شوي دي باید په پام کې ونیول شي.

څوکۍ 

څوکۍ باید داسې برابر کړای شي چې پښې له بریکونو او کلچ نه په اسانی ټول او وروړل شي.

ائینې

ائینې دګاډي چلونکي دیوې بلې سترګې په توګه پیژندل کیږي

دغه راز ائینې هم داسې برابر کړای شي چې څټ ګاډۍ  په کې ولیدل شي.

پر ګاډۍ دنورو شیانو له سریښولو او لګولو باید ډډه  وشي چې په لیدلو او پیژندلو کې ستونځې زیږوي.

لاسي بریک

لاسي بریک تر ډیره په تم ځایونو او څلور لارو کې کارول کیږي.

اشارې

اشارې ورکول په دې معنی ده چې تاسو خپل دریځ او لاره بدلوۍ.

اشارې باید په خپل موکې او نورو ته دپوهاوي وړ وي.

ګړندیتوب

ګړندیتوب باید دلید ترکچې، دلارې او د هوا حالاتو په پام کې نیولو سره وي،

غبرګون

غبرګون نیغ په نیغه د ډرایور پر ‌ذهني وړتیا او ارواي وضعیت پورې تړاو لري.

په عادي حالاتو کې دیو روغ انسان دغبرګون وخت ۷/۰ ثانې دي، په بله ژبه که دګاډۍ ګړندیتوب پنځوس کلیومتر پر ساعت وي وړاندې تر دې چې د کوم ناڅاپي خنډ لپاره پر بریکونو پښې ټينګې کړای شي ګاډۍ لس متر واټن لاندې کوي چې په عادي حالاتو کې ۲۵ متر واټن وهي.

سپارښتنه کیږي چې دګړندیتوب په هرو پنځلسو کلیومترو پر ساعت کې له مخکیني ګاډۍ نه دیو ګاډۍ داوږدوالي په کچه واټن په پام کې ونیول شي.

تم ځای

په تم ځایونو کې تر تم کېدو وړاندې او وروسته باید ډاډ تر لاسه شي ترڅو کومه پيښه مخې ته را نه شي.

اوښتل

که چیرې ښي یا کیڼ لاس ته داوښتلو پرمهال پام و نه شي نو تر ډیره پیښه را منځته کیږي.

ګاډې چلونکي وړاندې تر دې چې کوم اړخ یا لاس ته د اوښتلو پریکړه وکړي لومړی باید ائینې وڅاري دڅټ ګاډۍ ګړندیتوب په پام کې ونیسي  په موکې او په برابر واټن تر اشارې وروسته واوړي.

امبولانسونو او اطفایې ته لاره وکړئ

د ځغلولوعلامې او نښې نښانې په ځیر زده کړئ چې ستاسو او دنورو دخوندیتوب لپاره دي.

لرې ګورئ او دلیدو لمنه مو پراخه کړئ

په هرو څو ثانیو کې ښي او کیڼ ائینو پر لورې سترګې ورغړوئ

مه پریږدئ چې ګړندیتوب مو دلیدلو له کچې پورته وخیژي، له احتمالي پیښې نه دتیښتې لاره غوره کړئ

له څښلو خوړلو د مطالبو له لوستلو ډډه او سوارلیو سره په اوږدو خبرو اترو کې ګډون مه کوئ

د شپې موټر چلول

وروستي شمیرې ښيي چې د ټکر مرګوني پيښې د مازدیګر له پنځو بجو هاخوا د شپي تر اتو بجو پورې د ډیريدو په حال کې دي.

څارونکي لامل ېي دلمر پریوتو پر مهال د ګړندیتوب زیاتوالي په ګوته کوي

شپې کې باید خپل ګړندیتوب پنځلس کلیومتر پر ساعت د ورځې په پرتله کمه کړئ

کله چې نورو ګاډو سره مخ او یا څټ ته ورنیږدې کیږی څراغونه تت کړئ

دستړیا او خوب راتلو پرمهال له ګاډې چلولو ډډه وکړئ

دهوا خرابوالي او تیاره دپيښې امکان زیاتوي په ورته وخت کې ګاډې باید ونه ځغلول شي.

له څراغونو سترګې وغولوئ

لاروۍ د لومړیتوب حق لري دهغوي له حالاتو بې پروا مه ووسئ

تیاره کې تیز او روښانه څراغونه وکاروئ

څراغونه او اشارې تل پاک او خوندي وساتئ

دسړکونو دغاړې علامو نښو او نښانو ته پاملرنه او پلي کړئ

ناڅاپي پیښې او د مخنوي لارې چارې

دځغلولو پر مهال هره شیبه ددې امکان ځي چې کومه ناڅاپي پيښه را منځته شي.

ښاي ګاډي چلونکي سمدلاسه دژغورنې په موخه هرې خواته لاس وغزوي.که چیرې په داسې حالاتو کې زغم او سمه دفاعي لاره غوره نه شي بی له شکه چې لوېه پیښه به وشي.

دګواښونو او بیړنیو حالاتو په تړاو له وړاندې فکر او دمخنوي پرلارو چارو باید وړاندوینه وشي.

ښویدل

په واورو او ورښتونوکې ګړندیتوب، شټیرینګ وهل، بریک نیول، او دلارې بدلون د ګاډۍ دښویدو لامل ګرځي او له کنټروله وځي.

که چیرې ګاډې ښویږي سمدلاسه له اکسیلېټره پښې لرې کړئ او بریکونه مه نیسئ پرکوم لورې چې ګاډې ښوئږي شټیرینګ پرهماغه لورې ورو ورو تاو کړئ ترڅو ګاډۍ عادي حالت ته ور وګرځي.

په واورو کې دځنځیرونو(چینونو) کارول حتمي دي، یاد توکي دګاډې په کابو کولو کې مرسته کوي.

بریکونه له کاره غورځي

ګاډي چلونکي ته تر ټولو ویرونکي او بیړنۍ حالت هله پیښیږي کله چې بریکونه کار ونه کړي او پرځای اغیزه نه پریږدي.

داسې حالاتو کې سملاسي ډبل ګېرونه ولګوئ او له لاسي بریکونو نه ګټه واخلئ.

که چیرې لاسي بریک دګټې وړ نه وي اوګاډۍ د ټکر له مرګوني پیښې سره مخامخ کېدونکی دی باید هڅه وشي چې پلي لارې ته ووځي او ښی څنګ ېې له ډبرو، دیوال او یا هم دخاورو او شګو له ډبرو سره وجنګوئ.

رېز یا اکسیلیټر په خپل ځای پاته کیږي

د اندیښنې وړ پيښه نه ده لاسونه مه ور وړئ، دپښو پرمټ هڅه وکړۍ چې بیرته را وګرځي او یا له څنګلوري سوارلۍ نه مرسته وغواړۍ. خو که چیرې وخت یاري نه کوله ګاډۍ تم کړئ.

ناببره څراغونه مړه کیږي

په ورته حالت کې ګړندیتوب کم او دسړک ډډې ته دهغه وروستي انځور له مخې چې ستاسو سترګې اخیستي دبریک نیولو هڅه وکړۍ

د نورو دخبردارۍ لپاره موټرته څیرمه اور بل کړئ اوڅراغونه روښانه کړئ او یاهم د خبردارۍ نښې نښانې وکاروئ.

ټایرونه چوي

شټیرینګ ټینګ ونیسئ او موټر مه پریږدئ چې له کنټروله ووځي تر هغې چې ګاډی تمیږي.

مخامخ ټکر

ناڅاپه بل ګاډۍ ستاسو لاس ته ځان اچوي او مخامخ ستاسو پرلورې درومې. خورا ستونزمنې شیبې دي  په څو مترۍ کې د ټکر تر ټولو څخت د مرګوني ګواښ احساس مخې ته راځي. او دسترګو پر وړاندې هرڅه جړ شي

کیدای شي ګاډې چلونکي ېي ویده، نیشه او یا هم ناروغ وي.

سمدستي ګړندیتوب کم کړی، بریکونه ونیسی او خپل ګاډۍ پلي لارو ته واچوی.

د ګاډې چپه کېدل، ښویدل او یا په څنګ ټکر کېدل د مخامخ ټکر کېدو په پرتله غوره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *