له جانکیري سره دا څه موده زما نالګي ده، ګویا سره جوړ نه یوو ـ خوابدي زما ده، تاسې به وایئ، چې کیري د چا څه پروا لري، دا سمه ده، خو زه به تاسې ته دا خبره ناسمه را وباسم، هغه دا چې جانکیري ته زما خپګان یا خوابدي څومره ګرانه پرېوته.

زموږ خوابدي داسې برید کې ده، چې دا څه موده مو خبرې او اړیکي هم شلېدلې، اړیکي ده پرې کړې، مانا کبر یې را اخیستی، خو د کبر کاسه نسکوره ده.

له ما سره چې هر چا شلولې، زیان بلکې تاوان یې لیدلی، که نه له قاضي سلطان محمد صلاح و پوښتﺉ، چې زما خوابدۍ برباد کړ، اوس لکه مچ لاسونه مروړي، دا ځکه چې زه د خوابدۍ حق یواځې ځان ته بولم، بل ته په دغسې حق نشم قایل کېدای.

د خوابدۍ بل حقدار اسدالله دانش عرف ګل دادا دی ـ په دې برخه کې دی له ما وړاندې دی، چې همېشه له نورو خوابدۍ ګرځي، هېڅوک له ده د خوابدۍ جرآت نشي لرلی ـ که چا کله د دغسې ګستاخۍ زړه کړی، سر به نیست ګرځېدلی…. ځکه خو دده خوابدي زما له هغې ګواښنده ختلې، دلته ده چې هر څوک یې خیال ساتي، ناز یې وړي، پر سر، سترګو یې کېنوي او پر اوږو یې سپور ګرځوي…

جانکیري داسې ګڼله، چې زه څوک یم، خپګان به مې څه وي ـ دی پخپل زور او زرو غره و، د زور پته یې افغانستان کې ولګېده، د زرو واشنګټن کې، چې فدرالي ادارې یې د پیسو له نشتوالي تړلې دي، د یورو ورکړې ته حیراته ده.

پخوا به چې زموږ ترمنځ کومه خبره راغله او ما به له نازه څو ورځې یو څه نا غېړي را واخیسته، ده به پر تلیفیون احوال اخیست، یو وار خو ولسمشر اوباما هم زموږ منځ کې را ولوېد او په کیري یې خوشکې او پټکې هم وکړې، خو دا ځل یې بیخي ځان ناګاره اچولی ـ کیري لا هم ویلي چې : مه سر رییس جمهورش ری نزدیم ای خو…

دا خبره لکه ولسمشر کرزي ته نیم بولا پیري رسولې وي، ځکه خو یې ارګ کې په رڼا ورځ د آسمان ستوري پرې وشمېرل…

کیري ته به اوس پته لګېدلې وي، چې له سېره څو پخېږي ـ لکه صلاح د مچ په څېر به لاسونه مروړي، د اړیکي او ننواتې لاره او لوری به لټوي، خو ما خپل موبایل ګل کړی، په کیسه کې یې نه یم.

که رښتیا راباندې وایې د جانکیري کبر او پولګري، ډېره بده را باندې لګېدلې ده ـ که نه ما به د ولسمشر کرزي د نیوکو او ګیلو شکایتونو پر وړاندې دندان شکن دلیل او لاسوند ور برابر کړی وای. نه یواځې داچې د ولسمشر په خوله کې به یې خبره وچه کړې وه، بلکې لویه جرګه او ملت به یې هم په ځان پسې درولی وای.

دغه پیل اوس هم کارګر دی، خو پام چې کیري ته یې څوک ور ونه رسوي ـ دلیل دادی چې که افغانستان په جنګي جرمونو او جنایتونو څوک محاکمه کړی وای، امریکا چمتو بلکې حاضره ده، چې د قضایي مصونیت له غوښتنې لاس واخلي ـ دلته خو جنګي مجرمین او جنایتکاران له پخوا هم ښاغلي ګرځي، په لوړو چوکیو او مقاماتو لګېدلي ـ د ولسمشرۍ ټاکنو کې یې نومونه راغلي ـ نو چې داسې ده او جنګي مجرمان او جنایتکاران نشي محاکمه کېدای، له امریکا داسې یوه غوښتنه بېځایه بلکې ناقانونه ده، او امریکا چېرې هم ناقانونه غوښتنه نشي منلی.

افغانستان چې جنګي مجرمانو او جنایتکارانو ته څومره خوندیتوب برابر کړی بل ځای یې بېلګه نشي موندل کېدای، ځکه خو د امریکا اندېښنه بېځایه ده، چې ګنې دلته به په جنګي جرمونو او جنایتونو کوم امریکایي محاکمه کړای شي ـ که امریکا غواړي د خپلو عسکرو خوندیتوب باوري کړي افغانستان یې ځای دی، چې دلته هر جنګي مجرم او جنایتکار سړی سترګې او سپین باز ګرځي…

ملګري ملتونه د ناقانونه غوښتنې پر وړاندې د امریکا د ننګې او ملاتړ مکلفیت لري، ځکه خو د امنیت شورا ښایي بېړنۍ غونډه کې دغسې ناقانونه غوښتنه ویتو کړي…

له محور ورځپاڼې په مننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *