خوند هغه نوم چې انسان تل پسې سرګردانه دی. خوند چې بېل اړخونه لري ماشومان یې په لوبو کې لټـوي زده کوونکی یې په ښو نومرو کې لټـوي، پلار او مور یې د اولاد په روغتیا او بریالیتوب کې لټـوي، د کور سرپرست یې په ښه ګټه کې لټـوي، سوداګر یې په ښه سودا کې لټـوي، مزدور یې په ښه مزدوري کې لټـوي، ډاکټر یې په ډیرو ناروغانو کې لټـوي، رشوتخور مامور یې په ښه ښه رشوت کې لټوي، زیار ایستونکي یې په زیات زیار ایستلو کې لټوي، د ازادۍ مبارزین یې د ازادي په اخیستلو کې لټـوي، ښکاري یې د ډیرو مرغانو په وژلو کې لټـوي، یتیم یې په خندا کې لټـوي، میړه یې په یوه ښه ښځه کې لټوي او ښه میرمن یې په یو ښه میړهکې لټــوي، مین یې په وصال کې لټـوي، بزګر یې په ښه حاصل کې لټـوي، هغوۍ چې زړونه یې له دنیا تور شوي په ځان وژنو کې لټـوي، د عقیدو څښتنان یې د جنت په تګ کې لټـوي.
ډیر داسې خوندونه دي چې د انسان له فطرت سره تړلي دي، داسې خلک شته چې د یو چا له ربړولو او وژلو خوند اخلي خو داسې خلک هم شته چې د یو چا د خوشالولو لپاره ژوند تیروي د یو چا د ښه ژوند برابرولو لپاره ستونزې ګالي.
خوند چې له ښه خوراک هم اخیستل کیږي د یوې ښې تفریحي سیمې له لیدلو هم اخیستل کیږي خو یو شاعر که ښه شعر ولیکي مینوال یې دده د شعر له اوریدلو خوند اخلي یو سوالګر که د ورځې په اووږدو کې ډیرې پیسې ټولې کړي له پیسو خوند اخلي.
د یوې سالمې جنسي اړیکې له نیولو بیل ډول خوند اخیستل کیږي، د یوې ښکلې جینۍ سره د یو نارینه لخوا د جنسي اړیکو له لرلو یو ډول خوند اخیستل کیږي برعکس د یو ښکلي ځوان سره د جینۍ لخوا د جنسي اړیکو له غوښتنې بیا جینۍ خوند اخیستلی شي. له جنسي اړیکو پرته هغه څوک چې درته زړه کې ډیر نږدې وي له لیدو یې خوند اخیستل کیږي. د یوې غوره دندې له پیدا کیدلو بیل خوند اخیستل کیږي له ښه خوب کولو هم خوند اخیستل کیږي که لږ ژور لاړ شو ژوند ټول د خوند اخیستلو لپاره او د خوند د اخیستلو په انتظار کې تیریږي.
زه نه شم کولی د خوند تعریف ولیکمه ځکه چې خوند ځانګړی تعریف درولودلی نه شي هر څه چې د په سترګو او زړه ښه ولګیدلو هغه خوند ده. نړۍ چې مختلف ادیان پکې ژوند کوي هر یو د خپل دین عبادت کوي او زړه ته پرې سکون ورکوي چې دا سکون په خپله د خوند اخیستل دي.
یومسلمان ورور ته هر څه د اسلام د ستر پیغمبر ص لخوا فرایض سنت حلال حرام هر څه واضح شوي دي او هر مسلمان په د پوهول شوی دی د جنت لپاره کومه لاره چې ټاکل شوې ده روښانه ده د دوزخ چې کومه لاره ده روښانه ده دا واضحه خبره ده چې دوزخ د تکلیفونو عذابونو ځای دی چې الله ج د هر مسلمان ترې وساتي خو برعکس بیا جنت د مزو او خوندونو ځای دی.
د قرآن کریم د الزخرف سورت په یو اویایم ایت کې راغلي
وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ
ژباړه: هغه څه چې دوی یې د ځان لپاره غواړي او د سترګو څخه خوند اخلي، په دې جنت کې دي.
د جنت میوې حورې سهولتونه هر څه یو خوند دی یانې ویلی شو چې له مرګ وروسته هم خوند اخیستل کیږي.
دا هم باید هیره نه کړو چې خوندونه په اسانۍ سره نه اخیستل کیږي. د خوند د اخیستلو لپاره ډیر څه ته ضرورت دی لکه وخت درلودل ستونزې ګالل او نور.
ځینې خوندونه طبیعي دي مثلا که د اوړي سخته ګرمي وي او ښه باران وشي ټول انسانان ترې خوند اخیستلی شي. طبیعي خوندونه یوازې د یوکس نه بلکې د ټول بشر لپاره وي خو ځینې خوندونه داسې وي چې هغه فردي وي او د هغه فرد په زیار او یا بخت باندې برابر شوي وي.
د قرآن کریم د البقره سورت په نهه ویشتم ایت کې راغلي
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا
ژباړه: هر هغه څه چې مو په زمکه کې پیداکړي دي ستاسې لپاره دي.
د قرآن کریم ددې مبارک ایت په بنیاد ویلی شو هغه څه چې مسلمان ته روا او یا حلال ګرځول شوي دي کولی شي ترې استفاده وکړي ژوند پرې جوړ کړي او له هغه خوندواخلي. ویلی شو او د قران کریم د ډیرو ایتونو په بنیاد ویلی شو هر څه چې الله ج په طبیعت کې پیداکړي دي د انسان لپاره یې پیداکړي دي او خوند ترې واخلي.
موږ ټول د خوند اخیستلو په پار ژوند تیروو خو کله کله یو انسان د خپلو خوندونو د لاس ته راوړلو لپاره د بل انسان د ژوند اخلي خو دا یې هیره وي چې همدا خوند یو وخت بیرته له ده څخه اخیستل کیږي خو هغه کس چې د خپلو خوندونو لپاره یې وژلی بیرته نه شي ژوندی کولی.
د پښتو ژبې خوږ ژبی شاعر رحمت شاه سایل فرمایي
خوند کوي سایله پښتانه یاران
سل ځلې خپه شي خو بیلیږي نه
سایل صیب دلته په د بیت کې له وفا خوند اخلي د پښتون ټبر ځوانانو باندې فخر کوي که ډیر ځله خپه شي خو بیا هم له یو بل لارې نه بیلوي یو بل نه پریږدي. ډیر کله یو انسان په کوچني خفګان له یو بل لارې بیلوي خو سایل صیب پښتانه ځوانان بیا په د کټګوري کنه نه حسابوي.