د افغانستان امنیت د دسیسو او انحصار په منګول کې 

عبدالله الهام جمالزی

په داسې حال کې، چې په دې وروستيو کې د هېواد وضعيت د سياسي لانجو او کشمکشونو له امله د بحران پر پوله ولاړ دی، په هېواد کې د ناامنيو زياتېدو او د ناامنيو ځينې مرموزو پېښو او دغه راز په يو شمېر سيمو کې د افغان ځواکونو ځينې کړنو او پر دغو ځواکونو د بې باورۍ زياتېدو، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

که له يوې خوا د نړيوالو ځواکونو، افغان ځواکونو، د دولت د وسله والو مخالفينو او نورو لورو له خوا د افغان ولس د وژنې او ځورونې لړۍ له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده؛ په دې وروستيو کې د یوه ناڅرګند دښمن له خوا د ارګون د پېښې په څېر ټولوژنې او بریدونه او همدا راز په سیمه ییزه کچه د شمالي وزیرستان د عملیاتو په څېر پلان شوې پېښې هم، د افغانستان د راتلونکي امنيت لپاره يوه پلان شوې او جدي ننګونه بلل کېږي.

پر افغانستان او عراق د امريکا له بريدونو وروسته، ځینې وخت د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د امنيتي وضعيت پرتلنه کېږي، چې يوه تر ټولو مهمه برخه يې هم همدا مرموز او ويجاړوونکي بريدونه دي، او اوس چې دا ډول بریدونه له بل هر وخت زیات شوي، مهمې څېرې به نښه شوې او د افغانستان د ملت احساسات په نښه شوي، د امنیتي ارګانونو رول، اغېز، د دوی نیمګړتیاوو او دغه راز دې برخې ته د پاملرنې نشتوالي هم ځان ته ډېر پام ګرځولی.

د امنيتي ارګانونو ستونزې

د افغانستان پر امنيتي ارګانونو بې باوري او د ولس او هغوی تر منځ واټن، ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي او دا بې باوري او د واټن زياتېدل بېلابېل لاملونه لري.

که څه هم په تېرو کلونو کې د بهرنيانو له خوا د افغان ځواکونو د روزنې د پروسې تر نامه لاندې د افغان پوځ د يوې زياتې برخې د روزنې ادعا کېږي؛ خو له عملي حقيقتونو ښکاري، چې افغان ځواکونه لاهم غيرمسلکي دي، تجهیزات نلري، پراخ اداري فساد پکې دی او فعاليت يې تر لويو ښارونو ورهاخوا په ډېری سيمو کې د ولسونو د ځپلو او ځورولو لامل شوی.

په تېرو څو کلونو کې وخت ناوخت او په تېره بيا په وروستۍ څه موده کې د عملياتو پر مهال او یا هم په نورو بېلابېلو پېښو کې د امنیتي ځواکونو په لاس د ولسي وګړو پراخې مرګ ژوبلې او په دوی بې رحمانه بریدونه، په غیر مسولانه ډول د خلکو وهل او وژل او بیا د دا رنګ جنګي جنایتونو او ستونزو د تعقیب لپاره د مرکزي حکومت د ارادې نشتوالي له عامو هېوادالو سره کرکه او جدي بې باوري زیاته کړې ده.

په ټول هېواد په تېره بیا پلازمینه کې د جنايي پېښو له حده زیاتېدو هم له یوې خوا د هېواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي امنیت منفي اغیز کړی له بلې خوا یې عام خلک وارخطا کړي او په نظام او امنیتي ځواکونو يې بې باوري زیاته کړې ده.

له بلې خوا د ملي اردو او پوليسو ترڅنګ د بهرنيو لورو له خوا د يوه ژور پلان له مخې، د ټول افغانستان په کچه د سيمه ييزو پوليسو په نوم جوړښت، چې پخوا ملېشه بلل کېده، رامنځته کول او بيا په ډېرو سيمو کې د هغوی پر جنايتونو سترګې پټولو هم، د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ واټن خورا زيات کړی دی. همدا راز دغه جوړښت په بېلابېلو سيمو کې د قومي دښمنيو لامل هم شوی، چې په راتلونکي کې د هېواد امنيت ته لوی ګواښ بلل کېدای شي.

د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل په لومړيو مياشتو کې د هغوی پر کړنو له عامو افغانانو نيولې تر مدني ټولنې او چارواکو پورې غبرګونونه وښودل شول، چې په کندوز ولايت کې د قوماندان قديرک او ميرعلم او په اروزګان ولايت کې هم د حکيم شجاعي او عبدالصمد په نومونو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندانانو په څېر اشخاصو پر ضد، چې د ګڼو بې ګناه وګړو، مېرمنو او ماشومانو په وينو يې لاسونه ککړ بلل کېدل، همغه وخت خورا جدي غږونه اوچت شول؛ مګر د مخنيوي لپاره يې هېڅ ډول ګام پورته نه شو او د هغوی پر جنايتونو سترګو پټولو، عام افغانان مرکزي دولت ته له شکايت کولو نهيلي کړل.

په عادي حالاتو او د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو له خوا، پر عامو افغانانو او حتی پېژندل شوو چارواکو د بريدونو او وژلو ځينې وروستۍ پېښې، په ځينې لرې پرتو سيمو کې د دغو ځواکونو له ظلمونو، وهلو ټکولو او ځورولو شکايتونه او د قانون په جامه کې غيرمسؤولانه فعاليتونه په ډېری سيمو کې د خلکو د کرکې لامل شوي دي.

د دې ترڅنګ په ټوليز ډول د دندې ترسره کولو پر مهال، له افغان ځواکونو سره د انګېزې نشتوالی هم د دغو ځواکونو يوه طبيعي نيمګړتيا ده او په ډېری لرې پرتو سيمو کې يوازې د معاشونو ترلاسه کولو په موخه شپې ورځې سبا کوي. همدا لامل دی، چې د بهرنيو کړيو نفوذ او یا هم د بهرنیو کړیو د ډېری پلان شوو بريدونو مخنيوی هم نه کېږي.

د سياسي لوبو او مصلحتونو اغېز

د ملي مصلحتونو او ملي مشارکت تر پلمې لاندې د واک پر سر په نظام د معاملو پایله دا وه چې امنیتي سکتور تر ډېره په تېرو جګړو کې د مطرح لوبغاړو لاس ته پرېوځي، د هغوی جنګیالي او د هماغو جنګیالو دوهم نسل پکې له هر ډول مسلکي پوهې لیرې مدیریت وکړي او هم يې بشري ځواک تامین کړي چې دې چارې او په ځانګړو قومي جوړښتونو پورې د دغو ځواکونو محدودوالي هم دا بې باوري زیاته کړې په تېره بيا کله چې د ملي دريځ نيولو پر ځای، د يوه لوري په ګټه د زور له لارې په واک نيولو کې د دغو ځواکونو د ګډون په اړه اوازې هم خپرې شوې، د دغو ځواکونو پر ملي والي يې خورا منفي اغېز کړی دی.

د ولسمشر کرزي د دورې د مصلحتونو او ملي مشارکت په پايله کې، امنيتي سکتور هم د ونډو له مخې د ځينې لورو تر انحصار لاندې و، چې له امله يې په حساسو وختونو کې نظام ته ګواښ پېښ کړی او يا يې هم په ځينې مواردو کې د ملي ګټو خلاف ګامونه اوچت کړي دي. پر دې سربېره دې چارې د دغو ځواکونو په نه مسلکي توب او د مسلکي پوهې د نشتوالي له کبله، د هغوی په ناسم مديريت کې هم رول لوبولی دی.

په افغان پوځ په ليکو کې د قوم پالنې او ژبني تعصب له مخې د غچ اخېستلو پياوړې روحيه په ډېری سيمو کې د عامو افغانانو د وژنو او ځورونو لامل هم شوې، چې د مخنيوي لپاره يې د پام وړ اقدامات نه دي ليدل شوي.

که څه هم د امنيتي ادارو په ګډون د ونډو او مصلحتونو ښکار شوو او غيرمسلکي ادارو کې د اصلاحاتو لپاره د ملي مشارکت د حکومت له پای ته رسېدو او د نوي حکومت له جوړېدو سره ځينې افغانانو د بدلون تمې درلودې؛ خو داسې ښکاري، چې راتلونکی حکومت هم د مصلحتونو او جوړجاړيو ښکار دی او بهرني لاسونه په افغانستان کې د تېر په څېر يوه بل حکومت دوام غواړي.

تر کومه چې د افغانستان د خلکو له خوا د بهرنيانو د لاسونو ورلنډولو او بيا د سولې او ملي پخلاينې لپاره صادقانه او واقعبينانه ګامونه نه وي اوچت شوي، افغان ولس به تر يوه او بل نامه لاندې ځپل کېږي او د پرديو لپاره به قربانۍ ورکوي. پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *