۲۰۱۴ د بدلون کال!

خو څه ډول بدلون؟

۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په ټول هېواد کې افغان ځواکونو ته د امنیت د لیږد کال دی، په کوم کال کې به چې د افغانستان د ټولو سیمو امنیت په بشپړ ډول افغان حکومت ته انتقال او د نړیوالې ټولنې او امریکا حضور به د مرستو او افغان ځواکونو د روزنې تر ماموریت پورې محدود شي.

خو پوښتنه دا پیدا کيږي چې په اوسنیو شرایطو کې افغان لوری تر کومه حده د امنیت اخېستو ته چمتو دی؟

او ایا وبه کولای شي چې د افغانستان اوسنی بحراني حالت مهار کړي؟

د افغانستان مخ پر ځوړ خراب اقتصاد به پر کومه خوا ولاړ شي؟

د افغان ځواکونو تجهیز او روزنه،په افغانستان کې د متعصبو ګاونډیو هېوادونو پراخه لاسوهنه،په ادارو کې د اداري فساد اوج ته رسیدل ،د وسلوالو طالبانو او نورو مخالفو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی، ځنې نورې هغه مسلې دي چې خلک یې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په اړه اندېښنه لري.

که څه هم ځنې چارواکي او سیاستوال د رسنیو له لارې له ۲۰۱۴ کال وروسته د مثبت بدلون خبرې کوي او غواړي چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي ، مګر د خپلې دې ادعا لپاره هیڅ ډول قانع کوونکي دلایل نه لري.د هېواد حالات ورځ تربلې د خرابېدو پر لوري روان دي.

زه نه غواړم په دې خبرو سره د خلکو اندیښنې زیاتې کړم او خلک نور هم په تشویش کې واچوم خو له حقایقو هم سترګې نه شي پټیدای. خلک پوهېږي چې راتلونکی یې تیاره دی.د هېواد په اکثره ولسوالیو کې د دولت حاکمیت یوازې د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې محدود دی،او په ځینو ښارونو کې هم همدا سې.

د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تربلې د ډېرېدو په حال کې دي چې د هېواد له اوسنیو ترېنګلو حالاتو څخه یې په ښه توګه مشاهده کولای شو.

افغان دولت د څو کلونو په جریان کې له ګاونډیو هېوادونو سره یوه کامیابه پالیسي ترحه نه کړه چې له مخې یې ددغو هېوادونو د لاس وهنو او تخریبونکو فعالیتونو مخنیوی وکړي. مګر اوس مهال کله چې افغان دولت له ۲۰۱۴ کال وروسته په ډېرو برخو کې ګوښه پاتې کيږي نو د هغوی لاسونه به نور هم را اوږده شي چې ان زمونږ تر ستوني به را ورسيږي،هغوی کولای شي په اسانۍ په افغانستان کې یو ځل بیا د کورنیو جګړو اور بل کړي،او سخته ده چې پر بهرنیو مرستو ولاړه اردو او پولیس وکولای شي د هېواد حالات په خپل اختیار کې واخلي.

د اقتصاد لا زیانمنېدل د مایوسۍ یو بل تریخ حقیقت دی، پانګوال هم د افغانستان حالات په غور څاري او په اسانۍ سره پانګونې او سرمایه ګذارۍ ته زړه نه ښه کوي چې ځینې خو سر له اوسه له افغانستان څخه د ځان د رانغاړلو په هڅه کې دي.

رشوت خواره، فسادګر او په لوړو معاشونو روږدي چارواکي به هم د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته د خلکو جیبونو ته ناست وي دا چې اوس هم په افغانستان کې فساد اوج ته رسیدلی په دې برخه کې په نړیواله سطحه د بدنامۍ لومړۍ مقام له ځانه سره لري، ویره ده چې دغه حالت به لا بحراني شي.

افغان حکومت ته د امنیت د لېږد پروسه په دې مانا نه ده چې ګواکې امنیت ښه شوی بلکې امریکا غواړي چې یوازې له نظامي جګړې ځان یوې خواته کړي او په دې توګه خپل فوځي لګښتونه راکم کړي او د خپلو فوځیانو د مرګ ژوبلې مخنېوی وکړي.په دې سره به د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د جګړې ډګر لا تود شي، او امریکا به له فوځي اډو دغه حالت څاري چې په دې توګه به افغان حکومت د مرګ او ژوند ترمنځ واقع وي.خو له دې ټولو اندېښنو او پر افغانانو د یوې بدې او تورې ورځې د راتګ له ویرې سره سره افغان دولت یو قوي دریځ او تصمیم نه دي نیولي ترڅو له دغه کړکېچن حالت څخه په بریالیتوب را بهر شو،افغان چارواکي ددې پرځای چې د افغانستان د ژغورلو په فکر کې شي خلکو ته په فریب ورکولو او له ۲۰۱۴ کال وروسته د حالت د ښه کېدو پر بې ځایه ژمنو خپل وخت ضایع کوي.

اوس مهال افغان دولت ته په کار دي چې له اوسني لنډ وخت څخه د حالت د ښه والي په منظور لویه استفاده وکړي.له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پروخت هڅه وشي چې د هېواد ملي ګټې خوندي او امریکا یوې دوامدارې او ریښتنې همکارۍ ته وهڅوي.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو دپیل لپاره په کار ده له هرې ممکنې لارې ګټه واخېستل شي.

او ترټولو ستر او مهم کار چې د افغانستان اوسنۍ اداره یې باید تر سره کړي راتلونکو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د زمینې برابرول دي.دغه ټاکنې چې یوه نوي اداره به رامنځ ته کړي باید شفافې، عادلانه وي او د تېرو ټاکنو ترخې تجربې بیا تکرار نه شي، ددې ترڅنګ په کار ده چې انتخابات ملي وي او امنیتي ارګانونه په ټول توان ددې لپاره امنیت خوندي کړي.

که څه هم د ولسمشر حامد کرزي د واک دورې په ورستي لنډ وخت کې د ټولو ستونزو هواری ناممکن دی خو ځینې مهم کارونه چې ورڅخه وړاندې یادونه وشوه ترسره کیدای شي.

د یو باثباته او غوړیدلي افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *