تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي، جګړو،  چاودنو او بمباریو له کبله  په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۳۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۰۰ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د عاجلو پېښو د برخې د کنټرول د برخې سید میر لیس مصطفی وايي، دا مرګ ژوبله د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر له ۱۶مې تر د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۱۰مې پورې په ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوې ده: (( کله چې موږ وروستۍ شمېرې کره کړې دي، بیا مو ثبت کړې دي، یعني په دې کې اشتباه ځای نه لري.))

ښاغلی مصطفی وايي، تر ټولو زیات ملکي تلفات په بغلان، کندوز، ننګرهار، هیلمند، کې اوښتي دي، خو په بامیان، دایکنډي، پکتیکا او بلخ کې بیا دا شمېر تر ټولو کم دی.

خو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي، دوی هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخه تر خپله حده ونیسي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی همدغه ټکي ته په اشاره وايي، دوی په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه ډير پام کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دوی به د وروستیو پېښو چې ملکیانو ته په کې تلفات اوښتي، پلټنې او څېړنه وکړي او عاملینو ته به یې سخته سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې د صفري قطعاتو شپني عملیات بند اعلان کړل، خو امریکایانو بیا په خوږیاڼو او هلمند موسی کلا کې پراخه ولسي مرګ ژوبله اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *