تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازار کې نن د جمعې په سهار یوې ماین چاودنې  یو ملکي وژلی او ۹ نور ټپيان دي.

 مسوولان وايي، دا یو ځای پر ځای شوی ماین وو چې ملکي وګړي په کې په نښه شوي دي.

 د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته رسول شوي چې له منځه یې د دوه کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

 تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی، خو ننګرهار هغه ولایت دی چې داعش او طالب ډله په کې ډیری مهال دا ډول بریدونه ترسره کوي.

همدا څو ورځې وړاندې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جشنونو باندې دغه ولایت کې ۱۲ بمي چاودنې وشوې چې تر ۷۰ زیات په کې ټپیان شول.

ملګري ملتونه په خپل وروستي راپور کې وايي، د دولت د مخالفانو لخوا د ماینونو په چاودنو کې تر ټولو زیات ملکي وګړي تلفات ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *