تاند، پنجنشنبه، د اسد ۳مه: نن سهار د نهو بجو شاوخوا کې د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ پیرخېلو سیمه کې د واده پر یو موټر د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

پېښه کې څلور مېرمنې او دوه ماشومان مړه، خو اووه کسه نور ټپیان دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو قومي شمر حاجي محمد حسن وايي، پېښه د یو قومي سپین ږیري ملک طاهر خان په موټر شوې ده.

دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې د سړک د غاړې ماینونو کې یې ولسي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله اوړي.

بلکې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان له طالبانو غوښتي هم وو چې د دوی د سړک غاړې ماینونه ړندې وسلې دي او د بېګناه ملکیانو ژوند اخلي.

د ا مهال هېواد کې د سړک غاړې ماینونه هغه څه دي چې په زیاته کچه د ملکیانو ژوند اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *