مفتي عبدالولي

د مياشتې په ليدلو سره روژه نيسئ او اختر کوئ رسول اللهﷺ فرمايي: كله چې (د رمضان) مياشت ووينئ، نو روژه ونيسئ او كله چې (د وړوكي اختر) مياشت ووينئ، نو افطار (اختر) وكړئ او كه مياشت درباندې پټه شي، نو اندازه يې ولګوئ (دېرش ورځې پوره كړئ). (صحيح البخاري: 1909، د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت)

د جنابت په حالت كې د روژې ابتدا عايشه او ام سلمه رضي الله عنهما وايي چې د رمضان په مياشت كې به كله په رسول اللهﷺ باندې داسې حال كې سهار شو چې له خپلې كومې بي بي سره د جماع كولو په وجه به جنب و، بيا به يې غسل وكړ او روژه به يې جاري ساتله. (صحيح البخاري: 1926، د عايشې او ام سلَمې رضي الله عنهما په روايت)

په هېرې سره خوراك څښاك كول روژه نه ماتوي! رسول اللهﷺ فرمايي: چا كه په هېره سره په روژه كې خوراك يا څښاك وكړ، نو هغه دې خپله روژه پوره كړي (روژه يې نه ده ماته بلكې) الله تعالی پر ده خوراك او څښاك وكړ. (صحيح البخاري: 1933، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

په سفر كې روژه عايشه رضي الله عنها وايي چې حمزه بن عمرو اسلمي رضي الله عنه ( چې ډېر روژه نيونکی و) له رسول اللهﷺ نه پوښتنه وكړه: ايا زه په سفر كې روژه نيسم؟ ورته ويې فرمايل: ستا خوښه ده كه روژه نيسې، نو ويې نيسه او كه خورې يې نو ويې خوره. (صحيح البخاري: 1943، د عايشې رضي الله عنها په روايت)

په سفر کې د روژې اجازت انس بن مالك رضي الله عنه وايي چې مونږ به د رسول اللهﷺ په ملګرتيا کې سفر كاوه، نو په سفر كې به روژه نيونكي پر روژه خوړونكي تنقيد نه كاوه، او روژه خوړونكي به پر روژه نيونكي اعتراض نه کاوه. (صحيح البخاري: 1947، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)

د رمضان د روژو قضا د بل رمضان نه مخکې راوړئ؟ عايشه رضي الله عنها وايي چې پر ما به د رمضان روژې پاتې وې خو ما به يې قضايي يواځې د شعبان په مياشت كې راوړى شوه. (صحيح البخاري: 1950، د عايشې رضي الله عنها په روايت)

وارث به د مړي له طرفه فرض روژې نيسي رسول اللهﷺ فرمايي: هغه څوك چې مړ شي او د هغه پر ذمه روژې پاتې وي، نو د هغه له طرفه دې د هغه ولي (وارث) روژې ونيسي. (صحيح البخاري: 1952، د عايشې رضي الله عنها په روايت)

له لمر پرېوتو سره جوخت روژه ماتول رسول اللهﷺ فرمايي: خلك به تل په خير سره وي تر څو چې په روژه ماتي كې بيړه كوي. (صحيح البخاري: 1857، د سهل بن سعد ساعدي رضي الله عنه په روايت)

د روژه ماتي وخت رسول اللهﷺ فرمايي: كله چې له دې (ختيځ) طرف نه شپه رواخېژي او له دې (لويديځ) طرف نه ورځ لاړه شي، نو روژه دار دې روژه ماته كړي. (صحيح البخاري: 1954، د عمر بن خطاب رضي الله عنه په روايت)
په مياشت كې درې روژې نيول د ټولې مياشت ثواب لري ابو هريره رضي الله عنه وايي: ما ته زما خليل (رسول الله)ﷺ د درې کارونو کلک حکم كړی دی: په هره مياشت كې درې ورځې روژه نيول، او د څاښت په وخت كې دوه ركعته لمونځ كول او له وېده كېدو نه مخکې وتر كول. (صحيح البخاري: 1178، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)

د جُمعې په ورځ عامه نفلي روژه نيول منع دي جابر بن عبدالله رضي الله عنهما وايي چې رسول اللهﷺ د جُمعې په ورځ له نفلي روژې نيولو نه ممانعت كړی دی، د كعبې پر رب دې زما قسم وي. (صحيح البخاري: 1883، د جابر رضي الله عنه په روايت)

د جُمعې په ورځ له نفلي روژې سره بله ورځ هم ونيسئ رسول اللهﷺ فرمايي: په تاسو كې دې هيڅوك هم د جُمعې په ورځ روژه نه نيسي مګر دا چې له دغې نه مخکې يا وروسته يوه بله روژه هم ونيسي. (صحيح البخاري: 1985، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)

په يوې روژې سره له اور نه لرې والی رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې خاص د الله تعالی د رضا لپاره د الله تعالی په لاره كې يوه ورځ روژه ونيوله، نو د ده مخ به الله تعالی د اويا كلونو د مسافت په اندازه د دوزخ له اور نه لرې وساتي. (صحيح البخاري: 2840، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *