مفتي عبدالولي

د جنت، رَيَّان دروازه د روژه دارو لپاره رسول اللهﷺ فرمايي: د جنت اته دروازې دي، په دغو كې يوه د رَيّان په نوم ده چې يواځې روژه تيان به ترې جنت ننوځي. (صحيح البخاري: 3257، د سهل بن سعد رضي الله عنه په روايت)

پېشلمى زمونږ نښه او امتياز رسول اللهﷺ فرمايي: زمونږ او د اهل كتابو (يهودو او نصاراوو) د روژې تر مينځ جدا كوونكى څيز د پېشلمي خوړل دي. (صحيح مسلم: 1096، د عمرو بن العاص رضي الله عنهما په روايت)

په پېشلمي كې هم كجورې؟ رسول اللهﷺ فرمايي: د مومن غوره پېشلمى كجورې دي. (سنن أبي داود: 2345، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

روژه به په څه سره ماتولى شي؟ انس بن مالك رضي الله عنه وايي چې رسول اللهﷺ به د ماښام له لمانځه نه مخكې په څو تازه كجورو سره روژه ماتوله، كه تازه كجورې به نه وې، نو په وچو كجورو به يې ماتوله او كه دغه به هم نه وې، نو يو څو ګوټه اوبه به يې وڅښلې. (سنن أبي داود: 2356، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)

د رمضان شان رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې د رمضان اوله شپه راشي، نو شيطانان او سرکښه پېريان وتړل شي، ( د مسلمان لپاره) د دوزخ ټولې دروازې وتړل شي، يوه دروازه يې هم بېرته او خلاصه نه وي پاتې، او د جنت ټولې دروازې بېرته کړی شي، يوه دروازه يې هم بنده نه وي، او يو غږ کوونکی غږ کوي چې ای د خير لټوونکيه! راشه (د خېر کارونه پيل کړه) او ای د شر لټوونکيه! له شر نه رابند شه. (جامع الترمذي: 682، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د رمضان هر شپه له جهنم نه د ازادۍ شپه رسول اللهﷺ فرمايي: د رمضان په هره شپه کې الله تعالی له دوزخ نه خلک ازادوي. (جامع الترمذي :682، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

اسماني كتابونه په رمضان كې نازل شوي رسول اللهﷺ فرمايي: د رمضان په اوله شپه د ابراهيم (عليه السلام) صحيفې نازلې شوې دي، په شپږمه يې تورات نازل شوی دی، او په ديارلسمه يې انجيل نازل شوی دی او په څلېرويشتمه يې قرآن کريم نازل شوى دی. (الصحيحة: 1575، د واثلة بن أسقع رضي الله عنه په روايت)

د ټول عمر روژه رسول اللهﷺ فرمايي: په هره مياشت کې درې ورځې روژه نيول او له يو رمضان نه تر بل رمضانه، دا نو د ټول عمر روژه ده. (صحيح مسلم: 1162، د ابو قتاده رضي الله عنه په روايت)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *