ټوله اونۍ به یې په ښه زړه نه تېروله زړه به یې ډېر په تنګ وه، د جعمې په ورځ خو به داسې وه لکه پیران چې پرې ناست وي له خپله کوره به یې تېښته کوله. سپوږمۍ ډېره جنجالي وه خو په ما او ورورمې ګرانه وه ځکه زړسواندې وه. زه به سهار دفتر ته  ولاړم او کله چې به مازدیګر کورته راغلم د کور ټول کارونه به یې خلاص کړي و خو ما ته یې کله هم د سټړیا شکایت نه و کړی. کله چې د جمعي ورځ راغله نو دې به خامخا تفریح غوښتله. کله کله به قرغې ته د تلو موقع برابر شوه او کله به مېلمنو د سپوږمۍ پلان ورخراب کړ. خو زما او د جاوید طبیعت بیخي د سپوږمۍ  پر خلاف وو. ما او جاوید به غوښتل د جمعې به ورځ به مو استراحت کاوه ځکه  ټوله اونۍ مو په دفتري کارونو تېره کړي وي جاوید سپوږمۍ هېڅکله په خپل شپږ کلن ګډ ژوند کې خفه کړې نه وه. زړه به یې و یا به نه و د سپوږمۍ  د چکر شوق به یې ورته پوره کاوه. د یوې جمعه په شپه د سپوږمۍ  په سر لکه قیامت چې راغلي وي درې جمعې د مېلمنو له لاسه چکر ته نه وه وتې. له ځانه سره په زوره زوره غږېده

ـ دا واري پغمان ته ځم، داسې نه یې چې پغمان ته بیا د تلو شوق مې په زړه کې ارمان پاتې شي.

سهار وختي یې د تفریح تیاری ونیوه او په نهو بجو له جاوید او دوزامنو سره د پغمان په خوا رهي شوه زه هم وسره مل شوم.پغمان ته په رسېدو په یوه ټاکلي ځای کې کېښناستو د پغمان د شنې درې شنه منظره هغه وخت لا په زړه پوري شي چې دوبی وي. د یخو اوبو چینې او سوړ شمال او شنه فضا انسان د ژوند له نا خوالو یو څو شېبې د یوې ښکلي ژوند د لېدو په لور بیایي. سپوږمۍ د پغمان د درې له ټولو ښایستونو خوند اخیسته او په هر ښکلي ځای کې به یې ځان د کمرې په پرده کې خوندي کاوه. خو د دې سترګي به هر ځل یوې خواته ډېرې اوښتې چېري چې د  کوچیانو کېږدۍ وې. سپوږمۍ جاوید ته وویل :

ــ هغه د کوچیانو کېږدۍ وینې، زړه مې غواړي د هغو کېږدیو خواته ولاړه شم. وګورم چې هغه خلک څنګه ژوند کوي.

 جاوید ورته وویل

 ــ ولاړې شئ

یو څه خوراکي مواد چې اضافه شوي وه له ځان سره مو واخیستل ځکه په همدغه پلمه مو غوښتل د کوچیانو ژوند وګورو.  کېږدۍ ډېرې لرې نه وې کله چې کېږدیو ته ورنږدې شو د د یوې کېږدۍ مخې ته یوه تنکۍ پېغله  له کېږدۍ د باندې ناسته وه، سپوږمۍ هغه د لاس په اشاره ځانته را وبلله. سور کمیس زرغونه پیجامه او زرغون ټیکري دغې پېغلې ته د طبیعت زرغونه ځواني وربخښلې وه. د ټټر او د لمنې پولیو یې په شرنګ شرنګ زموږ په خوا را بدرګه کوله. چې رانژدې شوه وې وویل.

ــ څه وایې؟

سپوږمۍ ورته وویل

ــ دغه شیان غواړې؟

ــ هو، څه شی دي؟

ــ پخه ډوډۍ.

پېغلې لا س را وږد کړ، ورغوي یې په نکریزو سره او مړوندونه یې له شنو او سرو بنګړویو  ډک وو د غاړې د مرجانو امیل یې د ښکلي ذوق ښکلی انځور و. سپوږمۍ یې نوم وپوښتل

ــ نوم څه دی؟

ــ شکره

ــ شکره څومره ښایسته نوم دی

په دې وخت کې له کېږدۍ یوه بله نجلۍ راووته نه یا یولس کلنه به وه . تېزه تېزه وغږېده

ــ څه شي دې راوړي ماته یې هم راکه

دواړه څنګ په څنګ ودرېدې، د دواړو کالي یورنګ وو. سور کمیس،زرغونه پیجامه او زرغون ټیکری لکه دووغوټیو چې په زرغونو پاڼو کې ګلابي ژوند شروع کړی وي. ومې پوښتله

ــ دې تا نوم څه دی؟

ــ پتاسه

ورته و مې ویل

ــ واه څومره ښه نومونه ، پتاسه او شکره

سپوږمۍ موسکۍ شوه ورته وې ویل

بله خور لرې؟

 شکرې زر ځواب ورکړ

ـ هو

ــ ښه د ې هغې نوم څه دی؟

ـ نوم یې نازو ده خو مور مې خوږه بولي

ما ته خندا راغله په خندا کې ورته وویل

ــ پتاسه ، شکره  او خوږه دا کېږدۍ ده کې د خوږو دوکان هر ډول خواږه په کې پیدا کېږي. دوی هم راسره په خندا شوې د یوه شیبه سره وخندل . سپوږمۍ ورته وویل

ــ مور او پلار دې څه نومېږي؟

شکرې ځواب ورکړ

ــ  د مور نوم مور مې مسرۍ ده

په شونډو یې خوره خندا یو ناڅاپه راټوله شوه له لږ ځڼد وروسته یې وویل

ــ پلار مې شهید شوی

سپوږمۍ وش وش وکړ، خدای ج دې وبخښي. خو ما زر خبره واړوله

 ــ ښه څوک مو ساتي؟

 شکرې وویل

ــ لونګین د موږ لالا هغه ګورې مالونه ( څاروي)  پیايي

لونګین به شل کلن ځوان و،له کېږدۍ لږ لرې په ډبره ناست و او مالونه ورته شاخوا څرېدل

له لونګینه مې سترګې راواړولې ومې پوښتله

ــ په دې کېږدۍ کې خوشاله یاست؟

شکرې ځواب را کړ

ــ هو شکر هر څه لرو مور، لونګین ، کېږدۍ او مالونه

سپوږمۍ ما ته حیران حیران وکتل ما هم تعجب وکړ ما او سپوږمۍ د سترګو په اشاره د دوی په قناعت تعجب وکړ. مازدیګر په پخېدو و، مخه ښه مو ورسره وکړه.  د کور په خوا مو حرکت را وکړ. سپوږمۍ په موټړکې راته وویل هغوی هیڅ هم نه درلوده خو څومره خوشحاله وې. ما هم په ټوله لاره کې همدا فکر کاوه چې څومره د قناعت ژوند وو. کله چې ماښام کور ته را ورسېدو جاوید تلویزون روښانه کړ، خبر و پکې ،د کابل په ښار کې د یوې کورنۍ شخړې له امله یوه خاوند خپله ښځه وژلې. د خوب خوني ته ولاړم  خو خوب نه راتله ویښه وم . شپه پخه شوې وه، د خوني کړکۍ مې خلاصه کړه د کابل ښار په رڼاګانو کې ځلېده،سترګو ته مې هغه ښځه ودرېده چې وژلې یې وه. ولې به یې وژلې وي؟

دا پوښتنه مې له ځانه وکړه او بې ځوابه راسره پاتې شوه. په هغه وخت کې ماته کېږدۍ را یاده شوه ،هغه ژوند او هغه خوندورې شېبې، هغه ښکلې کېږدۍ، هغه ښایسته نومونه هغه د قناعت ژوند.له ځانه سره مې وویل، ولې د ښار په لویو کورونو کې زړونه په تنګ دي. څومره خوږه به وي هغه کېږدۍ چې پتاسه ، شکره ، خوږه پکې اوسېږي. څومره اهنګینه به وي چې مسرۍ خپله خوږه ویده کوي.څومره عطرینه به وي هغه کېږدي چې لونګېن یې ساتنه کوي.ژوند په هره معنا کې ژوند دی نو بیا ولې د ښار ښایستونو را ته بدرنګه کړی. دلته هم یوه رڼا، برښنا، ګران امید، سپوږمۍ او ښکلا شته. ولې هره ورځ یوه نوې پېښه؟ هر ورځ یو نوی ناورین ؟هره ورځ تاوتریخوالی ولې خوشاله نه یو ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *