که دا ووایم چې ما او یو شمېر نورو هغو ته چې نن سبا د افغانستان مطرح ژورنالیستان دي ژورنالیزم سره د بلدېدو او لومړنیو تجربو زمینه عبدالله وحید پویان برابره کړه نو له حقیت پرته به مې بل څه نه وي ویلي.
زه لا ځلمکی وم خو دا خلک لکه اروښاد اسحق ننګیال، صدیق الله بدر، عبدالغفور لیوال، حفیظ الله ګردش، نور محمد لاهو، مسعود اطرافي او یو شمېر نور په عمر ښه پاخه ول چې په ( هنداره) جریده کې سره راټول شوو.
د دغې جریدې د امتیاز خاوند شهید پویان و او دا د ژورنالیزم په تولو معیارونو برابره او د خپل وخت یوه درنه او د حساب وړ جریده وه چې له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره وتړل شوه او بیا چاپ نه شوه.
خو د څو مشهور لیکنو عنوانه مې لا هم په یاد دي (( څنګه شین دی د خدای ج کلام د سلیم په زړه کې، ایا د علومو اکاډیمي هم شته؟ ، اووه ځله خوله ومینځه بیا د احمد شاه بابا نوم واخله، من کتاب دیدم واژه هایش همه از جنس حریق، او …… ))
عبیدالله پویان مې بیا له کلونو ورسته د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې د لیوال صیب په دفتر کې ولید، ما ونه پېژندو خو ده وپېژندم او ښه ګرم روغبر یې راسره وکړ.
بیا چې کله په پېښور کې کونسل شو په همدې هوټل کې چې ساه یې ورکړه په پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مې ورسره د ازادي راډیو لپاره مرکه وکړه.
پویان صیب راته ویل چې د فرهنګي برخې د مسوول په توګه پېښور ته راشه ستا په شان کسانو لپاره اړتیا ډېره ده، له دې موضوع په اسلام اباد کې د افغان سفیر اووسنی مرستیال زردشت شمس هم خبر و، خو قسمت به مې نه و.
په هر حال، وحید پویان مې بیا په وار وار په کابل او پېښور کې ولید او اخر ځل هم په اکوړه خټک کې د لوی خوشحال بابا په کور کې.
یوه هیله چې درلوده یې: تورمانه! یو ورځ یو پروګرام جوړ که چې دا پخواني یاران ټول په کې ووینم.
هغه هیله چې له بده مرغه کله د ده او کله هم زما د بوختیاوو له کبله پوره نه شوه.
روح یې ښاد او یاد دې ژوندی وي!
دا ډول طالیبان د خرو او موږکانو هومره پوهه هم نلری، خدای ج دیی دغه وحشی او د پاکستان غلامان په سترګو ړانده کړی، هم یی خپل ورونه او اولس په وینو ولړو او هم یی وطن تباه کړه.
شهید احمدفرزان، شهید وحید پویان، شهید پاچاه خان او نورو څه ګناه کړی وه، دوی خو ملکیان وه، دوی خو بچیان لرل، د دوی د بچیانو مور ګانی خو تاسو کونډی کړی.
دغو نورو ملکی مسافرو انجنرانو او پیلوټانو څه ګڼاه کړی وه، هغوی د یوی خوا څخه مسافر او میلمانه وه او دبلی خوا د یو شخصی شرکت معاش خواره ملکی پیلوټان وه.
زه د یوه افغان په حیث د نړی په ټولو انسانانو غږ کووم، چه دغه ډول طالیبی ملحد کافران او د انسان په جامه کی خره او بد خنزیران چه مو هر چیرته لیدل باید مړه یی کړی، لکه موږه کان چه وژنی، ځکه دغه ډول طالیبان دښه او بد فرق نشی کولای، حتی د موږکانو او خنزیرانو څخه هم د دوی فکری پوه کمه ده.
مرګ په دغو خرو، خنزیرو او لکه د ډیران د خزلو په شان لوطی ډوله طالیبان