مونږ درته ایښي په تندي دواړه لاسونه
په مونږ ګرانه ستړی مشې
خانه ستړی مشې په مونږ ګرانه ستړی مشې
له ډېرې خوشحالۍ نه مې دا سندره پر زړه راوګرځېدله، شاوخوا پنځه ویشت کاله پخوا مې اورېدلې وه، خو پروني د لوړې مراسمو یو ځل بیا زما په ذهن کې راتازه کړله.
ما ته خو همداسې په ذهن انځورېدله، لکه د ارګ دیوالونه، دروازې، ونې او بوټي، فضا او ټوله ماڼۍ فقط همدا سندره زمزمه کوي، خپل د کلونو تږی احساس په خوښۍ لمانځي او په یو ډول داسې څرګندوي لکه له مودو مودو راهیسې یې چې په صادقانه توګه خندلي نه وي.
پروني احساس مې پولې ونړولې، په ټول هېواد کې مې ځان حاضر محسوساوه، د یوې لویې ډاډګیرنې شاهد شوم، چې افغانستان پرون غټه د بیغمۍ ساه واخیسته او په دې ډاډه شو چې د زړه(کابل) خونه یې دا ځل غمخور او ویښ وارث ته وسپارل شوه.
خو کاشکې چې د افغانستان او افغانانو دا هیلې بیا هم ونه ځپل شي، ارمانونه یې داستانونه پاتې نشي او زخمونه یې بې ټکوره پرې نښودل شي. ځکه اوس هم پر وړاندې سفر بې ګواښه نه دی، کرکجنې او منفورې څهرې اوس هم په دغه کاروان کې قدم په قدم جوړه لیدل کیږي. هغوی بیا هم خپل شتون اغېزمن وښود او ګمان کیږي، چې په اسانه به لاس هم وانخلي، تر څو خپلو شومو اهدافو ته نه وي رسیدلي.
نو خانه!
له دې هیسته د ټولو سترګې تاته اوړي، ستا په تدابیرو باور لري او ستا د هغو ژمنو په طمعه دي، چې تا یې په خپله هر وینا کې ولولې راپارولې وې.
له شک پرته چې ستونزې او کړاوونه به وي، خو موږ باور لرو، چې د دغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره تا سره ټینګه اراده شته، ځکه مو د ګڼو نوماندانو په کتار کې یوازې ته غوره کړې او ته مو دغې مبارزې ته وټاکلې.
ملت افتخار کوي، چې خپله رایه یې بې ځایه نه ده کارولې او خپله دنده یې په ښه توګه ترسره کړې ده، خو له دې وروسته د ملت مسوولیت پای ته رسیدلی او ستا پیل شوی دی، پوهېږم چې ته د ملت له ملاتړ څخه زښت ډیر خوشحاله یې، ځکه ستا خوښي زموږ احساساتو ته ځواب وايي او ورین تندی دې راڅخه مننه کوي.
خو تر اوسه لا د پټي سر دی، خلک ترخو تجربو ډېر ځورولي دي، یوه نه، دوه نه، په وار وار دغسې تجربې تکرار شوې دي، چې تر ارګه پورې سړی یو څه وي او له ارګه وروسته بیا بل څه. ځکه خو وایم، چې هغه ډول حالت بیا ملت نشي منلی او منلی یې هم نه دی.
ډاډه یم چې ته به د ملت دننه محبوبیت له لاسه ورنکړې، د خلکو له زړونو به ونه وځې، خو په یو شرط!
د ملت حق به د ملت سره پاتې کیږي، د افغانستان اسلامي او ملي ارزښتونه به خوندي کیږي، د افغاني هویت، کلتور او فرهنګ پر وړاندې به د هر ډول تیري مخه نیول کیږي او په ټوله کې هغه ژمنې چې شوي، د هغو د پلې کولو لپاره به رښتیني ګامونه اخیستل کیږي. کنه نو له دغو پرته بیا ملت ملت مه بوله!