د بشر تر ټولو غوره لاسته راوړنه داد، چې هر کس په هر څه فکر کوي همغه ته بدلون مومي. او هر کس، چې د هرې کړنې په ترسره کولو ډېر فکر کوي نو په همغه کړنه به هرومرو اوړي او ترسره کوي به یې. که چېرې تاسو یواځې د خپلې راتلونکې په اړه غوره فکر او ښکلې انګېرنه وکړئ نو په ریښتینې بڼه به تاسو یوه روښانه او ښکلې راتلونکې ولرئ. د خپلې راتلونکې مو، چې هر رنګه انګېرنه وکړئ نو په هغه ډول راتلونکې به ولرئ یعنې ستاسو انګېرنه ستاسو راتلونکې ټاکي.
که اوس عادي خلکو ته ځیر شو دوی په ورځنیو ستونزو، په ډول ډول اندېښنو او په بدو پېښو لګیا دي او خپلې راتلونکې یې هم ورته چندان نېکمرغه نه ښکاري په حقیقت کې دوی هېڅ غوره کار نه کوي او خپله راتلونکې په خپل لوی لاس له بدمرغیو ډکوي.
هغه کسان کوم، چې په خپلو تېرو تېروتنو او ناکامیو فکر کوي نو دوی به هېڅکله هم ښه راتلونکې ونه لري او راتلونکې به یې د تېر په شان له ناکامیو او تېروتنو ډکه وي.
هغه کسان کوم، چې تل د خپلو کوچنیو او لویو بریاوو او تېرو لاسته راوړنو په اړه فکر کوي نو، هغه به په راتلونکې کې له تېرو لاسته راوړنو او بریاوو څخه غوره او پیاوړې لاسته راوړنې او بریاوې ولري.
ډاکتر وارد با نفلید، چې د هاروارد پوهنتون استاد دی له خپلې پنځوس کلنۍ څېړنې وروسته یې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپلې راتلونکې په اړه غوره او ډېر ډېر فکر کول مو د ژوند د بریا لومړني ټاکونکي دي.
غوره فکر کول مو غوره کوي.
غوره فکر کول مو له شته بدمرغیو لرې ساتي.
غوره فکر کول مو شخصیت لوړوي.
غوره فکر کول مو د ټول ژوند پانګه ټاکي.
غوره فکر کول مو غوره راتلونکې ته رسوي.
غوره فکر وکړئ او غوره واوسئ.