عمر داودزی چې د کورنیو چارو سرپرست وټاکل شو، له خبریالانو سره یې لومړنۍ ناسته کې د خپل کاري پلان د تشریح په لړ کې داخلې وزارت، د مداخلې وزارت په نامه یاد کړ ـ ټول پوهېږي، چې دلته د ښاغلي خوله غلطه شوه، که نه د داخلې او مداخلې توپیر څرګند دی.

په دې هم پوهېږو، چې ښاغلی داودزی د کومې مداخلې نیت او پروګرام نه درلود، چې له خبریالانو سره یې شریک کړی وای. په هر صورت د ویندویانو یا نطاقانو د خولې غلطېدو ډېرې بېلګې شته، سرکاري ویندویان د اوس خبره پا پدیده ده ـ ما د راډیو تلویزیون د ویاندانو د غلطیو ځینې خندنۍ بېلګې نوټ کړې. خو د چارواکو او سیاستوالو د خولې غلطېدل هغسې نشي ارزول کېدای، چې دوی پبلک پراپرټي ګڼل کېږي، ځکه خو سړی ځان په نیوک نیولو اړ ګڼي…

زما موخه د داودزي صاحب د کومې مداخلې وړاندوینه نه ده، بلکې د هغه مداخله ده، چې د تېرو ټاکنو په اړه ولسمشر او ډاکتر عبدالله دواړو ورته ګوته نیولې او د راتلونکو هغو په اړه یې خبرداری ورکړی ـ په دومره توپیر چې ولسمشر یې بهرنۍ مداخله  بولي او ډاکتر عبدالله کورنۍ هغه…

ټاکنو کې مداخله څوک کولای شي؟ د دغه پوښتنې ځواب څرګند دی، هغه دا چې د مداخلې مخه یا حکومت ته پرانیستې ده یا بهرنیانو ته ـ خو حکومت د هر ډول مداخلې پر مخنیوي مکلف دی…

وړاندې بایلونکي اړخ له مداخلې سر ټکاوه، خو ولسمشر د ګټونکي په موقعیت کې له مداخلې شین زړه ګرځي، په هغسې شرایطو کې چې د ټاکل شوي واکمن په توګه تر ګردو لوړ مقام له صلاحیت برخمن دی.

ولسمشر راتلونکو ټاکنو کې یو ځل بیا له مداخلې اندېښمن دی، خو دا مداخله څوک کوي، څوک یې کولای شي، چاته یې مخه پرانستې ده؟

د ډاکتر عبدالله په ګډون ډېری نوماندان له مداخلې سر ټکوي ـ لکه مداخله حتمي ده…؟

هیله کېده له امنیتي او دفاعي تړون سره د مداخلو مخه ډب شي ـ خو د ولسمشر او نوماندانو اندېښنې د سړي زړه غورځوي، چې ګنې د مداخلې مخنیوی ناشونی دی.

په دې صورت کې غوره داده چې حکومت خپله مداخله وکړي ـ دلته د بد او بدتر، ترمنځ د غوراوي یا انتخاب خبره ده ـ ځکه خو د حکومت مداخله د ولس مجبوریت ګرځېدلی.

د حکومت مداخله ښه نه ده، خو د بهرنیانو مداخله خورا بده ده…

اوس چې له مداخلې خلاصون نشته، ښه ده حکومت پخپله مداخله د بهرنۍ مداخلې مخه ونیسي.

که حکومت مداخله ونکړي، ګاونډیان او بهرنیان مداخله کوي، د ګاونډیو او بهرنیانو مداخله تباهي ده، چې دغه مداخلې موږ پر سره اور اړولي یوو ـ دا ځکه چې موږ هر څه د بهرنیانو مداخلې ته پرېښي ـ یواځې د بهرنۍ مداخلې مخه پرانیستې، زموږ د خپلې مداخلې مخه ډب ده.

خپله لاسه، ګله لاسه ـ ځکه دلته ده چې د خپل حکومت مداخلې ته ښایي د زړونو دړې وار له مخه پرانېزو، چې همدا مداخله موږ د ګاونډیو او بهرنیانو له مداخلې ژغورلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *