دا پاسنۍ جمله د خوشحال خټک یوه مصرعه ده. خوشحال بابا فرمایي :
خپله پوهه به لرم خپله لره
و هر چا ته خپله پوهه ده کره
که یو چا ته یو نظر ښه نه ښکاري ولې یې خپل کړي؟ ده ته طبعا ښه ښکاري چې ورباندې ولاړ دی. البته، ډېر ځله انسان غواړي نور هم د ده غوندې فکر ولري. دا یوه طبیعي غوښتنه ده مګر مهم سوال دا دی چې په کومه طریقه؟ یوه لاره دا ده چې بل څوک د جبر او د زور او تهدید له لارې د خپل فکر منلو ته اړباسو او بله طریقه دا ده چې د منطق او استدلال او ازاد بحث په مټ نور وهڅوو چې زموږ غوندې فکر وکړي.
که تېر تاریخ ته وګورو داسې مثالونه ډېر مومو چې فاتح یو ځای لاندې کړی او د هغه ځای خلک یې مجبور کړي دي چې د ده ارزښتونه ومني. کله چې کاتولیکو له مسلمانانو څخه اسپانیا ونیوله،تقریبا همدا د زور لاره یې خپله کړه.
په تېرو زمانو کې چې معمولا بشري حقونو، فردي ازادیو او د وګړیو اساسي حقونو ته توجه نه کېده او عام ولس نالوستی، بې خبره او خورا بېوزلی ساتل کېده، د تورې خاوندانو په هغوی باندې رنګارنګ لوبې کولای شوی. په اوسنۍ زمانه کې چې خلک له خپلو ګڼو حقونو خبر دي، د تورې له لارې نور مجبورول چې خپل فکرونه او نظرونه بدل کړي، تقریبا ناممکنه ښکاري.
ان په تېرو زمانو کې هم د زور له لارې د نورو د بدلولو هڅې اکثره وخت منفي پایلې لرلې دي. مثلا کاتولیکو فاتحانو چې په اسپانیا کې مسلمانان وځبل نو له هغه وروسته بیا تر ډېرې مودې پورې په مدیترانه کې د اروپایانو په بېړیو باندې حملې کېدلې. د اسپانیا د ادبیاتو تر ټولو لوی شخصیت، سروانتیس ، د شپاړلسمې میلادي پېړۍ په دویمه نیمه کې په مدیترانه کې ونیول شو او اوږده موده یې د افریقا په شمال کې له مسلمانانو سره د بندي په حیث تېره کړه.
د اتلسمې پېړۍ لوی روشنفکر ولتر چې د کاتولیکې کلیسا د زغم کموالي په تنګ کړ ویې ویل چې د نورو عقیدو د کسانو ځورول او څارل او بیا دا عمل د خدای لپاره بلل، ثواب څه چې ګناه لري.
په اوسنۍ زمانه کې د زور له لارې د خلکو د نظرونو او فکرونو د بدلولو د ناکامې هڅې یو ښه مثال پخوانی شوروي اتحاد دی. په دغه هېواد کې بلشویکو کوښښ وکړ چې د خلکو په نظریاتو کې د زور او جبر له لارې ژور بدلون راولي خو نتیجه یې معکوسه وه. بلشویکو که څه هم د خپلو تبلیغاتو لپاره له ډېرو عصري ، پېچلیو او پرمختللیو طریقو استفاده وکړه، مګر نتیجه یې ورنه کړه.
د دې لپاره چې خپل ښه فکرونه نورو ته ورسوو، یوازینۍ سمه لاره د متقابل احترام او د بیان د ازادي په اساس د منطق او استدلال طریقه ده. مطلب دا چې په اول قدم کې به دا د زړه له تله منو چې هر چا ته خپله پوهه، خپل نظرات او خپل افکار محترم دي او که په رښتیا غواړو چې بل انسان ته احترام ولرو نو د هغه فکر ته چې د هغه د شخصیت برخه ده، هم باید په سپکه سترګه ونه ګورو. دا فکر کول چې نور به خامخا زموږ خبره مني، په دې دلالت کوي چې مونږ ته ځان تر بل هر چا هوښیار ښکاري او ځان تر هر چا هوښیار ګڼل که د کم عقلۍ نخښه نه وي، د خودپرستۍ او انانیت نخښه خو ده. خودپرستي او انانیت یوه روحي ناروغي ده او هغه څوک چې خپل نظرات په نورو په زور منل غواړي، په اول ګام کې ورته پکار ده چې د خپلې ناروغۍ علاج وکړي.
نور زغمل او له نورو سره ګوزاره کول د سړیتوب د ژوند اساس او بنیاد دی. موږ باید په دې پوه شو چې د خدای دنیا ډېره لویه ده او لکه څنګه چې په اووه میلیارده انسانانو کې دوه کسه په یوه رنګ نه دي پیدا شوي، دغسې د وګړیو په فکرونو، ذوقونو او تمایلاتو کې هم تفاوت دی. په تېرو زمانو کې چې اوسني وسایل نه وو، دا امکان زیات و چې یو څوک ټول عمر په یوه کلي کې تېر کړي خو اوس که څوک ټول عمر په یوه کلي کې هم تېروي، د راډیوګانو، کتابونو، تلویزیونونو، موبایلونو او انټرنیټ له لارې له ټولې نړۍ سره وصل دی. د خدای لویه دنیا اوس پخپله په یوه کلي بدله شوې ده. په کلي کې که د سړیتوب ژوند غواړو، له نورو سره به ګوزاره کوو او نور به زغمو. هغه کسان چې نور نه زغمي او غواړي نور خلک دې یا د دوی په رنګ شي او یا دې رنګ پرته کړي، په اوسنۍ دنیا کې د ژوند کولو په چل نه پوهېږي، حال دا چې د خوشحال خټک غوندې لوی مفکران په سلګونو کلونه پخوا هم له دې رازه خبر و چې :
خپله پوهه به لرم خپله لره
و هر چا ته خپله پوه ده کره
غضنفر صاحب، پر قلم دي برکت سه. او زموږ د کندهاریانو پر چم «د مور شیدې دي سه.» په پښتو ژبه لیکوالي ستا همدې لیکني ته وايي. افرین.
غضنفر صیب سلام! مسلمانانو هم هسپانیه په زور نېولې وه، نه په منطق! نو ځکه يی په زور بایلوده. حقیقت باید هراړخیز وڅېړل شي، نه نیمکله. مننه