د اسد ۲۸ چې د اګست له ۱۹ سره سرخوري په افغانستان کې د خپلواکي د ورځې په نوم لمانځل کیږي.
خپلواکي مانا څه؟
د امپراطورۍ له عصر وروسته هغه هیوادونه چې وروسته د یوه سیاسي او منظم هیواد / سټیټ ( مانا چې جغرافیايي حدود یې مالوم وي، د وګړو شمیر یې مالوم وي، او تر ټولو ستره اداره چې دولت یادیږي او درې واړه قواوې هر یو اجرایه، مقننه او عدلیه ولري) په توګه په نړۍ کې پیژندل سوی وي. او بیا کله چې د یوه بل بهرني هیواد له یرغل او یا د دواړو خواوو له جګړې وروسته دا هیواد مات سي او بشپړ سیاسي نظام یې مخالف هیواد پر مخ بیایې مانا ټول اجراوي پوسټونه د مخالف هیواد چارواکي پر مخ بیایې نو دا هیواد په بشپړه توګه یو مستعماره هیواد یادیږي. او بیا بیرته له جګړې او یا د سیاسي جوړو له لارې له دې هیواد څخه د بهرني هیواد د قواوو وتل او د یاد هیواد بشپړ واک یعنې درې واړه قواوې، کورنۍ او بهرنۍ پالیسې بیرته دا هیواد په خپل لاس کې اخلي خپلواکي یادیږي، بیلګې یې برطانوي هند، دوه برخې سوی المان، بوسنیا او نور ډیری هیوادونه دي.
په کال ۱۸۳۴ کې کله چې امیر دوست محمد خان د روسیه له خوا د سترتیجیکو همکاریو وړاندیز رد کړ نو د برطانوي هند مرکزي والي لارډ آکلنډ پر افغانستان فشار راوست چې خپلې بهرنۍ پالیسۍ د برطانوي هند د قانون سره سم او د دوی تر چتر لاندې راولي نو له دې کبله امیر دوست محمد خان اړ سو چې د روسیه وړاندیز بیرته ومني. له دې وروسته د برطانوي هند والي لارډ آکلنډ د خپل ارشد مشاور الیکزینډر برنز مشوره چې دوی باید د دوست محمد خان ملاتړ وکړي رد کړه او د خپل دویم مشاور ویلیم هې مکناټن مشوره چې باید له دوست محمد خان سره جګړه وسي او پر ځای یې شاه شجاه راوستل سي ومنله. له دې سره سم په ۱۸۳۸ کې برطانوي هند د جنرال ویلوفبای کاټن او مکناټن تر مشرۍ لاندۍ شل زره برطانوي او اته دیرش زره هندي پوځیان پر افغانستان یرغل وکړ. د څلورو کالو دا جګړه چې په دې لړ کې شاه شجاه هم راوستل سو، په ۱۸۴۲ کې د امیر دوست محمد خان د ستر فاتح زوی د غازي وزیر اکبر خان په مشرتوب د برطانوي هند لوی پوځ (چې والي یې ویلیم ایلفنسټن و) څخه یوازې یو خورذابط ویلیم برایډن بیرته ژوندی برطانوي هند ته ستون سو او کله چې له نوموړي پوښتنه وسوه چې پوځ چیرې دی نوموړي وویل چې پوځ…پوځ خو بس دغه دی چې ستاسو په وړاندې دی. نو په دې ډول د انګریزانو دا یرغل (لومړي افغان انګلو وار) په ۶ جنوري ۱۸۴۲ د افغانانو په بریا او د انګریزانو په ماتې پای ته ورسیده. خو موږ دې ورځې ته هم د خپلواکي ورځ نه سو ویلی ځکه چې افغانستان خپل امیراو خپله کابینه درلوده او له کومې ورځې چې انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ په جګړه بوخت وو ترڅو چې غاښ ماتونکي ماتې سره مخ سول او افغانانو د خپل هیواد څخه په میړانه دفاع وکړه.
د ۱۸۴۲ جګړه چې د افغانانو په بریا او د انګریزانو په ماتې پای ته ورسیده څخه وروسته انګریزانو د افغانستان سره ډیلوماتیکې اړیکې پیل کړې لاکن په دې لړ کې انګریزانو له خپل عادته مجبور د افغانستان په مسایلو کې تل د لاس وهنې هڅه کوله.
د انګریزانو او روسانو خپل منځنۍ سیاسي شخړه د یوه کانفرنس په راغوښتلو چې د برلن کانګرس په نوم یادیږي په کال ۱۸۷۸ کې حل کړه، له دې وروسته روسیې خپل پام منځنې آسیا ته راوګرځوی،او د دغه کال په اوړي کې خپل یو نه بلل سوی پلاوی یې کابل ته ولیږی، د امیر شیرعلي خان د مانع کولو سربیره د روسیې ډیپلوماتیک پلاوی د جولای په ۲۲ ۱۸۷۸ کابل ته ورسید او له دې سره سم د اګسټ په ۱۴ برطانیې له شیرعلي خان څخه وغوښتل چې د دوي پلاوی هم باید ومنل سي. شیرعلي خان نه یوازې چې د نویل باولز چمبرلین دا غوښتنه و نه منله بلکه په سختو ټکو یې وهم وغندله، له دې وروسته د سپټمر په میاشت کې د لارډ لایټن (د برطانوي هند والي) په امر یو انګریز ډیپلوماتیک پلاوی د کابل په لور روان سو، لاکن د امیر شیرعلي خان لخوا یاد پلاوی په خیبر پاس کې ودرول سو، په دې کړنې لارډ لایټن له امیر څخه وغوښتل چې د نومبر تر ۲۰ له برطانوي هند څخه په رسمي ډول بښنه وغواړي لاکن امیر دا کار و نه کړ او لارډ لایټن د نومبر پر ۲۱ څلویښت زره مسلح انګریزانو ته امر وکړ چې پر افغانستان د دویم ځل لپاره یرغل وکړي، امیرشیرعلي خان له روسیې څخه مرسته وغوښته لاکن روسیې د تل په څیر د افغانستان سره جفا وکړه (که څه هم د یادې جګړې لامل روسیه وه)، انګریزانو د افغانستان یو تعداد سیمې ونیولې او شیرعلي خان یې اړ کړ چې د ډسمبر پر ۲۳ بلخ (مزار شریف) ته ستون سي چیرې چې نوموړی د فبروري پر ۲۱ مړ سو.
د امیر شیرعلي خان د مرګ څخه وروسته د نوموړي زوی محمد یعقوب خان د نوموړي ځای ناستی سو او حالت ته په کتو سره یې د ۱۸۷۹ د می پر ۲۳ د انګریزانو سره د ګندمک ابتدایي تړون لاسلیک کړ، د دې تړون له مخې انګریزانو باید پرته د یو شمیر ډیپلوماتانو چې په کابل کې به پاتیکیدل نور ټول ځواکونه له افغانستان څخه هیستلي وای او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به هیڅ ډول لاس وهنه نه کوي لاکن د یاد هیواد بهرنۍ اړیکې باید د برطانیه سره له مشورې وروسته ټینګې سي (هدف د تل په څیر روسیه و) او د جنوبي او شمالي پښتونخوا (ننۍ خیبر پښتونخوا او بلوڅستان) په سیمو کې به انګریزان شتون لري. لاکن یعقوب خان، د نوموړي ورور غازي ایوب خان او تکړه جنرال غازي محمد جان خان وردک بیرته دې پریکړې ته ورسیدل چې باید خپل پوځ چمتو کړي او د انګریزانو سره جګړه وکړي، انګریزانو ډیره هڅه وکړه چې د یعقوب خان سره جوړجاړی وکړي او ایوب خان امیر وټاکي او یا قدرت د دوی تر منځ وویشي خو دوی ورسره و نه منله او انګریزانود ۱۸۸۰ د جولاي پر ۲۲ د نوموړو د اکا زوی عبدالرحمان خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکی. له دې وروسته انګریزانو په افغانستان کې خپله ستره لوبه ( د ګریټ بریټیش ګیم) پیل کړه او عبدالرحمان خان یې اړ کړ چې د ګندمک تړون په رسمي توګه لاسلیک کړ او له دې سره سره د مورټیمر ډیورنډ په لمڅون نوموړي په کال ۱۸۹۳ کې د ډیورنډ کرښې په نوم جنوبي او شمالي پښتونخوا سیمه انګریزانو ته د سل کلو لپاره ورکړه.
په کال ۱۹۰۱ کې د امیر عبدالرحمان خان له مړیني وروسته د نوموړي زوي حبیب الله خان د نوموړي ځای ناستی سو، امیر حبیب الله خان د خپل راتګ سره سم د روسیې سره بیا اړیکې ټینګې کړې چې دا کړنه د ګندمک د ستراتیجیک تړون سره په ټکر کې وه، د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هم افغانستان بې طرفه پاتې سو خو له المانیانو او ترکانو سره یې خواخوږي وښوده چې دا کړنه هم د انګریزانو لپاره د زغم نه وه، د ۱۹۱۹ کال د فبروري پر ۲۰ د امیر د وژل کیدو وروسته د نوموړي ورور نصرالله خان ځان د نوموړي ځای ناستی اعلان کړ خو یوه اونۍ وروسته په ۲۸ فبروري د حبیب الله خان د زوی غازي امان الله خان له خوا بندي کړل سو او ځان یې د افغانستان د امیر په توګه اعلان کړ. غازي امان الله خان ډیموکرات او پرمختګ خوښونکي ذهنیت درلود، نوموړي د خپل راتګ سره سم د ګندمک تړون بې مانا وبلی، د می پر ۳ نیټه افغان ځواکونو د ډیورنډ پر کرښي تجاوز وکړ او د خیبرپاس د باغ سیمه یې ونیوله، ګندمک تړون او ډیورنډ تړون څخه د سرغړونې وروسته د۱۹۱۹ د می په ۶ انګریزانو د دریم ځل لپاره پر افغانستان یرغل وکړ، د درې میاشتو جګړې وروسته یاده جګړه د اګسټ په ۸ د یوه اوربند په اعلا ن پای ته ورسیده. د اګست په ۸ د افغانستان او انګریزانو تر منځ په راولپنډی کې د راولپنډی تړون په نوم یو تړون لاسلیک سو. یاد تړون یوازې پر دوو مهمو ټکو لاسلیک سو.
۱: انګریزان د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
۲: دواړه خواوې به د ډیورنډ پر کرښه تجاوز نه کوي، یعني د ۱۸۹۳ کال لاسلیک سوي تړون درناوی به کوي.
اوس به راسو اصلې موضوع ته، د دغو ټولو جګړو، انګریزانو ته په ماتې ورکولو او د ګندمک، ډیورنډ او راولپنډی په تړونونو کې هیڅ ځای د خپلواکي ورځ نه لیدل کیږي ځکه چې انګریزانو هیڅ کله پر افغانستان مستقیم حاکمیت نه دی درلودلی.
که چیرې خبره د تړونونو وي نو د ډیورنډ تړون د هیواد یوه برخه په مستقیم ډول مستعمره کړه، او هغه سیمه تر ننه هم د افغانستان نه سوه نو بیا د انګریزانو څخه خپلواکي څه مانا.؟
او که چیرې خبره د راولپنډی د تړون وي چي له مخې یې افغانستان په خپلو بهرنیو چاور کې خپلواکی هیواد دی او پرته له دې چې له انګریزانو سره مشوره وکړي خپله تصمیم نیولی سي هم خپلواکي نه سي کیدی، ځکه چې دا یو ستراتیجیک تړون و چې د ګندمک په نوم لاسلیک سوی و او بیرته د راولپنډی تړون په نوم تعدیل سو او مهم ټکی (ډیورنډ کرښه) پر خپل خای پاته سوه، او که چیرې په بهرنیو چاور کې خپلواکه کیدل خپلواکي وای نو هغه هم عملي نه سوه ځکه چې انګریزانو ډیر ژر نه یوازې د افغانستان په بهرنیو چارو بلکه په کورینو چارو کې هم لاسوهنه وکړه او د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) پر لاس یې د غازي امان الله خان تخت نسکور کړ.
او که چیرې هر یرغل کونکي ماتې ته خپلواکي وویل سي نو بیا روسانو ته هم میلمستیا نه وه سوې او نه هم رابلل سوي و، که چیرې دوی را بلل سوي وای نو دوی به د خپل راتګ سره سم د هیواد ولسمشر حفیظ الله امین نه وژی. روسانو د افغانستان پر حریم تیری وکړ، یرغل یې وکړ او وروسته د زرګونو مړو په ورکولو سره یې ماتې ومنله او افغانانو له خپل هیواد څخه په میړانه دفاع وکړه او روسان یې نه یوازې له افغانستان څخه وشړل بلکه د شوروي اتحاد یې هم دړې وړې کړ. خو لاکن دې ورځې ته هم موږ د خپلواکي ورځ نه وایو البته د دفاع یا بریا ورځ ورته ویلي سو.
او که چیرې موږ د دوښمن هر مستقیم او غیر مستقیم مداخلې او یرغل په وړاندې دریدو ته خپلواکي ووایو نو بیا به افغانستان بې شماره خپلواکۍ ولري، ځکه چې دا اوس مهال هم د امریکا او لویدیځوالو شتون په افغانستان کې میلمستیا نه ده، دوی د بي ۵۲ لا لارې سم دم یرغل وکړ او په جګړه بوخت دي، لاکن افغانستان خپل اساسي قانون لري، خپل ولسمشر او خپله کابینه لري، او که خپلواکي په دغه ډول ولمانځل سي سبا به د تورپنجابک د مداخلې څخه خلاصون به هم افغانان د خپلواکي په توګه لمانځي.
۱۹ اګست د خپلواکی د ورځې په توګه لمانځل پر ځان په خپله عریضه کول دي، افغانستان اصلاً د خپلواکي ورځ نه لري ځکه چې دا هیواد تل خپلواکی واو هیڅ کله د کوم دویم قدرت محکوم نه دی پاتې سوی.
د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…