تنکيو ماشومانو په لاسونو کې د خپل راتلونکي رهبر عکسونه اخيستي وو، مشرانو هم په منډه منډه د صندوقونو په لور حرکت کولو چې خپله راتلونکي وټاکي، یو داسې چاته رايه ورکړي چې د همدې کوچنيو ماشومانو هيلې ور پوره کړي.
دا د غبرګولي د ۲۴مې نېټې خبره ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته کېږي، هغه چې اوس د ډموکراسۍ نارې وهي، د تقلب تورونه پورې کوي او ځان د افغانستان منتخب ولسمشر بولي، د همدې ډلې د یو ټوپکمار په لاسونو د يو کوچني هيلې رژول کېږي.
دا په ظاهره د ډموکراسۍ دعوه داران دومره تحمل نه لري چې یو ماشوم خپلي سپيڅلي احساسات ښکاره کړي او یا د چا د ښادۍ او ابادۍ شعار ورکړي.

د کلونو تاريخ ثابته کړې چې کله هم واک لنډغرو په لاس کې اخيستی، ملک د یو نوي بحران سره مخ شوی، کله هم چې دوی ته د په واک کې د داخليدو موقع ورکړل شوې، دوی د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره د افغانانو هيلې وژلې دي.
حبيب الله کلکاني د دوی لومړی خادم رسول الله دی، د نهه مياشتو حکومت په ترڅ کې يې یوه ورځ هم له جنګه خالي نه وه، د برهان الدين رباني او صبغت الله مجددي څلور مياشتينيو او دوه مياشتينيو دورو انخورونه هم اوس هم په سترګو کې دي او دا ځل د عبدالله په څېره کې د دوی بل خادم نظار راغلی او پر افغانانو د تسلط خوبونه ويني، خو په دومره توپير چې دا ځل د افغانستان د تجزبي فکر سره راځي، دا ځل د ايران په پوره ملاتړ راځي او دا ځل يې پاکستان په ښکاره اعلان کړی دی.

د غبرګولي په ۲۴مه په جلال اباد کې د ډاکټر عبدالله د ټيم یو لنډغر پر ګلاليو ماشومانو ژوند تریخ کړ، په هرات کې يې د سپين ږيرو ګوتې ور پرې کړې او په کابل کې يې ملا پښتون په دې خاطر وواژه چې ولې يې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته کمپاين کړی دی.

ددغه ټيم د اخطارونو د سلګونه قربانيانو یو زه هم يم چې له هرې ممکنې لارې يې اخطار را کړی او حتی د حق ويلو څخه يې زما د منع کولو کوشش کړی.

ددې ټيم او ددې افرادو کارنامې او ظلمونه له هیڅ افغان پټ نه دي او دا څو د ګوتو په شمار کسان پښتانه چې ور سره ولاړ دي، د هېڅ قوم او ولايت اصلي استازيتوب نه شي کولی، عبدالغفار، ميرویس ياسيني او ارسلايي، دا ټول یواځې د پيسو لپاره ددوی سره یوځای شوي او که بل ځای پيسې ومومي هلته به ورځي.

د ډاکټر عبدالله ډله هم ددغه کړيو څخه د کاندوم په شان ګټه پورته کوي چې اهدافو ته د رسېدو څخه وروسته به يې په کثافت دانۍ کې وغورځوي.

دوی زموږ د درد دوا هم نه ده کړې او په راتلونکي کې هم ترې داسې هیله نه لرو.

د ننګرهار ولسونو په لومړي او دوهم پړاو ټاکنو کې په پراخه توګه ګډون وکړ، رایې ورکړې او د خپل راتلونکي لپاره يې د یوه هوسا او سوکاله افغانستان په فکر ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړه چې په هيڅ صورت د ننګرهار دعوه ګيرو وکيلانو او ډاکټر عبدالله ته د منلو وړ نه دي.
دوی د خپلو هغه پيسو پسې هم لاسونه مروړي چې د هرې رايې په بدل کې يې خلکو ته ورکولې او اوس د یو ډول رواني او داخلي کشمکش سره مخ دي چې څنګه خپل دومره تاوانونه جبران کړي.

ننګرهار د رایې ورکولو په ورځ خپله ژمنه پوره کړه، دا يې ثابته کړه چې ددوی رايه برخليک ټاکونکې ده، خو اوس د رايو د پايلو او د خپلو رايو څخه د ساتنې لپاره هم غږ پورته کول په کار دي.

0 thoughts on “خپلې رایې به هم ساتو/ سائر ځلاند”
  1. Dear,
    You brush your hair make your style with west country design, then write about (Landaghar)
    which team (Abdullah,Arghandiwal+Ghani,Dostom) don’t have ( Landaghar)??????
    In Nangrahar we have 2 famous ( Landaghars) one is with Ghani & one is with Abdullah. I thing you already know both ( famous Landaghar) No need to clear the name.
    When the ( Landaghar with Ghani Dostom) I thing it should Polish & clean it will be ( Bazarg)
    We will see the ( Landaghars) of both team in Nangrahar & waiting for both (Landaghar) new action……..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *