لیکوال: حسین قرباني

په یوه مجله کې مې له یوې لیکوالې سره شوې مرکه لوسته، پوښته ترې شوې وه:

ـ کله کله خپلې پخوانۍ کیسې لولې که نه؟

ځواب یې ورکړی و: نه. زه چې لیکل وکړم، بېرته یې نه لولم. ټول عمر کې مې یوه ورځ خپل ځینې شعرونه لوستي. نه پوهېږم ولې نه شم کولی؟ نه بدلون پکې راوستی شم، نه یې لوستی شم.

د دې لیکنې تر لوستو څو ورځې وروسته مې یوه لیکنه ( خپلې لیکنې مې ولې نه خوښېږي؟ ) تر سرلیک لاندې ولوسته چې دلته یې ژباړه راوړم:

( ژباړنه )

د مطلب ژباړه:

نه پوهېږم تاسې هم تجربه کړې ده که نه؟ خو له ما سره ډېر داسې شوي دي چې د یوې لیکنې تر لیکلو او خپرولو څه موده وروسته مې چې بېرته مطالعه کړې، اصلاً مې نه ده خوښه شوې. پر نویو لیکوالانو سربېره مسلکي لیکوالان هم له دغه ډول احساس سره مخېدای شي. ډېری لیکوالان د خپل لومړي کتاب تر چاپېدو وروسته که څه هم د لوستونکو له لورې ستایل شوی او خوښ شوی وي، خاص په دې دلیل یې د بیا چاپ مخنیوی کوي چې د کتاب متن او محتوا یې نه دي خوښ شوي.

خو نوي یا مبتدي لیکوالان له دې ستونزې سره ډېر مخامخېږي، زما په اند دا ستونزه بېلابېل دلایل لري، خو دلته هغه موارد توضیح کېږي چې زما په نظر مهم دي:

۱ـ کمال ګرايي:

د دې ستونزې تر ټولو مهم دلیل کمال ګرايي دی، له کمال ګرايۍ څخه هدف دا دی، موږ غواړو چې له هر ډول نیمګړتیاوو پرته لیکنه وکړو، آن له ځانه دا تمه کوو چې د مسلکي لیکوالانو په څېر لیکنې وکړو. کله چې یو مبتدي لیکوال د مسلکي لیکوالانو آثار او لیکنې ولولي، د دوی او خپلو لیکنو ترمنځ ډېره فاصله احساسوي، ځینې کسان تل خپلې لیکنې له لویو او مسلکي لیکوالانو سره پرتله کوي او دا کار د دې سبب کېږي چې هېڅکله له خپلو لیکنو څخه راضي نه شي. خو دا چې هر لیکوال جلا او ځانګړی سبک لري، ښايي هېڅکله د خپلې خوښې لیکوال په څېر لیکل ونه کړو او په پای کې له خپلو لیکنو هم هېڅکله راضي نه شو.

۲ـ د افکارو بدلېدل:

بل دلیل چې ځینې کسان خپلې لیکنې نه خوښوي او بیا بیا لوستو ته یې زړه نه ښه کوي، هغه د افکارو د بدلېدو سره اړیکه لري. هر لیکوال د مطالعې او زده کړې په حال کې دی، همدا موضوع د دې سبب کېږي چې افکار یې تل بدل، ژور او بشپړ شي، د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې درک لا ژور او تسلط پرې حاصل کړي. نو کله چې پخوانۍ لیکنې بیا بیا ولولي، نه یې خوښېږي. خو له دې سره سره بیا هم داسې لوستونکي شته چې هماغه لیکنې یې خوښوي او مطالعه کوي یې.

۳ـ د لیکنو او افکارو ترمنځ فاصله:

د لیکنو او افکارو ترمنځ واټن یو بل دلیل دی چې لیکوال خپل لیکنې نه خوښوي. کله غواړو خپل افکار پر کاغذ ولیکو، لکه څرنګه چې یې اړتیا ده هغسې د مطلب د بیانولو حق نه شو ادا کولی، نو کله کله داسې کېږي، هغه څه مو چې په ذهن کې وي او هغه څه چې پر کاغذ لیکو ترمنځ یې ډېره فاصله  رامنځ ته کېږي.

په لیکوالۍ کې د ډېرې تجربې نه لرل، د کلمو محمدوده دایره او پر ادبي او ژبنیو مهارتونو باندې تسلط نه لرل یې لاملونه دي او همدا یې حللاره ده چې د لیکلو ډېر تمرین او ډېره مطالعه وکړي.

له پورتنیو بحثونو څخه دا پایله ترلاسه کېږي چې د خپلو آثارو او لیکنو نه خوښېدو حس ښايي تل ترتله راسره وي، خو باید له لیکلو او خپرولو یې نهیلي نه شو، د دې لپاره چې دا ستونزه کمه شي یا هېڅ له دې ستونزې سره مخ نه شو، باید زیاته مطالعه او لیکنې وکړو او د لویو لیکوالانو د آثارو له لوستو هم بې برخې پاتې نه شو.

(د ژباړې پای)

اوس بېرته راګرځم خپل مطلب ته، هغه لیکواله چې خپلې کیسې نه لولي ښايي له پورتنیو دلایلو یو هم ونه لري، خو ډېر داسې کسان شته چې همدا حس لري، آن ډېر خلک بیخي له لیکو لاس اخلي، خو باید هڅه وشي چې دا حس دومره هم پیاوړی نه شي چې موږ له لیکلو او د لیکنو له خپرولو راوګرځوي.

( ژباړنه )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *