ژباړه: محمد اکبر حقمل
«استیون کاوي» ویلي دي«د بریا د زینې له پورته تللو وړاندې دا ډاډ ترلاسه کړئ، چې زینه مو په ساختمان یا ودانۍ ورتکیه کړې ده». ډېری وکړي ټوله ورځ خپلو هغو موخو ته د رسېدو په اړه فکر کوي کومې، چې د دوی ریښتینې موخې دي او په ډېر زحمت کاږلو ورته کار کوي، اما د ورځې په ورستیو کې همدغه موخو ته له رسېدو څخه د خوند او خوښۍ احساس نه کوي. دوی پوښتنه کوي: آیا ټول همدا وو؟ کله نا کله داسې وخت راځي، چې د یو کس بهرنۍ لاسته راوړنې له کورنیو ارزښتونو سره همغږې نه وي. مه پرېږدئ ترڅو له دا ډول پېښو سره تاسو هم لاس او ګرېوان شئ. سقراط وایي:«پرته له پروګرام څخه ژوند کول ارزښت نه لري» دده منظور دا دی، چې د باید د ژوند په هره برخه کې خپل ارزښتونه په نظر کې ونیول شي. د ارزښتونو څرګندول ستاسو د مخ پروړاندې کېدو لپاره یو لوی خوځښت دی. تاسو باید له ځان څخه په هر کار کې وپوښتئ، چې زموږ ارزښتونه کوم دي؟ ترټولو خوښ وګړي هغه څوک دی، چې په ژوند کې بهرني باورونه او همغږي ارزښتونه لري. ترټولو غمجن وګړي هغه څوک دی، چې دا هڅه کوي ترڅو د باورونو او ارزښتونو په خلاف ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *