ژ محمداکبر حقمل
زما د خوښې وړ کلیمه د موخو د رسمولو په زمينه کې او په ټولیز ډول د روڼوالي او بریاليتوب په زمینه کې نغښتې ده. ستاسو د روڼوالي او ريښتينولۍ تر منځ اړیکه نسبت تاسو او ستاسو غوښتنو ته، ستاسو د لاسته راوړنو د پایلې تر منځ ټينګېږي.
بریالي وګړي هر څومره، چې اړینه وي خپل وخت د مطلق روڼوالي د زیاتولو په موخه او د خپلو واقعي غوښتنو لاسته راوړلو په موخه لګوي؛ د مثال په بڼه لکه د یوې ودانۍ له رغولو مخکې هغه ته یوه ښکلې نقشه جوړوي. اما ډېری وګړي په ژوند کې یواځې خپل ځان پرېږدي.
هغوی له هغه سپي سره پاتې کېږي، چې د یوه بې ګټې حیوان په لټه کې وي او تل له ځان څخه پوښتي، چې ولې په خپل ژوند کې هېڅ ته هم نه رسېږي.
«هنري دیوید توئو» لیکي: (آیا په آسمان کې مو خپله ماڼۍ جوړه کړې ده؟ ډېر ښه؛ دا ريښتيا همغه ځای دی، چې باید وي. نو هغه ته د زینو یا پایو جوړولو په موخه له ځمکې څخه کار پیل کړئ.)
دا په دې معنی کله، چې تاسو یو کار پیلوئ لومړی باید هغه ته یو غوره پروګرام سره له مهالویش جوړ کړئ او وروسته بیا باید ورته کار پیل کړئ. داسې نه ده، چې تاسو دې په لومړي ځل خپله موخه ترلاسه کړئ دا بلکل ناشونې ده.
مثال تاسو غواړئ یو منزله ماڼۍ ولرئ لومړی تاسو اړ یاست، چې د هغه په تهداب کار وکړئ نه داسې، چې هم چت یا بام باندې کار پیل کړئ له تهداب اېښودلو وروسته بیا ورته ستنې یا دېوالونه لګوئ بیا وروسته ورته بام یا چت همداسې سلسله په سلسله مخ پر وړاندې تګ او پرمختګ کولای شئ.
د بریا راز په پرېکړه کې دی.
د ښې راتلونکې درلودلو راز په کار کولو کې دی.