ژباړه محمداکبر حقمل
همدا اوس هوډ وکړئ خپل ټول بد باورونه مو له منځه یوسئ او غوره باورونه مو پیاوړي کړئ. هغه باورونه مو له منځه یوسئ، چې ستاسو د پرمختګ او بریالیتوب خنډ ګرځي. ټولو کړنو، عادتونو او کارونو ته مو فکر وکړئ او خپل هغه باورونه مو ولټوئ او له منځ یې یوسئ کوم، چې تاسو ته محدودیتونه جوړوي او د پرمختګ خنډ مو ګرځي. که چېرې تاسو د خپلو بدو باورونو په پېژندلو کې پاتې راځئ، نو په هغه صورت کې مو له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو څخه په دې اړه پوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو هغه ټکي درته په ګوته کړئ کوم چې تاسو ته د نابریالیتوب لامل ګرځي. په ټولو اړخونو کې مو فکر وکړئ، چې په کومو کې تاسو وړتیاوې او استعدادونه لرئ په همغه اړخ کې خپل پرمختګ، روښانه راتلونکې او بریا ولټوئ. هر انسان هم غوره اړخونه او هم بد. هېڅ انسان پرته له استعدادونو نه دی حتما په ځينو برخو کې وړتیاوې او ستعدادونه لري هغه نو که په هره برخه کې وي. کله نا کله داسې وي، چې یو څوک وړتیا او استعداد لري خو ترې خبر نه وي ځان ورته کم، بې وړتیا او بې استعداد ښکاري خو داسې نه ده هر انسان پیاوړې وړتیا او استعداد لري. په داسې وخت موږ اړ یو، چې د خپلو وړتیاوو په اړه له هغو وګړو څخه پوښتنه وکړو کومو، چې له موږ سره ژوند کړی وي. که چېرې یې زموږ منفي ټکي راته په ګوته کړل، نو موږ باید هغه له ځان څخه لرې کړو او که مثبت ټکي یې راته په ګوته کړل، نو موږ باید هغه ته لا پراختیا ورکړو او پیاوړي یې کړو ترڅو ترې په ګټې اخیستنې سره خپلې موخې ته ځان ورسوو. هغه کار پیل کړئ د کوم په اړه، چې داسې باور لرئ یا فکر کوئ، چې دا کار کولای شئ او وړتیا یې هم لرئ. که چېرې مو د یوه کار د ترسره کولو لپاره باور کم وي او په ترسره کولو کې یې شک لرئ یعنې په خپله وړتیا باندې شک لرئ، نو هغه کار مه ترسره کوئ ځکه، چې نه یې شئ ترسره کولای. هر کار، چې ترسره کول وغواړئ لومړی یې باید په اړه باور پیاوړی کړئ او وروسته له هغې یې پیل کړئ تر څو بریالي شئ. وړتیاوې په باور پورې اړوندېږي. باورونه مو جوړ کړئ منفي باورونه مو له منځه یوسئ نو وړتیاوې به مو په خپله ځان وځلوئ.