بوړبوکۍ د غونډۍ په لمن کې رالویه شوه، خلي خاشې یې په هوا کړې او په منډه منډه پورته سره وخته.
« که د غونډۍ سر ته وخیژم»
« د څه لپاره؟»
« ټول به لاندې وي»
ګړندی شوم. مځکه پوټلنه وه. ګام مې سم نه شوای اخیستلی. ژر ژر مې ساه وهله. د غونډۍ نیمایي ته چې ورسیدم. خولې شوم. پر ږیرې و بریت مې لاس راتیر کړ:
«کاشکي نه راتلی»
« پورته به داسې نه وي»
پر ګونډو مې لاس تکیه کړ او پسې وختم. د غونډۍ له سره مې لمر ته وکتل په پریوتو و. شاوخوا مې سترګې وغړولې، یو کور راته له لرې سپین ښکاره شو:
«کاشکي هلته وای»
« دا خو مې خپل دی»
له غونډۍ په منډه منډه ورروان شوم، ماښام ورورسیدم.
پای